افغانستان

ارګ: د توافقنامې جزئیات راته رسيدلي او خلیلزاد مو په اختلافي ټکو خبر کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د روانو مذاکراتو او احتمالي توافقنامې جزئیات ورته رسېدلي خو تر دې دمه لا هم په یادو مذاکراتو کې د اختلاف وړ ټکي شته او وروستي شوي نه دي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په دې تړاو وویل « وړاندې تر دې چې د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه لاسلیک شي، خلیلزاد یې جزئیات له افغان حکومت سره شریک کړي او ولسمشر هم د اختلافي ټکو په تړاو خلیلزاد ته خبر ورکړی».

د صدیقي په خبره، که څه هم دی د توافقنامې جزئیات له رسنیو سره شریکولای نشي؛ خو د افغان حکومت د ملاحظاتو عمده برخه داده، چې باید د طالبانو او حکومت تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.

صدیقي داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک کېدونکې احتمالي توافقنامې په ترلاسه کولو  اعتراف کوي، چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو د امریکا له لوري افغان حکومت ته د توافقنامې د لېږلو خبر ورکړ؛ خو ارګ دا ډول راپورونه بې بنیاده وبلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

جعلی انتخابات ځنډيږی نه فسخ کيږی ، د اسلامی امارت او د امريکی تر منځ د توافقنامی تر لاسليک وروسته بيا امريکا حق نلری چی د افغانستان په چارو کی مداخله وکړی ، دا بی همته غلامان په يوازی د خپل ځان امنيت لا نشی نيولای .

جميل

خليلزاد يی په اختلافی ټکو خبر دی هههههه
خليلزاد نور ستاسو اختلافی ټکوته نګوری او تاسی به هم ډير ژر هير کړی او د طالبانو رحم او شفقت ته به مو پريږدی ، مونږ ويل چی امريکا مخ او شا او دوستی نلری .
د طالبانو د غوښتنی سره سم خليلزاد اوس د نړيوالو شاهدانو په اجماع بوخت دی چی د هغو په حظور کی به د بيا آزادی او پوره استقلال توافقنامه لاسليک شی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x