افغانستان

یوناما: د جګړې ښکېل اړخونه دې د اختر په ورځو کې له حوصلې کار واخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۸ل):په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې«یوناما» د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي څو د اختر په ورځو کې له تشدد او وژنو لاس واخلي.

د یوناما له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي « ددې لپاره چې افغانان وکولای شي د اختر مبارکې ورځې په خوښۍ ولمانځي، زه د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غواړم څو د اختر په ورځو کې له ځانه تحمل، صبر او حوصله وښيي او له تشدد لاس واخلي».

خبرپاڼه زیاتوي « هیله لرم د یووالي هغه فلسفه چې د لوی اختر په ورځو کې نغښتې په راتلونکې کې هم دوام ومومي او د سولې د روانې پروسې بریا ته لاره پرانیزي».

یوناما داسې مهال د جګړې له ښکېلو اړخونو د تشدد د کمولو هیله لري؛ چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر « شیخ هبت الله اخندزاده» د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې له خپلو جنګیالیو غوښتي وو څو د هیوادوالو د خوښۍ لپاره لازم تدابیر ونیسي او د هغوی امنیت او ساتنې ته پام وکړي.

طالب مشر ددې تر څنګ په دولتي عسکرو هم غږ کړی وو څو له جګړې لاس واخلي او د «اشغال» په پای ته رسولو کې له دوی سره مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x