د طالبانو عزت چې نکوي، د چا عزت به کوي.؟

کریم وطنوال

ما د اوزبیکستان د خلکو، کلتور، فرهنګ، تمدن او تاریخ په هکله کافي مطالعه کړې ده، له دوی عمیق شناخت لرم او پر اوزبیکي ژبه بشپړ تسلط لرم. له بلې خوا، له ماشومتوب څخه د دې خلکو سره د معاشرت تر کچې آشنا یم.

د اوزبیکانو د فرهنګ یوه برخه دا ده چې دوی تر ضیافت وروسته د خوړو د میز تر څنګ د تنبور په ږغولو سره خپلې محلي سندرې زمزمه کوي. دا کار معمولاً د دوی پخواني خلک کوي او په نوي نسل کې یې دا دود ډیر پیکه شوی دی. د دې سره، سره دا دود د دوی د ټولنیزو رواجونو یوه برخه ګرځېدلې ده. تاسو چې کله هم د یو بل هیواد څخه اوزبیکستان کې میلمانه شئ، دوی مخصوصاً دولتیان یې د میلمستیا ټوله فضا پر خپل فرهنګي ارزښتونو پوښي.

له دې کار څخه د دوی یوازنۍ موخه نړېوالو ته د خپل کلچر او تمدن معرفي کول دي. داسې نه ده چې کله تاسو د یوه میلمه په صفت هلته ډوډۍ وخورئ بیا فوراً تاسو ته موسیقي چالانه شي، بلکې رواج دا دی چې له تاسو پوښتنه کیږي چې آیا د موسیقۍ د آورېدلو میل لرئ او کنه، چې مطمئناً به دوی ته د طالبانو د هیئت ځواب نه اوسیدلی وي. دا چې دلته په افغانستان کې خلک د طالبانو د هیئت او د موسیقي آلاتو په لیدلو سره خبر د دمبورې په یادولو سره د سیاسي ملنډو تر حده بیایي، دا د دوی نا فهمي او د پوهې عوارض دي. ځکه اوزبیکستان کې تر دمبورې، تنبور ډیر مروج دی. دمبوره بیا په ترکمنستان کې ډیر شوقیان لري، نه په اوزبیکستان کې. تنبور او دمبوره بیا دواړه د آمو پر دې غاړه ډیر دود شوي دي.

بیا هم مونږ افغانان د آمو سیند د هغې غاړې خلکو سره ټول هغه مشرکات لرو چې د ډیورند د کرښې د پورې غاړې خلکو سره مو ساتلي دي. لکه څنګه چې د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې خلک پښتو ژبه او پښتنز ارزښتونه سره نښلوي، د آمو د دواړو غاړو خلک زمونږ سره د اوزبیکي، ترکمني او دري ژبو او ارزښتونو له طریقه تلاقي کیږي، صرف په دې توپیر سره چې مونږ د آمو سیند پر برابر د پورې غاړې هیوادونو سره مرزي تقسیمات په رسمیاتو پېژندلي خو د ډیورند کرښه مو په رسمیت نه ده پېژندلې او نه یې هم پېژنو.

زمونږ د حکومتونو د نومونو سره اسلامي کلمه مل پاتې شوې او دوی د دې سره، سره چې ۷۹ سلنه مسلمانان دي یو سیکولار سیستم پر مخ بیايي. حتی کله چې د ۲۰۱۷ ام کال په دسمبر کې اشرف غني د یوه هیئت په ملتیا سره اوزبیکستان ته تللی و، د اوزبیکستان لخوا پر واټونو افغان هیئت ته د ښه راغلاست پر ځوړند شوېو متنونو د افغانستان رسمي نوم تحریف شوی و او د جمهوري اسلام افغانستان د نامه پر ځای یوازې “جمهوري افغانستان” لیکل شوي و.

د تاریخ په دې حساسه مقطع کې لازم بولم چې د تېر تاریخ یوې مهمې مقطع سیر درکړم.

طاهر یولداش او جمعه نمنګاني هغه دوه نومونه دي چې په یادېدلو او اورېدلو یې اوزبیک سیاسیون پېریان نیسي او دا یاد د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ یو داسې ټکان رامنځته کوي چې له شدت یې د آمو سیند خارق العاده رواني څپې زېږوي او د دواړو هیوادونو څنډې لړزوي. جمعه نمنګاني او طاهر یولداش د اوزبیکستان اسلامي حرکت بنسټ ایښودونکي دي چې دوی د تاجیکستان له کورنۍ جګړې وروسته په کال ۱۹۹۸ کې یاد حزب جوړ کړ. د دې حزب موخه اساساً دا وه چې په اوزبیکستان کې د اسلام کریموف سیکولار نظام ړنګ او هلته یو اسلامي حکومت قایم کړي. د اوزبیکستان حکومت په تاشکند کې د ۱۹۹۷ میلادي کال د بمي چادونو پړه پر دوی ور واچوله او په همدې تور یې په غیابت کې پر اعدام محکوم کړل.

د دې وضعیت په وړاندې راتلو سره د اوزبیکستان حکومت د محکمې د حکم د تنفیذ په موخه د دې هیواد په جنوب شرقي سیمو کې د دوی پر نفوذي ساحو پوځي هجوم ور ووړ او د دې حرکت سلګونه پلویان یې ووژل. جمعه نمنګاني او طاهر یولداش پوه شوي و چې دوی هم د عیني برخلیک ګرداو ته ور غوځول کیږي. په دې وخت کې د افغانستان شمال د طالبانو لخوا کنترولېدلو. طاهر یولداش او جمعه نمنګاني دا فرصت تر لاسه کړ چې د طالبانو څخه په مشروط پناه غوښتلو سره د آمو دې غاړې ته د اوښتلو اجازه تر لاسه کړي او خپل ژوندونه وژغوري.

افغانستان ته دوی ته د راتګ اجازه ورکول د طالبانو لخوا په یوه نیت او فکر و، خو د طالبانو سره د دوی بیعت په بله طمع و. طالبانو دوی ته د مظلومو مسلمانانو په صفت پناه ورکړه، خو د دوی فکر دا و چې د پناه تر څنګ به طالبان په اوزبیکستان کې د دوی سره د دوی د اهداف په تر لاسه کولو کې هم مرسته کوي.

په ډیر کم وخت کې د اوزبیکستان د اسلامي حرکت مشران په دې پوه شول چې د طالبانو په سیاسي پالیسۍ کې د ګاونډېو هیوادونو پر وړاندې د پوځي اختلال کومه برنامه نشته. نو دوی په ډیر سرعت سره په سیمه کې د اسلامیستو جنګیالېو حرکتونو سره خپلې اړیکې ټینګې کړې. دوی د پناه ځای د لرو لپاره خپلې اړیکې د پاکستاني طالبانو سره ژورې بوتلې چې دوی بیا عمدتاً په شمالي وزیرستان کې دیره شول. بیا د دې لپاره چې په اوزبیکستان کې خپلو اهدافو ته ځان نژدې کړي، د افغانستان د شمالشرقي پولو په امتداد کې یې د خپل نفوذ د ډیرولو په هدف د چین په لودیځ کې د ختیځ ترکستان، د قزاقانو د اسلامي حرکت او ځینو تاجیکستاني ګروپونو سره روابط جوړ کړل. دوی د دې اړیکو د پراختیا لپاره شمالي وزیرستان خپل مرکز تاکلی و او له همغه ځایه یې اوزبیکستان ته د نفوذ او داخلېدلو پلانونه جوړول. د دې هر څه سره، سره دوی و نه توانیدل چې اوزبیکستان ته داخل شي. که څه هم د دوی آیدلوژي پاناسلامیزم وه خو بیا هم دوی د خپلو شا او خوا ۱۰۰۰ کسه جنګیالېو سره د داعش سره یو ځای شول.

اوس دا ډله د داعشي آیدلوژۍ سره تلاش کوي چې اوزبیکستان ته داخل شي او هلته خپل اهداف تر لاسه کړي. دوی اخیراً د خپلو کورنېو سره په داسې حال کې د اوزبیکستان مرزي ساحو ته ځانونه ورسول چې زمونږ ځمکه او اسمان د امریکا لخوا کنټرولیدله. یو وار آوازه شوه چې دا خلک نا معلومې الوتکې له جنوب څخه شمال ته انتقالوي. له بلې خوا اوزبیکستان په دې ښه پوه دی چې هم افغانستان ته د دې خلکو د اوښتلو په وخت کې او هم په حاضر حال کې یوازنۍ ډله چې اوزبیکستان ته یې د داعش تر چتر لاندې د اوزبیکستان د اسلامي حرکت مخه ونیوله او نیولې یې ده، هغه فقط طالبان دي؛ ځکه یې د امریکا لخوا د انتصابي حکومت په پرتله ډیر قدر او عزت روان کړی. دوی پر دې هم پوه دي چې دا د طالبانو نظامي او سیاسي لنګر دی چې د ټولې مرکزي آسیا د راتلونکي ثبات او تعادل به تعینوي.

بې شکه چې اوزبیکستان د طالبانو لخوا د شهید ملاداد الله رحمه الله پر قومنده د یوه تندریز وهم لحظات اوس هم په یاد لري. یو وار په بلخ کې د سرې او پرېښنا د فابریکې یوه پرزه خرابه شوې وه چې نشتون یې د دې فابریکې د فعالیت او تولید بهیر ګواښلو. د دې سره، سره چې دې فابریکې ځان ته د پروزو جوړولو یو اساسي ورکشاپ هم درلود، خو دا پرزه هلته د جوړېدا یا تولیدلو وړ نه وه او فقط د روسیې په اقمارو هیوادونو کې پیدا کېدله؛ ځکه دا فابریکه د روسانو لخوا جوړه شوې وه. په پستکي باندې یو مشهور افغان تاجر به معمولاً د حیرتان پر پله پورې غاړې ته د فابریکې د پرزو د رانیولو لپاره تګ راتګ کولو. یوه ورځ د اوزبیکستان هیواد د حیرتان پر پله یو کانتینر کېښود تر څو د افغانستان لخوا تګ راتګ متوقف شي. ښه مې په زړه دي چې په همدې وخت کې شهید ملا دادالله رحمت الله علیه د تخار د جګړیزو خطونو د ځپلو لپاره پر طالباني لښکرو پوښل شوېو ۱۸۰ ډاډسنو سره مزار شریف ښار ته داخل شوی و. ممکن اوزبیکستان جوزجان ته د ملا داد الله په را رسیدلو سره خبر شوی و او احتیاطاً به یې په کومه بله بهانه پر حیرتان پل کانتینر ایښی و. په هر صورت، د سرې برېښنا تولیدات د طالبانو د مالي ملاتړ لپاره ډیر اهمیت درلود. د حیرتان پل د تړل کېدو موضوع تر بلخ وروسته په سرعت کندهار ته مخابره شوي و. کله چې ملادادالله بلخ ته را ورسید، تر لږ تم کېدو وروسته قرار دا و چې د کندز له لارې تخار ته ځان ورسوي، خو فکر کړم له مرکز څخه یې د حیرتان د پله د بندیدلو د معضل د حل فرمان تر لاسه کړی و. نو ملا دادالله تر تخار مخکې د نژدې دوه سوه ډاډسنو سره د حیرتان د پله پر لور روان شو. د پله غاړې ته په رسیدو سره یې یو طالب ته د پیکا (ثقیل) یو شرید مرمېو د هوایي ډزولو قومنده ورکړه. ۲۴۰ هوایي مرمېو د هوا سینه وڅیرله او داد الله ملنګ د پله دې غاړې ته پر وچ ډاګ کېښناست، خپله مصنوعي پښه یې له زنګون څخه را خلاصه کړه او خپل څنګ ته یې کېښوده. وروسته یې د اوزبیکستان لور ته د پله د بندولو د علت د بیان مسئله مخابره شوه. د پیکا د دې یو شرید مرمېو ضربه د اوزبیکستان حکومت دومره ورخطا کړی و چې له دفاع وزارت یې لاره ورکه وه چې اوس د هیواد جنوب یعني د پله لور ته منډه وکړي یا د هیواد شمال لور یعني روسیې ته. دقایق نه و تېر چې په ازوبیکستان کې د ملګرو ملتونو استازي او اوزبیکستاني چار واکي په یوه سپینه الوتکه کې را ورسېدل، د پله پر پورې غاړې پیاده شول او ملا دادالله څخه یې د پله له بندیدلو څخه معذرت و غوښت او پل یې د افغانستان پر مخ خلاص کړ.

اوس چې اوزبیکستان د طالبانو سره داسې چلند کوي، حقیقتاً د سیمې تر ټولو هیوادونو یې ښه پېژني او د خپل هیواد امنیت، ثبات، اقتصاد او راتلونکې د دوی د موقف سره په بشپړه توګه تړې بولي.

د ۱۳۹۸ کال عرفه
کابل افغانستان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اجرونه مو په نصيب شه د توپکيانو په وخت کی پاکستان څو ځايه تر سرحد رامخته شوی و ، د طالبانو په راتګ سره بيا هم دا سپين سترګی په خپلو نويو پوستو کی وه خو طالبانو له کندهاره بيا تر جلال آباده د دوی اووه پوستی وروالوزولی هر واری يی څو کسه ورمړه او څو ژوندی ونيول او نور يی په تښيه کی تر شا هم نه کتل. ښه می پياد دی بی بی سی ويل د طالبانو مشر د ايران و جګړی ته نوی قوماندان ټاکلی ، ويل قوماندان صاحب ايران پر سرحد دری سوه زره عسکر د… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

کريم وطنوال صاحب ډېر ښه او ښکلي معلومات مو ليکلي الله سبحانه دي اجر در کړي ، ډېره مننه کورمو ودان.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د تاریخ په اوږدو کی ډیر اسلامی هیوادونه خصوصاً د لویدیځی او منځنی آسیا هیوادونه د اسلامی ثقافت په ایجاد او بشپړتیا کی د پام وړ ونډه لری. تاشکند او سمر قند او بخارا هم د سیاسی- مذهبی- ثقافتی پیښو د زانګو حیثیت لری.مسکو ته ددی سیمی ( منځنی آسیا)نژدی والی ددی لامل سو چی دا سیمه هم د تزار او هم د کمونیزم خصوصاً کمونیزم په تورو او بی رحمه منګولو کی را ښکیل سی. که څه هم ددی سیمی تاریخی- اسلامی ځینی ارزښتمن آثار د کمونسټانو د حاکمیت په وخت کی د تخریب او ویرانی څخه په امان… نور لوستل »

فهیم بادغیسی
میلمه
فهیم بادغیسی

این تعبیرشماکاملا اشتباه است
درحال که قرآن برعکس شما می فرماید
که آگاه باشد عزت ازانی الله ورسول ومومنین است
وقت که قرآن بگوید دیگه نیازنیست که شما کدام قبیله ویازبان را موردی توهین قرار داهید