افغانستان

امریکایي ورځپاڼه: طالبان بیا راروان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ ۲زمری، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې « نشنل انټرسټ» خپله ننۍ ګڼه د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتي بهیر ارزونې او په افغانستان کې د طالبانو راتلونکې ته بېله کړې.

ورځپاڼه لیکي « په افغانستان کې طالبان تر پخوا زیات پیاوړي شوي، نظامي تکیې یې پيدا کړې او دا یو تریخ حقیقت دی چې هغوی اوس د افغان ټولنې د یوې غوښنې برخې استازیتوب کوي؛ مګر د افغان حکومت زیاته برخه چارواکي بیا له بهر څخه راغلي او د ځايي خلګو د دود او کلتور سره نا اشنا دي ».

مطلب وړاندې زیاتوي « د امریکا او افغان حکومت ځیني تېروتنې ددې لامل شوې چې طالبان د ولس په منځ کې ريښې وغځوي او  لسګونه زره جنګیالي خپلو لیکو ته جذب کړي».

سرچینه د افغانستان جنوبي ولایتونه په ځانګړي ډول پښتون مشتي سیمې د طالبانو په پیاوړتیا کې د ژور رول لرونکې بولي، چې په خبره یې، د طالبانو بیا ځلې سر راپورته کولو ته یې زمینه برابره کړې.

د ورځپاڼې په باور، کندهار، هلمند، ارزګان او زابل هغه ولایتونه دي چې د جګړې هر اړخ پکې د رسوخ درلودلو په صورت کې بریالۍ کېدای شي؛ ځکه دا ولایتونه له پاکستان او ایران سره د سوداګرۍ غوره لارې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

پر افغان ولس باندي د امريکايي اشغال دا تپل سوی ګوډاګی حکومت خو د امريکايي زبرځواک پوځ په ملاتړ او مليارډونو لګښتونو واکمن دی، خو که خبره د ولس د ملاتړ سي بې له يو شمېر په پيسو رانيولو سوو کسانو نور ټول ولس د طالبانو ملاتړ کوي . د حکومت منسوبين په ښارونو کي د سمېټي دېوالونو تر شا لا ځانونه نه سي خوندي کولای، خو طالبان په ټول افغانستان کي د ولس په منځ کي اوسي او ولس يې تر شا ولاړ دی. هر افغان حکومت د امريکې د اشغالګرو لاسپوځۍ هيواد پلوری بولي او طالبان د هيواد… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو لمړی د الله ج په نا پایانه دلبار کی هیله لرم او ننواتی کوم چه د طالب مجاهدینو او مشرتابه دا ناپایانه قربانیو او هلی ځلو فی الدارین اجرونه ورکړی او مونږ هم د دوی په ډله کی وشمیری .
دوهم: طالب مجاهدینو او مشرانو او ټول مظلوم اولس ته د دی بی ساری بریالیتوب مبارکی وایو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x