افغانستان

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند: ټاکنې ترسره کېدای نشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو له ډلې یو تن نوماند «شهاب حکیمي» وایي، په لنډ وخت کې به یو مؤقت حکومت د چارو واګې په لاس کې اخلي او ولسمشریزې ټاکنې به وځنډېږي.

شهاب حکیمي چې په خپله لومړنۍ کمپایني غونډه کې یې وینا کوله « د سولې خبرې په راتلونکو دوو اونیو کې یوې پایلې ته په رسېدو ښکاري او د سولې په نشتون کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول ناشوني برېښي».

حکیمي وړاندوینه وکړه چې په لنډ وخت کې به یو مؤقت حکومت منځته راځي او د افغانستان د چارو واک به ورته سپارل کېږي.

راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې تمه ده د مېزان میاشتې په ۶ نېټه ترسره شي، د سولې روانو خبرو او ناامنۍ سړې کړې او کمپاینونه یې د تېر په پرتله پیکه ښکاري.

تر دې دمه د «سولې او اعتدال» ځواکمن ټیم د خپلو کمپاینونو د ځنډولو اعلان کړی، یوه بل ټاکنیز ټکټ ټاکنې تحریم کړې او ګڼو نورو په ټاکنو خپل باور له لاسه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

جعلی انتخابات ځنډيږی نه فسخ کيږی ، د اسلامی امارت او د امريکی تر منځ د توافقنامی تر لاسليک وروسته بيا امريکا حق نلری چی د افغانستان په چارو کی مداخله وکړی ، دا بی همته غلامان په يوازی د خپل ځان امنيت لا نشی نيولای .

احمد

حکیمی صاحب دغه د اشغال مردار دور کی دی زړه منی دا انتخابات خپله رنګه مه بدوه دنیا او اخرت دی مه خرابوه په څټ شه له دی کاره

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x