افغانستان

اشرف غني: زموږ کمزوری حکومت د سولې په برخه کې د پرېکړو واک نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وایي، حکومت یې د سولې په تړاو د پرېکړو کولو واک نه لري؛ نو ځکه اړینه ده ټاکنې وشي او د سولې په تړاو د پریکړو واک راتلونکي حکومت ته وسپارل شي.

غني چې په ارګ کې یې د اختر په مناسبت خپله وینا اوروله، وویل « د ملي وحدت حکومت د خپلې واکمنۍ وروستۍ ورځې تېروي، نو ځکه نشي کولای د سولې په تړاو پرېکړې وکړي».

نوموړي د پوښتنې په ډول وویل « ایا یو ضعیف حکومت د سولې په تړاو پریکړې کولای شي؟ ایا یو حکومت چې خپلې وروستۍ قانوني ورځې تېروي د پریکړو واک لري؟ سوله قاطعیت او واک غواړي».

د غني په قول، ټاکنې لومړیتوب لري، ټول اړین تدابیر ورته نیول شوي  نو ځکه باید ټاکنې وشي او په دې توګه سره د یو منتخب حکومت له لارې د سولې په تړاو قاطع پریکړې وشي.

نوموړي له دې، سره سوله مشروطه وبلله او په خبره یې، ستمي او ګوندي سوله ورته د منلو وړ نه ده او نه هم هغه دورې ته ستنېدای شي چې نجونې به په دورو ویل کېدې او ماشومان به له مکتب پاتې کېدل.

د ګډ حکومت مشر داسې وخت د سولې په تړاو د پرېکړو په برخه کې خپل حکومت بې واکه بولي، چې د طالب او امریکایي لوري تر منځ مذاکرات د توافق په درشل کې دي او تمه ده له هغه وروسته د حکومت په ګډون له ټولو سیاسي جهتونو سره بین الافغاني خبرې پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ډاکټر صاحب اشرف غني ډېر ښه وايي. اوسنی حکومت هغه ډېر بوډا او مزمن ناروغ غوندي ګرځېدلی دی او هيڅ روغ ځای پکښي پاته نه دی، ځکه نو د ډېر ضعف او بې واکۍ له امله د سولي په اړه د پرېکړو واک او وړتيا په رښتيا هم هيڅ نه لري او له بله پلوه د دې حکومت د پای ټکي ته د رسېدو لپاره يو څو په شمار ورځي پاټه دي. له بله پلوه زموږ سياسيون او د خلکو بېل بېل اقشار هم په همدې اوسنيو نامناسبو شرايطو کي د انتخاباتو د ځڼډېدو او سولي ته د لومړيتوب ورکولو… نور لوستل »

pattang

په دورو وهل خو مونږ ندي لیدلي خو که فوزیه کوفي یې وهل یې نو دا خو یې اسلامی کار یې کړی دی !
غني جانه منافقه اوس خپلې لکۍ ته خولې اچوې !

عبدالله جان صافی

دریس جمهورداکترصاحب محمداشرف غنی ویناکاملآ پرځای ده بلکه په افغان ولس باندی اړینه ده چی دی موضوع ته په جدی توګه پام وکړی.ددی سولی په نوم چی کوم دفریب اوچال بازی ا دډول چی له تیرو لسو میاشتو غږول کیږی دا دهر افغان وګړی دپام وړده که لږ ورته په عمیقه ډول فکر وکړی.طالبانوپه زړه کی که چیرته یوه زره هم ددی هیواد اووګړو لپاره خواخوږی درلودلی نو ددی سولی په نوم ددی ډول غږولو سره سم به یی په تول هیواد کی لومړی ددی ولس دوینوتویدو دمخنیوپه خاطربه لومړی اوربند اعلان کړی وای.دیهودیانو پرځای به یی لومړی خپلوافغانانوورنوسره ناسته… نور لوستل »

سیدګل اغابنوری

غنی صاحب ! دخبرودی اظطراب اووارخطائی په ډاګه ښکاری ؟ لمړی ته وائی چه داحکومت ،ضعیف دی ،اصلاً حکومت شتون نلری ،په اجیرانوپه بډو اورشوتونو حکومت نه قانونی کیږی ،اونه چلیږی ؟ نوپټ دغارڅخه ویل اونطاقی کول ، اویوڅوملوسی څیری درته ناست اوپه چکچکو ئی داسی خوشاله کړی ئی لکه ماشوم ته چه چاکلیټ ورکړی ؟ دوم: داچه ستاپه خپل اقرار ته انتخابات وکړی نوستاحکومت داوسنی حالت څخه به نورهم ضعیف اوغیرقانونی شی، ته فکرکوی چه نوو انتخاباتوکی به تاسره جنیات اوپیریان ګ‌ډون وکړی اوتا به قوی کړی هیڅکله نه داستاجنون دی؟،مه دالله مخلوق نورکړوه اومه نور په حکومت کی… نور لوستل »

ابوالوفاء

د دغه د واک د لېوني عاشق له دغو اوتوبوتو څخه ښکاري چي دی اصلا د سولي له خبرو څخه ځان کاږي او د سولي په وړاندي يو په بل پسې مشکلات او خنډونه ايجادوي. تر پرونه يې خليلزاد په کابل کي څو ورځي راګرځولی وو او د پنځلس کسيز مذاکراتي ټيم ډول يې ډنګاوه، خو نن بيا هغه خبري پاته سوې او دا بل ډول ډنګوي. له دې څخه معلوميږي چي دا سړی له خپل واک پرته بل هيڅ نه غواړي. په خليلزاد يې هم پوسخند وواهه او د سولي په مذاکراتو هم ډرۍ وهي. زه وېره لرم چي… نور لوستل »

جميل

د دی ليونی غلام مفکر حکومت بيا کله په څه شی کی واک درلودی چی اوس يی نلری .
غلام به څه وی او واک به يی څه وی .

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x