افغانستان

لوګر: د اختر په لومړۍ ورځ هوايي برید دوه سپین ږیري وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۸ل): د لوګر ولایت په مرکز کې د بهرنیو ځواکونو بمبار دوه تنه سپين ږيري ولسي وګړي وژلي.

د سرچینو په خبره، برید نن د اختر په لومړۍ ورځ مرکز پورې اړوند «احمد خان کلا»  نومي سیمه کې شوی او دوه تنه سپین ږیري چې ځمکه یې خړوبوله پکې وژل شوي.

بهرني ځواکونه داسې مهال ولسي وګړي د خپلو هوایي بریدونو نښه ګرځوي، چې ملګري ملتونه او د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی د جګړې په ښکېلو خواوو غږ کوي؛ څو د اختر په ورځو کې له تشدد لاس واخلي.

د طالبانو مشر «شېخ هبت الله اخندزاده» په اختریز پیغام کې په خپلو جنګیالو غږ کړی چې د ولس د هوساینې او خوښۍ لپاره دې هر ډول لازم اقدامات ونیسي.

له دې سره، سره طالبانو د اختر په مناسبت لسګونه سرتېري چې په جګړه کې نیول شوي وو؛ له بنده خوشي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x