کشمير بايد آزاد سي، خو دا ربړه د افغانستان د سولي سره هيڅ تړاو نه لري

عبدالمالک همت

لکه چي پوهيږو په دې ورځو کي د امريکا او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ له ګران هيواد افغانستان څخه د نيواکګرو پوځونو د وتلو پر سر خبري د توافق او برياليتوب پولي ته رسېدلي دي.

حقيقت دادی چي دې خبرو په امريکا، افغانستان او سیمه کي ژوري اغېزي لرلي او ډول ډول عکس العملونه يې را پارولي دي.

د ګران هيواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو لپاره د افغان ولس د بې خرتو سرښندنو، ملي هيوادنيو مبارزو او اسلامي سپېڅلي جهاد ثمر راوړلو ډېر امريکايي او افغاني دبړه ماران سخت وارخطا کړي دي. اوس به د امريکايي ښکېلاک ډېرو ګوډاګيانو ته دا فکرونه په مغزو کي ورګرځي چي اوس نو د پيپسي تش بوتل ځني جوړ سوی او خدای زده چي کومي زباله دانۍ ته به ور وغورځول سي. همداراز څنګه چي په چاپېر کي د دغسي مبارزو د برياليتوب انعکاس اسير او مظلوم ولسونه د خپلو آزاديو ترلاسه کولو ته را پاڅوي او خوځوي، ځکه نو ښکېلاکګر ځواکونه سخت په تشويش کي کيږي او په وارخطايي او خرخښو کي لوېږي. په دې لړ کي د هند د مندرونو پنډټان انګېري چي که افغان ولس له امريکايي ښکېلاکګرو څخه خپلواکي بيرته وګټله په کشمير کي به زموږ تر اسارت لاندي کسان پر موږ رڼه ورځ توره شپه کړي او د دې ځمکي پر سر جنت (کشمير) به د تل لپاره را باندي حرام ګړي. ځکه يې نو په خورا سراسيمه توب په شرارت ګوتي پوري کړې، د کشميريانو هغه نيم بنده خپلواکي يې ځني صلب کړه، نور ډله ډله پوځيان يې ور واستول او هلته د اضطراري حالت په نافذولو سره يې بې وزلي کشميري مسلمانان له نورو زياتو کړاوونو سره مخامخ کړل.

پاکستاني فاسدو سياستوالو چي د هند دا اقدام وليد پر يوبل باندي د ډول ډول تورونو تړلو سربېره يې د هند دا بزدلانه اقدام په افغانستان کي په سوله پوري وتاړه او پر امريکايانو باندي په ناز کولو سره يې دا چاره د افغانستان په سوله کي د دوی د مرستو له امله وبلله. خو حقيقت دادی چي د دوی دا خبري هسي یې ځايه اوتي بوتي دي، دوی د افغانستان د سولي په اړه هيڅ مرسته نه ده کړې. دوی که ټرامپ په خپلو ټګيو برګيو تېر ايستلی وي ودي سي، خو اصل حقيقت دادی چي د دوی شر جوت دي اما خير يې موږ ته هيڅ نه دی رسېدلی. بلکي دا به ور په ياد کړو چي زموږ له پاکي خاوري څخه د اشغال شړل دوی هم بې اغيزي نه پرېږدي. سيند جلا خپلواکي ځني غواړي، بلوچيستان جلا او خيبر پښتونخوا جلا او د خلکو په اصطلاح پاکستاني طالبان او د پښتون ژغورني غورځنګ يې هم په وړاندي ولاړ دي. ان شاء الله که خدای کول زموږ د خپلواکۍ د بيرته ګټلو سره به دا ټول خپل تحرکات ور ته څوچنده کړي. بيا به نو پنجابيات په ساندو ساندو چيغي وهي چي:«پټهان آګيا سب مرګيا».

په هر صورت کشميري مظلومان او په پاکستان کي د خپلواکي غوښتونکو غورځنګونو غړي او منسوبين زموږ مسلمان وروړه دي، پر موږ يې ننګه او ملاتړ لازم دی. دوی هم حق لري چي د نړۍ د خپلواکو ولسونو په کتار کي آزاد او خپلواک واوسي، موږ يې د داعيو ملاتړ کوو او له الله سبحانه څخه خواست کوو چي زموږ او د نړي د ټولو مظلومو مسلمانانو په شمول يې د کفارو او ظالمو قوتونو څخه په خير او عافيت وژغوري او موږ ټولو ته توفيق را په برخه کړي چي د ده سبحانه وتعالی د دين په ښه خدمت کولو سره هغه سرلوړی او بيرغ يې پر ټوله نړي لوړ وساتو. والسلام.

او تر دغي مقالې وروسته مي دغه ستا مورد اعتراض مقاله د کشمير د سوابقو په هکله د خپلو افغانانو د مغلوماتو لپاره نن ټکي ته ولېږل، خو نن ټکي والاوو لومړۍ مقاله نه ده خپره کړې او دوهمه يې خپره کړې ده.

او زه نه پوهېږم چي دوی ولي داسي کړي دي.

که دوی دغه لومړۍ مقاله لومړی خپره کړې وای اوس به ستاسو تر نيوکي نه وای لاندي.

په هر صورت ګرانه وروره دغه کشمير هم احمدشاه بابا رحمة الله عليه موږ ته را ګټلی وو او (۶۷) کاله زموږ د هيواد يو ولايت وو، خو زموږ د بې اتفاقيو او جنګ جګړو له امله سيکانو را څخه لاندي کړ.

نو ګرانه اوس که موږ مېړونه سو او دغه خپل د استوګني ټاټوبي بيرته د ځان کړو دا به هم لو خبره وي. زه چي پوهېږم هند او پاکستان دواړه زموږ ډېر سخت دښمنان دي. ما په دواړو هيوادونو کي د مهاجرت ډېري ترخې شپې تېري کړي دي. او د افغانانو سره د دوی دواړو دښمنۍ مي له نژدې او په بصيرت سره درک کړي دي. خبري ډېري دي نور بس !

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د