د طالبانو او امریکا تر منځ اتم پړاو مذاکرات له «رغنده» پرمختګ سره یو ځای پای ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ ۲زمری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو او امریکا تر منځ اتم پړاو مذاکرات چې د روانې میلادي میاشتې په څلورمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې وو،  تېره شپه ناوخته له رغنده پرمختګ سره یو ځای پای ته ورسېدل.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «دمذاکراتو اتم پړاو بیګا شپه تر دوه نیمو بجو د مذاکراتي ټیمونو په مسلسل کار کولو سره بشپړ شو، اوږده او ګټور مذاکرات وو، موافقه مو وکړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې وکړو.»

د طالبانو او امریکا تر منځ اتم پړاو مذاکرات چې د نورو پړاوونو په پرتله رغنده او له سترو پرمختګونو سره مل وو، تمه ترې کېده د دواړو لورو تر منځ د نړیوالو شاهدانو په حضور کې توافقنامه لاسلیک شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

ه دی کی خوکومه دپرمختګ خبره نشه ټول هغه زړی خبری دی مجاهد صاحب هیله ده ولس ته وضاحت ورکړی چی هلته څه روان دی؟ زه وایم خدای مه کړه ددی کافرانوپه دام کی ګیر نشی وس لاوخت دچاری دی قطر دفتر ته مو ښه غټ قلف ورواچوی او خلیلزاد منافق ته سره کرښه تاوکړی چی یاجنګ یاسوله هغه هم په2ورځوکی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

الله ج فرمایی چه کفارو ته په جنګ کی د روغی جوړی هیله او لاس غځونه مه کوی، مورال مو شکته او د کفارو مورال پورته کوی ، خو که کفارو د روغی جوړی وړاندیز وکړی او رشتونی وی ویی منی مګر به احتاط ورسره چلند کوی د کفر معنی حق پټونه ده، په خپلو ژمنو نه دریږی په روغه جوړه که د هغو لاسته راوړنو هڅی لری چه په جنګ کی یی نه دی ترلاسه کړی. مګر طالب مجاهدین له اوله رشتونی، مخلصین ، متقیان او استشهادیان دی الله ج یی په شهادتو ویاړنه کوی په هماغه ډول چه… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

بیانزی صیب: استشهادیان څه ته وایی؟ آیا پدی باره کی کوم حدیث، ایت د قرآن راغلی؟ استشهادیان یعنی همدغه انتحاریان خو زه له تانه چی ځان ملا ملا کوی واضحه بیان په حدیث او ایت سره غواړم. یو بل ورکوټی سوال: آیا د احد یا د بدر په غزواتو کی هم داسی استشهادیان ول لکه چی دا اوس په کابل ځان وژنه کوی؟ مننه

اجمل
میلمه
اجمل

بیانزی آخند: زما ځواب دی را نکړ. دا استشهادیان د احد او بدر جګړی کی هم ول یا کنه؟ آیا په احادیثو او آبتونو د استشهاد څه راغلی یا خوسی له خپلی ګیډی نه آیت و حدیث جوړه وی؟ د قطر دفتر ته چی قفل واچوی بیانو سفرونه هم بندیږی او د ملایان خیټی به هم وبو شی، ښه خبره ده.

اجمل
میلمه
اجمل

مشرانو سره خبری، نه چی ټول#### نکړی. مشران هیڅکله د سولی نغواړی.