کرېکټ بورډ د محمد شهزاد تړون د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې غوره لوبغاړي او ويکټ کيپر «محمد شهزاد» تړون د کرېکټ بورډ له اصولو څخه د پرله پسې سرغړونو له کبله د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اصولو له مخې، يو لوبغاړی د کرېکټ بورډ د اجازې سره سم بل هېواد ته سفر کولای شي خو محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده.

تېره ورځ محمد شهزاد د پيښور ښار په يوه ځايي لوبغالي کې د تمريناتو پرمهال ليدل شوی و چې پاکستاني رسنيو پرې راپورونه خپاره کړل او يو شمېر نور لوبغاړي يې هم په دغو لوبغالو کې په تمريناتو ترسره کولو تورن کړل.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې محمد شهزاد د کرېکټ نړیوال جام پر مهال هم د سرغړونې له امله د جولایي ۲۰مه او ۲۵مه نېټه د ادارې د انضباطي کمېټې په غوښتنه نه دی حاضر شوی چې په اړوند به یې له لوی اختر وروسته هم د انضباطي کمېټې له لوري ناسته وشي، قضیه به یې څېړل کېږي او وروستي جزیات به یې له ټولو هېوادوالو سره شریک شي.

د کرېکټ بورډ په وينا چې اوسمهال په هېواد کې د کرېکټ لوبغاړو لپاره د تمریناتو په ډګر کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوي او لوبغاړي اړتیا نه لري چې د تمریناتو په موخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

خو له بل پلوه د ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي لا هم په پاکستان کې بشپړ کورونه لري، چې له جملې يې راشد خان، محمد شهزاد، شفيق الله شفق، دولت ځدران او ځينې نور دي چې کرېکټ بورډ يې په اړه چوپه خوله دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د