شعـــــرونه

غزل؛ طالب الهام

طالب الهام 
ترږمۍ بویه رڼا پسې روانه
اوښکه نه شوه په ژړاپسې روانه

که ترسترګودې جګړه درعداوبرق شوه
ورېځ به پورته شي برېښنا پسې روانه

کاږه زړونه به بیاژمن کاندي ایمانته
معجزه چې شي عصا پسې روانه

اسویلۍ شه په دعا پسې روانه
ښېرا مه شه په اروا پسې روانه

بیابه یاد دحسین ولمانځي په اوښکو
که سلګۍ شوه کربلا پسې روانه

ښایي ژر به مې دزړه مورچه کړي ړنګه
ستا غمزه شوله رسا پسې روانه

سهوه نغښتې له فطرته هرانسان کې
له آدمه شوه حوا پسې روانه

ګمراهي ابن سبا پسې روانه
اندېښنه شوه حرورا پسې روانه

ګوندې ژریې حقیقت درته څرګندشي
پلټنه کړه تر شا پسې روانه

سرچینه به دهمه ؤ ګناهو شي
که چامینه کړه دنیا پسې روانه

ژربه مړه دجهالت کړي تورتمونه
رڼایي شوه له حرا پسې روانه

فهم ګران شودطالب الهام غزل کې
چې ټپه یې شوه معما پسې روانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x