
زابل: دوو ولسوالیو په یو وخت د طالبانو په لاس سقوط وکړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، په زابل ولایت پورې تړلې د دایچوپان او سیوري ولسوالیو مرکزونه یې له دولتي عسکرو څخه نیولي او ګڼ شمېر مهمات یې لاس ته ورغلي.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکي « څوشیبې وړاندې د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه فتحه شو، دښمن ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي. همداډول نن د یاد ولایت دایچوپان ولسوالۍ له مرکز څخه هم دښمن د درنو تلفاتو په لیدلو سره وتښتید. ډيره وسله او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي».
د زابل ولایت په دایچوپان او سیوري ولسوالۍ سربېره څه موده وړاندې د مېزانې ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس سقوط شوې وه.
یاده دې وي، چې تر دې دمه د زابل ولایت مقام په دې تړاو څه نه دي ویلي.