افغانستان

د ازبکستان له لوري طالبانو ته تاوده ښه راغلاست کابل حکومت غوسه کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ او د یاد هیواد د چارواکو له لوري یې تود هرکلی وشو؛ ګډ حکومت دې ګام سخت په غوسه کړی.

د «يک تلویزون» د راپور په اساس، افغان حکومت د ازبکستان له لوري د طالبانو رسمي استقبال غوسه کړی او په یاد هیواد یې غږ کړی، چې د افغانستان د خلګو او حکومت خپلواکۍ ته دې پام وکړي.

ګډ حکومت داسې مهال د ازبکستان له لوري د طالبانو رسمي ښه راغلاست اندېښمن کړی، چې څو ورځې وړاندې د «ملا برادر اخند» په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ، هلته یې ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له ګڼ شمېر چارواکو سره ولېدل او د سمرقند د والي له لوري یې په ترتیب شوې میلمستیا کې ګډون وکړ.

ازبک چارواکو له طالبانو سره د افغانستان د هر اړخېزې سولې، ثبات او امنیت په تړاو خبرې وکړې او د طالبانو له لوري ډاډ ورکړل شو چې د یاد هیواد له لوري په افغانستان کې د پلې کېدونکو پروژو په برخه کې به همکاري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ازبکستان چی خپله غیږ طالب چارواکو ته خلاسه وی کابل حکومت باید په غوسه سی.

اجمل

طالب مشرانو ته: متوجه وسي چی د عکس او یا فلم اخیستو په وخت کی بیځایه حرکات ونکړی. ځینی فاسد او فاسقه عناصر قصدآ ستاسو عکسونه خپروی کله چی تاسی یا په پوزه کی لاس وهی، یا ږیره ږیره وی … یو مثال یی: یو مولوی صیب د خپلی مخی نه لوحه چی د هغه نوم پکی لیکلی را اخلی او په بل مخ یی اړه وی فکر کوی چی په دا بل مخی یی څه لیکل شوی ندی، خو پر هغه مخ یی هم د هغه ملا نوم لیکل شوی. کمره مین دا تصویر هر ځلی ورښیی چی زمونږه… نور لوستل »

ترين

ملاصاحبانو!
خدای وکړي چې د ازبکستان د محلی موسيقي څخه مو خوند اخيستي وي چې کوم وخت ډوډۍ په وخت کې درته شروع وو.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x