نظــر

کشمير او د هغه د اوسېدونکو آزادي غوښتونکو مبارزو ته لنډه کتنه

عبدالمالک همت

په دې وختونو کي هندي پنډټانو پر مظلومو او بې اسرې کشميريانو د دوی هغه ټاټوبی سور تبخی کړی دی چي په اړه به يې ويل کېدل:

اگر جنت بر روی زمین است
همِن است وهمِن است وهمِن است.

ما د دې لپاره چي د نن ټکي اسيا درانه لوستونکي د کشمير او د هغه د اوسېدونکو په احوالو څه خبر سي دغه دغه لاندي مقاله ترتيب کړې ده هيله ده ستاسو د خوښۍ وړ وګرځي.

لومړی د حق خود اراديت په اړه څه لنډي څرګندوني:

د ملتونو له خوا خپل برخليک ټاکل (Self-Determination) د انسانو يو بنسټيز حق دی. دغه حق په ۱۹۴۵ع. کال د امريکې په سان فرانسيسکو کي د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو په موخه د پنځوسو هيوادونو د استازو په غونډه کي د دغه سازمان د منشور په لومړۍ ماده کي د اوسمهالو نړيوالو حقونو د بنسټيزو اصولو د يوه اصل په توګه ومنل سو. چي وروسته بيا د دغه سازمان په نورو اسنادو او پرېکړه ليکونو کي هم تاييد سوی دی.

په تېره د ۱۹۶۰ع. کال د دسمبر پر ۱۴مه د ملګروملتونو عمومي غونډي مستعمره هيوادونو ته د خپلواکۍ ورکولو په موخه ۱۵۱۴ (XV) شمېره پرېکړه ليک « د مستعمره هيوادونو او خلکو د خپلواکۍ ورکولواعلاميې» ترسرليک لاندي تصويب کړ.

د دغه اصل له مخي که يو ولس د ښکېلاک له جغ څخه د آزادۍ يا د بل ولس څخه د بېل اوسېدو غوښتنه وکړي، نو کولای سي چي په دې اړه په ازادۍ سره په بېله او خپلواکه توګه د اوسېدو يا د کوم بل قوم سره د يو ځای اوسېدو(الحاق) پرېکړه وکړي. ( ).

د کشمير لنډه پېژندنه:

د نامه اصل يې:

د کشمير د نامه په هکله څو نظريې سته. په لرغونو کتابونو کي د دې ځای نوم «کاساميرا» ياد سوی دی، يعني هغه خاوره چي د اوبو له وچېدو څخه رامنځ ته سوې ده او ويل سوي دي چي کشمير زرګونه کلونه دمخه سيند وو، خو بيا وچ سو.

ځيني تاريخ پوهان حدس وهي چي د کاشمير يا کشمير نوم هغه ته د «کاش» په نامه د يوې قبيلې يا طايفې د ورتلو او هلته د اوسېدو له امله پر ايښوول سوی دی. د دوی په اند د دغي طايفې موقت استوګنخی کاش، کاشان او کاشغر وو. ( ).

نور پوهان بيا وايي چي کشمير कश्मीर (káśmīra) له آره سنسکريت کلمه ده او د نورو ډېرو لرغونو جغرافيايي نومونو غوندي يې اصلي معنا او مصدر نه دی معلوم. ( ).

چيري پروت دی(موقعيت يې):

کشمير د هند او پاک د کوچنۍ وچي په شمال، د جنوبي آسيا په منځ او د همالیې د غرنۍ لړۍ په لوېديځ کي پروت دی. دغه ښکلې اورشو د چين، هند، پاکستان او افغانستان په منځ کي اوسي. د شمال او ختيځ له لوري د چين د سنکيانګ او تبت سره تژدې ۶۰۰ ميله پوله لري. نژدې په دغه کچه د پاکستان سره په لوېديځ او جنوب لوېديځ کي پوله لري. د شمال له لوري ۳۰ ميله د افغانستان د واخان سره ګډه پوله لري او د هند سره په جنوب کي ۳۵۰ ميله پوله لري. ( ).

اورشو يې:

د کشمير د ټولي اورشو(مساحت) او اوسېدونکو(نفوسو) په هکله بېلي بېلي شمېرې ورکړه سوي دي. خو ښايي د اورشو په هکله يې سمه ۲۲۲،۱۰۸ مربع کېلومتره (۸۶۰۲۴ مربع ميله) وي. ( ). چي ۷۵ سلنه، يعني 138992 کیلومتر مربع يې چي جمو او کشمير ورته وايي د هند په ولکه کي ده. 79778 کیلومتر مربع يې د آزاد کشمير په نامه د پاکستان په ولکه کي ده او يو لږ څه يې چي 41500 کیلومتر مربع کيږي او د کشمير په شمال ختيځ کي ده او «اقصای چين» ورته وايي، چين د هند سره د ۱۹۶۲ع. کال په جګړه کي ونيول، دغه سيمه د سين کيانګ د سيمي د ختن د ښار ګوټي يوه برخه ده. پر دغه سيمه باندي هند ادعا لري او د جمو او کشمير برخه يې ګني. «اقصا يا اقصی»په عربي د ډېر ليري معناورکوي او «اقصای چين» پارسي ترکيب دی د چين د ډېري ليري سيمۍ په معنا. تر کومه ځايه چي ماته معلومات دی چينايان، هنديان، کشميريان او ايغوريان يې اقصای چين يا اکسای چين بولي.

د اوسېدونکو شمېره يې:

د اوسېدونکو په هکله يې د «کشمير تاريخ کے آئينے ميں» په ۲۴مخ کي وايي: ” د ۱۹۴۱ع. کال د وګړشمېرني سره سم د جمو او کشمير (کوم چي وېشل سوی لا نه وو)اوسېدونکي ۴۰۳۴۹۸۰ تنه وه“. چي په هغو کي مسلمانان77 سلنه، هندوان20سلنه ، او سيکان او نور لږکي3 سلنه وه. ( ).

د هند د ۲۰۱۱ع. کال د وګړشمېرني له مخي د هند تر ولکې لاندي جمو او کشميرد اوسېدونکو شمېره ۱۲٬۵۴۸٬۹۲۶ تنه ده. ( ).

اوس ځيني انټرنيټي سايټونه د ټول کشمير اوسېدونکي پنځلس مليونه ګڼي( ).

خو خپلواک وزمه کشميري مصادر وايي چي اوس د هند او پاکستان تر ولکې لاندي کشمير او د هغه دباندي نورو هيوادونو ته د کډه سوو کشميريانو ټول شمېر ديارلس نيم مليونو تنو ته رسيږي، چي اته نيم مليونه يې په جمو او کشمير، دوه نيم مليونه يې په آزاد کشمير، يو مليون يې په ګلګت او بلتستان. يو نیم مليون يې په هند، پاکستان، منځني ختيځ، اروپا او امريکا کي اوسي. البته په دې وګړو کي د ټولو منابعو په اتفاق مسلمانان اکثريت دي. ( ).

د دغه اکثريت سلنه ، ځيني 77 سلنه او ځيني ۹۰ سلنه ګڼي.

قومي جوړښت يې:

په کشمير کي بېلابېل قومونه استوګن دي، لکه: اريايان، مغول، ترکان او افغانان. د کشمير ډېر خلک په کشميري، اردو، ډوګري، پاهاري، بالتي، لاداکي، پنجابي، ګوجري او دادري ژبو خبري کوي، خواردو ژبه په اردو الف بې د دغه ځای اداري او دفتري ژبه ده او ډېری خلک په هندي او انګرېزي د دوهمو ژبو په توګه هم خبري کوي. ( ).

اداري وېش يې:

د هند د کوچنۍ وچي د وېشلو پر مهال کشمير درې ولايته وو:

۱. جمو ولايت.

۲. کشمير ولايت.

۳. سرحدي ولايت، چي پر لداخ، ګلګت ا و بلتستان باندي مشتمل وو.

تر ۱۹۴۷ع. کال وروسته جمو، لداخ، پونچ، ميرپور او د کشمير ناوه چي زياته شنه او له نعمتونو ډکه ده هند ترخپل ښکېلاک لاندي راوستل، د جمو او کشمير نوم يې پر کښېښود، سرينګر يې د هغه دوبنی مرکز کړ او د جمو ښار يې د هغه ژمنی مرکز وټاکی. پاکستان بيا پر لوېديز پونچ، مظفرآباد او د ميرپوراو بلتستان پرځينو برخو باندي خپله ولکه ټينګه کړه، پر دغو ځايونو يې د آزاد کشمير نوم کښېښود او مرکز يې مظفر آباد ورته وتاکی.

د کشمير تاريخي مخينه:

د کشمير تاريخ د عيسی علیه السلام تر زېږېدو شاوخوا څلور زره کاله مخ ته رسيږي. تر ۱۴مي ميلادي پېړي پوري د هندوانو، بودايانو او نورو ۲۱ کورنيو پر کشمير حکومت وکړ. يو چينايي مسافر چي په اوومه ميلادي پېړۍ کي يې دوه کاله په کشمير کي تېر کړي دي، وايي:« دا يو آرام او سمسور هيواد دی، چي سل صومعې، د بودا له يادګارونو ډک څلور تالاره او شاوخوا پنځه زره بودايي کاهنان لري». ( ).

په کشمير کي د اسلام د رڼا خپرېدل:

لومړی مسلمان چي کشمير ته ورغلی او پکښي پاته سوی دی حميم بن سلمة السامي نومېدی کوم چي له اصله د شام له لوسېدونکو څخه وو. د دې کيسه داسي ده: يو سړی چي محمد بن الحارث العلافي نومېدی نامتو ظالم واکمن حجاج بن يوسف ثقفي ته پورته سو او د عبدالرحمن بن محمد بن الاشعث الکندي په ملګرتيا ورسره وجنګېدی، خو څنګه چي ابن اشعث ماته وخوړه، محمد بن الحارث عمان ته ولاړ او له هغه ځايه د خپلو وسله والو پلويانو سره سيند ته ولاړ او د هغه ځای د هندو واکمن مهاراجه داهر نومي له ملاتړ څخه په ګته اخيستنه هلته واوسېد. (داهر د سيند او مکران پر ډېره پراخه سيمه د کشمير تر پولو واکمن وو).
کله چي حجاج سعيد بن اسلم بن زرعة الکلابي مکران ته د والي په توګه ولېږی محمد او ورور يې معاويه نومي او پنځو سوو وسله والو يې د دغه والي سره جګړه وکړه او ويې واژه او پر مکران واکمن سول. کله چي حجاج له دې پېښي خبر سو بيا يې مجاعه بن سِعر التيمي مکران ته ولېږی. کله چي هغه مکران ته ورسېد، محمد او معاویه د خپلو وسله والو سره بيرته د سيند واکمن مها راجه داهر ته ورغله. دا ۸۵ هـ کال وو. بيا چي د اسلام نامتو اتل او د سيند فاتح محمد بن قاسم سيند فتح کړ او د سيند واکمن داهر يې وواژه، د راجه داهر زوی جی سينګهـ کشمير ته وخوځېد. محمد بن الحارث العلافي هم ور سره ملګری سو. خو تاريخونه وايي چي محمد په لاره کي ځني وګرځېد او دا هم ويل سوي دي چي له محمد بن قاسم څخه يې پناه واخيسته او هغه هم ومنله.

خو حميم بن سلمة السامي چي د محمد بن الحارث العلافي له ملګرو څخه وو د جی سينګهـ سره کشمير ته ولاړ. د تاريخپوهانو په اند دغه حمیم لومړی مسلمان دی چي کشمير ته په ۹۵هـ / ۷۱۵ع. کال ورغلی دی. د کشمير راجا د دغه حميم نومي ډېر عزت وکړ او کله چي جی سينګهـ ومړ او بل وارث يې نه درلود، د هغه ټول جايدادونه حميم ته پاته سول چي تر کلونو کلونو د ده د اولادونو په ملکيت کي وه. ( ).

ځيني وايي چي کشمير ته اسلام په لومړۍ هجري پېړۍ کي سيند ته د اسلام د نامتو اتل محمد بن قاسم ثقفي رحمة الله عليه د ورتلو او کشمير ته د هغه د رسېدو پر مهال رسېدلی دی. ( ).

خو دا خبره د تأمل وړ ده. تر کومه ځايه چي ما څېړنه کړې ده د محمد بن قاسم د فتوحاتو په اړه د تاريخ په کتابونو کي د کشمير د فتحي يادونه نه ده سوې. داسي ښکاري چي په ۹۸هـ کال محمد او د هغه قوماندانان په هند کي د “كنوج” “قنوج” “Kanyj” په نامه د يوې لويي سيمي چي واکمن يې راجه چندر وو د فتح کولو لپاره چمتو کېدل، چي د حجاج بن يو سف د مړيني خبر ور ورسېد. له دې امله محمد بن قاسم “قنوج” ته تګ وځنډاوه. ځيني وايي چي وروسته محمد بن قاسم د ګجرات پلازمېنه “کيرج” (کيرا) د هغې له واکمن دوهر نومي څخه ونيول او په دې سره د محمد سوبي پای ته ورسېدلې، خو امام ابن جرير طبري رحمة الله عليه چي په ۲۲۴هـ کال زېږېدلی او په ۳۱۰ هـ کال وفات سوی دی او نامتو تاريخ يې له هره حيثه معتبر باله سي او د دغو پېښو وخت ته په نژدې مهال کي ليکل سوی دی، د دې په خلاف وايي چي په ۹۵ هـ کال د هند وروستۍ برخي فتح سوې، خو کيرج او مندل فتح نه سول. ( ).

په هر صورت که د قنوج په فتح کولو کي ځنډ نه وای پېښ سوی او دغه ځای فتح سوی وای کېدای سوه چي په بل ګام کي کشمير فتح سوی وای او په دې توګه د ټول سيند او هند فتح بشپړه سوې وای. د حجاج ترمړیني شپږ مياشتي وروسته په ۹۶هـ کال د اسلام خليفه وليد بن عبد الملك هم مړ سو او د هغه ورور سليمان خلافت ته ورسېد. سليمان چي د حجاج او د هغه له خپلوانو او چارواکو څخه يې کرکه کېده محمد بن قاسم د سيند له ولايت څخه ګوښه کړ او زنځير او زولانه يې عراق ته وغوښت، خو خليفه ته تر رسېدو دمخه د هغه يوه چارواکي صالح بن عبدالرحمن (خارجي مذهبه) د واسط په محبس کي تر کړونو لاندي وواژه.

په دې توګه د کشمير فتح د محمد بن قاسم له خوا ممکنه نه سوه.

بيا په را وروسته کلونو کي د ابو جعفر المنصور عباسي د خلافت پر مهال هغه هشام بن عمرو التغلبي د سيند والي وټاکي. هشام عمرو بن جمل د هغو ځايونو فتح کولو ته وګوماری چي د مخه يې فتح کېده ستونزمن وه. په دې ترڅ کي کشمير هم فتح سو او د اسلام په دولت کي داخل سو. ( ). هشام بن عمرو التغلبي په ۱۵۱ هـ کال د سيند د والي په توګه مقرر سو. ( ).

تر دې وروسته څنګه چي په هند کي د اسلام سپېڅلی دين د بلونکو، غازيانو، سوداګرو او مسلمانو سيلانيانو له خوا خپور سو، طبعاً به نو په کشمير کي هم خپور سوی وي.

بيا د الکامل في التاريخ په خوله په ۴۰۷ هـ کال او د ابن خلدون په خوله په ۴۰۹هـ کال سلطان محمود غزنوي رحمة الله علیه (په ۴۲۲هـ کي مړ) ستر پوځ چمتو کړ او د هند د فتحي په موخه وخوځېد. له غزني څخه په درو مياشتو کي د کشمير پولو ته ورسېد . د کشمير راجه د هند له ممتازو راجه ګانو څخه وو . د هند راجه ګانو د هغه ډېر درناوی کاوه. کله چي د کشمير دغه راجه د سلطان محمود له ور تلو څخه خبر سو، د ډول ډول سوغاتونو سره د هغه مخي ته ورغی، د هغه پر لاس يې اسلام راوړ او د شاهي مقدمة الجيش سره يې ملګرتيا غوره کړه، چي بيا د دغه کال د خدای تعالی (رجب) د مياشتي پر شلمه د سلطان محمود سره د مهاجن د کلا د نيولو لپاره وخوځېد. ( ).

د تاريخونو په شاهدي سلطان محمود په دې لښکر کشي کي د کشمير شاوخوا ډېر ملکونه لاندي کړل، خو کشمير يې تر خپل واک لاندي رانه وستلای سو.

بيا سلطان محمود په ۴۱۱ هـ کال دوهم وار پر کشمير بريد وکړ، خو د ډېرو واورو اورېدو له امله اړ سو چي د کشمير له نيولو پرته بيرته خپل هيواد ته ستون سي.

په دې پوځي سفر کي نامتو عالم ابوريحان بيروني هم شتون درلود. هغه د هند د هيواد او فرهنګ په هکله د خپلو څېړنو پايلي د «تحقيق ما للهند» په نامه کتاب کي وليکلې.

د دې پېښو سره جوخت او تر هغو وروسته د کشمير خلک د هندو له دين څخه کرار کرار او په مسالمت آميزه توګه د سيلانيانو، سوداګرو ، په تېره د روحانيونو او صوفيانو د سفرونو او تبليغ له امله واوښتل او د اسلام سپېڅلي دين يې په خپله خوښه ومانه. ( ).

په دې توګه په څوارلسمه ميلادي پېړۍ کي اسلام د کشمير په دره کي غالب دين وګرځېد. د دې غالبېدو لړۍ هله پیل سوه چي په ۱۳۲۰ يا ۱۳۲۳ع. کال د ترکستان يو مسلمان سيلاني سيد بلال شاه چي په بلبل شاه نوموړی وو کشمير ته ورغی او د کشمير بودايي واکمن رينجن شاه د هغه پر لاس د بېخي ډېرو کشميريانو سره مسلمان سو او د ملک صدرالدين نوم يې پر ځان کښېښود. خو دغه واکمن ډېر ژر کشميريانو وواژه ( ).

تر دغه واکمن وروسته د مسلمانو واکمنانو لړۍ څه له پاسه دوې نيمي پېړۍ (له1320 تر 1586ع. کاله) دوام وکړ. بيا په ۱۵۸۷ع. کال د هند مغولي واکمن جلال الدين اکبر د کشمير وروستی مسلمان واکمن يوسف شاه چک ونيو او کشمير يې د خپل مغولي حکومت سره ضم کړ، چي تر ۱۷۵۳ع. پوري (۱۶۶) کاله د هند د مغولو ترلاس لاندي وو.

په ۱۷۵۲ع. کال کشمير د احمدشاه بابا رحمة الله عليه له خوا ونیول سو، خو په ۱۸۱۹ع. کال، (۶۷) کاله وروسته په افغانستان کي د اغتشاش پر مهال د فراري شاه شجاع له خوا رنجيت سينګ ته وسپارل سو.

په دې توګه کشمير پنځه پېړۍ (1320 – 1819ع.) مسلمانو واکمنو اداره کاوه. تاريخونه وايي چي په دغو پنځو پېړيو کي په کشمير کي اسلام داسي خپور سو چي اکثريت وکړي يې مسلمانان سوه، استقرار، مساوات، مسالمت آمېزه ژوند پکښي رامنځ ته سو او ډول ډول لاسي صنايعو او حرفو وده پکښي وکړه.

له ۱۸۱۹ ع. کال څخه چي پر دغه ځای د پنجاب سيک واکمن رنجيت سينګ مسلط سو. د دغه ځای پر
مسلمانانو يې ډول ډول خوارۍ راوستې، په هغو يې بې له اجورې ورکولو شاقه کارونه کول، ډېر مسجدونه يې وتړل او په داسي حال کي چي قانون د غوا د حلالولو د جرم سزا مرګ ټاکلی وو، خو د مسلمان وينه وړيا وه. ( ).

بيا په ۱۸۴۶ع. کال انګرېزانو کشمير د دغه سيک له لاسه وايست، خو بيرته يې په همدغه کال د جمو ولايت پر يوه سوداګر مها راجه هري سينګ چي په قوم ‌‌ډوګره هندو وو په اووه نيم ميليونه روپيو خرڅ کړ، تر دغه سوداګر وروسته د هغه د کورنۍ درو نورو ډوګره وو تر ۱۹۴۷ع. کال پوري،(۱۰۱) کاله پر کشميريانو له ظلمونو ډک، خونړی او زړه بوږنوونکی واک وچلاوه. تاريخونه ليکي چي د ۱۹۳۱ع. کال د جولای پر ۱۳ مه د يوه محبس په غولي کي ډېر شمېر بنديان د يوه کشميري مشر عبدالقدير خان د ملاتړ په موخه راغونډ سوي وه، کله چي د ماپښين د لمانځه وخت سو له دغو بنديانو څخه يوه اذان ناري کړ، خوسمدستي امنيتي ځواکونو وويشت او شهيد يې کړ. بيا بل بندي وغوښتل چي دغه اذان بشپړ کړي، هغه يې هم شهيد کړ، په دې توګه تر څو چي اذان تمامېدی ۲۲ تنه يې پر شهيدان کړل.

اسلامي ويښتيا او د ظلمونو پر ضد د کشميريانو مبارزې هم له دغه ۱۹۳۱ع. کال څخه هغه مهال پيل سوې چي د پوليسو يوه ضابط د يوه مسجد امام د جمعې د خطبې له اورولو څخه منع کړ.

په ۱۹۴۷ع. کال انګرېزي ښکېلاک د هند د مستعمرې پر دوو خپلواکو هيوادونو؛ هند او پاکستان باندي د وېشلو پر مهال داسي يو پلان پلی کړ چي د کشمير کړکېچ يې رامنځ ته کړ. انګرېزانو په ظاهره پتېيلې وه چي د هند مسلمان مېشتي سيمي پاکستان او هندو مېشتي سيمي هند ته پرېږدي. چي د دې پرېکړي له مخي بايد کشمير د هغه اکثريت اوسېدونکو ته په پام او د هغو د ميل سره سم پاکستان ته وسپارل سي، خو د يوې توطئې پربنسټ د کشمير هندو واکمن د انګرېزانو د پرېکړي په خلاف او د کشمير د خلکو د هيلو او غوښتنو پرضد کشمير د هند په واک کي ورکړ. ( ).

له دې امله حالات او حوادث په ډېري چټکۍ سره تر تاو تريخوالو او جګړو ورسېدل. په ۴۷ – ۱۹۴۸ع. کال د کشميريانو او هندي پوځونو تر منځ جګړه ونښته، خو ملګرو ملتونو مداخله وکړه، د ۱۹۴۸ د اګست پر ۱۳ مه يې د اوربند په اړه قطعنامه صادره کړه او پرېکړه يې وکړه چي د کشمير مسلمان مېشتي سيمي دي د پاکستان برخه سي او هندومېشتي سيمي دي هند ته پرېښوول سي او د دې لپاره چي معلومه سي د کشمير خلک د هند سره کيږي که د پاکستان سره په يوه آرامه فضا او بې طرفانه محيط کي دي عمومي رايو ته مراجعه وسي او تر څو چي دا کار نه وي سوی کشمير نه د هند دی او نه د پاکستان. خو د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه ليک تر اوسه لا نه دی اجرا سوی.

په ۱۹۴۹ کال چي اوربند پلی سو، د کشمير شاوخوا يوه درېيمه د پاکستان په تصرف کي پاته سوه او هند هم په ۱۹۵۴کال د کشمير هغه برخه چي تر کنترول لاندي يې وه په رسمي توګه په خپله خاوره پوري تړلې اعلان کړه. په راوروسته کي د کشمير پر سر هند او پاکستان نوري خونړۍ جګړې هم وکړې.

اوس دای بيا دغه دوه هيوادونه د کشمير پر سر جګړې ته سره نژدې سوي دي.

په دې دومره عمر کي نه ملګرو ملتونو، نه نورو نړيوالو سازمانونو او نه د اسلامي همکاريو سازمان د کشمير د خلکو د مشروع حقوقو د ننګي او حمايې لپاره څه اقدام وکړ. ټوله نړۍ صرف د کشميريانو د وينو د بهېدو ننداره کوي اوبس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

نن ټکي اسيا ته !
داچي مقاله مو خپره کړه مننه در څخه کوم، خو کاش چي مأخذونه مو نه وای ځني ليري کړي، ځکه دغسي څېړنيزي ليلکني بې له مأخذ ښوولو بې سنده خبري بلل کيږي.

Hidayat shinwaray

همت صیب زه پوه نه شوم چی تاسی د کشیمر د مسلی سره ولی دومره دلچسپی شکاره کوی او د پښتنوستان په مسله باندی بیا چوپ یاستی. یعنی ستایی چوپتبا ستاسی د رضایت شکاروندوی کوی. پدی کی شک نه شته چی پاکستان د اسلام په نامه تاسیس شوی ده او چیرته چی د مسلمانانو خاوره ده په هغه باندی د پاکستان ادعاء ده ځکه چی پاکیان وایی زه اسلام یمه او د مسلمان خاوره د اسلام یا د پاکستان پوری اڔه لری. ضیاالحق هم په 1980 کلو کی د پیپل pp گوند په وڕاندی په ټاکنو کی دوه صندوقه یی… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ګران ورور شينواری صاحب ! السلام عليکم ورحمة الله ! خبره داسي نه ده لکه تاسي چي فکر کړی دی. زه چي وينم چي زما د هيواد نيم پږی دې پنجابيانو راڅخه لاندي کړی دی ځان ډېر کوچنی راته ښکاره سي او وشرمېږم چي آخر دغو د انګرېزانو مريانو لا پر موږ خوړلې ده. له دې امله ما د دغو خلکو پر ضد زما په کتابونو او مقالو کي لازمي څرګندوني کړي دي. (زما ليکلی کتاب « زموږ د دښمنانو تور تاريخ او شومي موخي» کتاب پیدا کړه او ويې ګوره). او په همدې نن ټکي اسيا کي مي هم… نور لوستل »

غ.حضرت

شینواری صاحب!
ستاسی نظر د منلو وړ دی خو محترم همت صاحب د کشمیر د وضعیت او مؤقعیت په هکله فقط یوه ګټوره معلوماتی لیکنه وړاندی کړی ده نه د کشمیر په هکله خپل شخصی دریځ یا د پاکستان د دریځ ملاتړ.

masoom afghan

کشمیر په دوه برخو ویشل شوﺉ هیواد یوه برخه جمو کشمیر د هند په ولکه کې ده بله حصه چې د ازادکشمیر په نوم یادیژی که څه هم ازاد نه ده پاکستان او هند ته برطانایانو داسې هډوکﺉ اچولﺉ چې ټول عمر به د پاکستان او هند سره په جنګ وي د کشمیر د ازادی وخت هغه د کارګل جنګ و وس هغه وار تیر سوﺉ چې هند به په پاکستان ورسي یا پاکستان به په هند ورسي کشمیریانو سره وس یوه د حل لار پاته ده هغه داده چې کشمیر د هغې غاړې خلک او دیخوا غاړې خلک په… نور لوستل »

شاه ولی خان یار

شاغلی هدایت شینواری صاحب، ستاسو سوال او تبصری ته شاغلی مالک همت ځواب نه درکوي، په نیمایی محکوم افغانستان چی ننی پاکستان غضب کړی، سترګی پټوي او کشمیر ګټي؟؟ها

عبدالمالک همت

محترم يار صاحب السلام عليکم ! لومړی خو زه « مالک » نه بلکي د مالک، يعني الله سبحانه بنده يم . بل ما محترم ورور شينواري صاحب ته پر وخت ځواب ورکړی وو، خو لکه چي نن ټکي اسيا والا خوب وړي وه او د ځواب پر وخت خپرېده ځني پاته سوي وه . اوس يې هم خوبن حالت کي نيم ځواب په کمينټ کي خپور کړی او اصلي مورد بحث مقاله او نيم پاته ځواب يې تر مقالې لاندي د سايټ د مقالو په ستون کي خپور کړی دی. په هر صورت د ټولو پردو غليمانو سره زما… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ په خیر، شاه ولی،خانیار .ته. د همت صاحب معلوماتی لیکنه ولوله،او بیا شینواری ته د کړی پوښتنی ځواب ورکوه.زه د پیژنم بیا هم په بدل نوم تبصره، هیڅ ګیله درڅخه نه کوو،د شپږم صنف پخوانی اکابر کورس څخه فارغ شوی .استاد یی. همت صاحب ته د الله ج اجرونه ورکړی،چه په زړه پوری معلومات یی ڼن.ټکی اسیا په واسطه موږ ته راورسیدل. دا لیکنه د کشمیر دګټلو او باییللو پوری هیڅ اړه نه لری. او انشا لله یوه ورځ به کشمیر هم وګټل شی.خو چه کله صادق،او صالح مومنان مخ صف کی ودریږی نه د ستا سو په شان… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx