
عطاء محمد نور: د کمپاینونو ځنډول زموږ د ټیم د پاشل کېدلو په معنی نه دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۸ل): د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس « عطاء محمد نور» وایي، ټيم یې متحد دی او دا چې کمپاینونه یې ځنډولي د ټيم د پاشل کېدلو معنی نه ورکوي.
عطاء محمد نور د اختر په مناسبت خپاره کړي پيغام کې لیکلي « سږ کال عید په داسې یو وخت راځي چې ټاکنیز کمپاینونه په شدت روان دي او ټاکنیز ټیمونه د یو بل په وړاندې صفونه تړي؛ خو د تاسف ځای دی چې حاکم ټیم له ملي سرمایې ناوړه ګټه اخلي، د ځان لپاره ټول څه خوښوي خو د نورو لپاره هيڅ شی هم نه».
د نوموړي په خبره « د کمپاینونو ځنډول د سولې او اعتدال ټیم د مشرانو په مشوره ترسره شوي، دا د ټيم د ټوټه کېدلو په معنی نه دي، زموږ موخه داده څو په نظام کې د لومړي وزیر چوکۍ رامنځته او سولې ته لومړیتوب ورکړو.
عطاء محمد نور ددې تر څنګ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي څو په ټاکنو پام وساتي او د روڼوالي تضمین یې وکړي.
د سولې او اعتدال ټيم داسې مهال د ټيم د اتحاد خبر ورکوي، چې د ټاکنیزو منډو ترړو له پیل سره سم د یاد ټیم دننه د اختلافاتو تر رسنیز کېدو وروسته د ټيم د رهبرۍ له لوري ټاکنیز کمپاینونه ودرول شول.
د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ دوهم مرستیال محمد محقق په خپله فسبوکپاڼه ولیکل، چې د ټیم ملګرو ورسره ناځواني وکړه خو دی به بیا هم هڅه وکړي د حزب وحدت ګوند د سیاسي معامله یوه برخه واوسي.