«وخت لکه سره زر» کتاب تازه له چاپه راووت

دا کتاب ډېوې همت لور ليکلی دی، د هغې پلار استاذ عبدالمالک همت بيا کتنه پر کړې ده. کمپوز يې هم خپله ليکوالي کړی او په کابل کي نوي مستقبل خپرندويي ټولني خپور کړی دی.

د کتاب تر سرليک لاندي دغه تکي راغلي دي:

(د وخت د ارزښت او په ګټورو کارونو باندي د هغه د بوختولو، په بې ځايه نه تېرولو او د عالمانو او پوهانو د ژوند ليکونو په رڼا کي د هغه د تنظيمولو او سپمولو د ګټورو لارو چارو ټولګه).

د کتاب د متن بشپړ ليکلړ په دې ډول دی:

مخکنۍ خبري

د وخت ارزښت د اسلام له نظره

په اسلام کي ډېر کارونه پر وخت وېشل سوي دي

وخت لوى نعمت دى

وخت لږ دى

وخت ژر تيريږي

د دې نړۍ بېلګه

وخت مه ضايع کوئ!

وخت ضايع کول يو ډول ځان وژنه ده

تېر سوى وخت بيا نه راګرځي

ځان په کار اخته کړئ، بې کاره مه کښېنئ!

وخت لکه سره زر

وخت غنيمت وګڼئ!

د نن کارسبا ته مه پرېږدئ

دا هم د ” تسويف“ په هکله

له حاضر وخت څخه ګټه واخلئ

په چټي کارونو وخت مه ضايع کوئ!

وخت نه ذخيره کيږي!

وخت ضايع کول د لوى څښتن د غضب لامل ګرځي

د عمر په اړه پوښتنه اوحساب کيږي!

ځانته مهال وېش جوړ کړئ

سهار وختي راکښېنئ

موږ ولي وروسته پاته يو؟

تر اوسه مو عمر څنګه تېرکړى دى؟

وخت څنګه له ضايع کېدو څخه وژغورو؟

د وخت قدر او ارزښت د عالمانو له نظره

وخت وايي

اخيستليک

د کتاب د شا پر پښتۍ باندي د کتاب له متن څخه دغه کرښي را اخيستلي سوي دي:

د پښتنو متل دی، وايي:” وخت لکه سره زر“. يا وايي: ”وخت سره زر دي“. په عربي کي وايي:”الوقت من ذهب“. (وخت هم سره زر دي). انګرېزان وايي:” Time is Money“ (وخت پيسې، شته، زر دي). ځينو علمای کرامو پر ”الوقت من ذهب“باندي اعتراضونه او نيوکي کړي دي، وايي دا د انګرېزانو او لوېديځوالو متل دی. څنګه چي دوی مادي پال دي او زر دوی ته هر څه دي، نو وخت د زرو غوندي ګڼي. خو موږ مسلمانان وايو چي وخت تر سرو زرو هم قېمتي او ارزښتمن دی، ځکه وخت ته هيڅ بيه نه سي ايښوول کېدای . او وايي چي د مسلمانانو په نزد وخت ګردسره ژوند دی.

زما په اند دا سمه خبره ده چي وخت تر زرو ډېر ارزښت لري، ځکه لکه دوی رحمهم الله چي فرمايي سره زر په پيسو رانيول کيږي او په بازار کي پلورل کيږي، خو وخت نه خرڅيږي او نه رانيول کيږي.
اما تر کومه ځايه چي زموږ پښتنو د متل په اړه زه پوهېږم د دغه متل مطلب دانه دی چي ګواکي وخت د سرو زرو په کچه دی.

زموږ ټول متلونه د دغه متل په شمول زموږ د اولنو غوره، ارزښتناکي او تللي او پخې، زريني او د مرغلرو غوندي ويناوي دي، چي لوی او غوره مقاصد پکښي نغښتي دي.

د دې متل موخه او معنا داده چي وخت د انسان پانګه او ارزښتناک شته باله سي. نو لکه چي انسان خپلو تر ټولو ښو او ارزښتناکو شتو ته زښته زياته پاملرنه کوي، په تېره په هغو کي سره زر ډېر ښه ساتي او حفاظت يې کوي او پام ورته کوي ، وخت ته هم بايد دغسي ټينګ پام وسي او په تپاک او احتياط سره وساتل سي، په پوهه او تدبير سره ګټه ځني واخيستل سي او د بې ځايه استعمال او د ضايع کېدو مخه يې ونيوله سي او لکه انسان چي خپله پانګه په ښو او ګټورو چارو کي په کار اچوي او پر ښو لارو يې لګوي، همدغسي وخت هم په کار واچوي او ويې لګوي.

د دغه کتاب د خپروونکي ټولني پته داده:

نوې مستقبل خپرندويه ټولنه، د شاداب ظفر بلاکونو ته مخامخ، کوټه سنګي، کابل.
ښايي کتاب په دې نژدې وختونو کي د کابل او ولايتونو نورو کتاب پلورنځيو ته هم ورسيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د