ټکنالوژي

هوواوې خپل «Harmony OS» چلوونکی سيستم وړاندې کړ

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۸ل): هوواوې شرکت د امريکا حکومت او ګوګل سره په سوداګريز جنګ کې بالاخره خپل نوی چلوونکی سيستم «Harmony OS» د يوه کانفرانس له مخې وړاندې کړ.

د چين هېواد تر ټولو ستر او مشهور شرکت هوواوې د امريکا او ګوګل له بنديزونو وروسته خپل چلوونکی سيستم بشپړ چمتو او د نړيوالو پرمخ يې وړاندې کړ.

دغه سيستم به د انډرايډ په هر اپليکيشن، تر ټولو ستر ريم لرونکي ځيرک مبايل، ليپټاپ، تابليت، کمپيوټر، ځيرک ساعتونه او داسې نورو توکو کې کار کوي.

هوواوې د روان کال په مۍ مياشت کې خبر ورکړی و که چيرې د امريکا حکومت او ګوګل لخوا پرې شته بنديزونه لرې نه شول دوی به د راتلونکو دوه کالونو لپاره خپل چلوونکی سيستم وړانډې کړي.

په لومړي وار د امريکا ولمسشر ډونلډ ټرمپ پر هوواوې شرکت بنديزونه لګولي وو، او هغه نورو شرکتونو ته يې خبرداری ورکړی و ترڅو له هوواوې شرکت سره سوداګريزې اړيکې پرې کړي، په دې لړ کې لومړی ګام ګوګل پورته کړ چې په دوی يې خپل چلوونکی سيستم «انډرايډ» استعمال بند کړ، خو هغه مهال دغه پريکړه تر اګست مياشتې پورې وځنډيده.

د هوواوې مشر «ريچرډ يو» ويلي، اوسمهال مونږ د هوواوې خپل سيستم پرځای د انډرايډ سيستم استعمال غوره ګڼو خو که هر وخت د ګوګل لخوا پر هوواوې سيستم د انډرايډ استعمال بند شو په اتومات ډول به د دوی نوی سيستم هرموني او اس په هوواوې مبايلونو او نورو ډيوايسونو کې کار پېل کړي.

نوموړی زياتوي چې ددغه سيستم لپاره چمتو شوي مبايلونه به د روان کال په پای کې وړاندې شي، خو د هوواوې په وينا چې په لومړي وار به دغه سيستم په ليپټاپونو او ايل سي ډي کې وازمويل شي او له هغې وروسته به مبايلونه کې وړاندې شي.

هوواوې د سويلي کوريايي شرکت سامسنګ او له امريکايي شرکت ايپل وروسته د نړۍ دريم شرکت دی چې په ستره کچه مبايلونه، ليپټاپ او داسې نور توکي وړاندې کوي، هوواوې د غوره مبايلونو او نورو توکو وړاندې کولو په سبب سامسنګ او ايپل له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x