
ننګرهار لوبډلې د سيد جمال الدين افغان ګريډ ون سياليو اتلولي وګټله
نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۸): د سيد جمال الدين افغان ايليټ لومړی درجې يو ورځنيو ولايتي سياليو اتلولي د ننګرهار لوبډلې چې پرون د جمعې په ورځ په کابل لوبغالي کې ترسره شوه خپله کړه.
د ننګرهار لوبډلې دوه تکړه لوبغاړو نجيب تره کي او شوکت زمان په زړه پورې توپ اچونې سره ننګرهار لوبډلې ته د کابل لوبډلې پر وړانډې د شپږ ويکټو په توپير غوره بريا ورکړه.
د پايلوبې پچه د ننګرهار لوبډلې وګټله او د کابل لوبډلې ته يې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۷۳ منډې جوړې کړې، ددوی له لورې ضیا الحق ۸۴ او امان الله رفيقي ۵۲ زياتې منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د ننګرهار له لورې زبېد اکبري ۳، فرهاد مومند او ولي اغا ۲-۲ او نجيب تره کي بیا ۱ ويکټه ترلاسه کړه.
په ځواب کې د ننګرهار لوبډلې ټاکلی ۲۷۴ منډې هدف د نجيب ترکي په زړه پورې سليزې او د شوکت زمان په ۸۱ منډو په ۴۷.۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو پوره او په ګرېډ ون يا لومړۍ درجه سياليو کې يې په شپږو ویکټو اتلولي خپله کړه.
نجيب تره کي د ۹ شپږيزو او ۹ څلوريزو پر مټ ۱۲۱ منډې وکړې او شوکت زمان د ۹ څلوريزو پر مټ ۸۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د کابل لوبډلې له لورې محمد اقبال او نويد احمد ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
Nangarhar secure Sayed Jamaludin Afghan Elite Cup 2019 Title
Najib Taraki's brilliant knock of 121 aided by Shaukat Zaman's 81 ensured Nangarhar beat Kabul by 6 wickets today to secure the grade one Sayed Jamaluddin Afghan Elite Cup title. #EliteCup2019 pic.twitter.com/Ckgl8bBn5M
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) August 9, 2019
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجيب تره کي ته ورکړل شوه، همدا راز د ايليټ کپ د ټورنمنټ غوره لوبغاړی هم د ننګرهار لوبډلې زبېد اکبري غوره شو، نجات مسعود د سياليو غوره توپ اچونکی او منير احمد کاکړ د سياليو غوره توپوهونکی وټاکل شو، او همدارنګه وحيد الله شفق بيا د يادو سياليو د ایمرجنګ یا ځوان لوبغاړي په توګه غوره شو.
د يادونې ده چې د سيد جمال الدين افغان ايليټ جام لومړۍ درجې سيالۍ د ۸ لوبډلو په ګډون چې په دوه ګروپونو ويشل شوې وې د جولايي په ۳۱مه نېټه پېل شوې، پرون د جمعې په ورځ د اګست په ۹مه نېټه يې ننګرهار لوبډلې اتلولي په خپل نوم کړه.