افغانستان

پکتیا: ګډو ځواکونو د ښوونکو او محصلینو په ګډون ۱۱ تنه ولسي وګړي وژلي/ انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ پورې اړوند «کلالګو» نومي سیمه کې امریکایي ځواکونو د خپلو داخلي همسنګرو په ملتیا د ولسي وګړو په کورونو چاپه اچولې او د ۱۱ تنو ولسي وګړو په وژلو یې لسګونه کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې. د ځايي سرچینو له قوله، تېره شپه ګډو ځواکونو په کلالګو نومي سیمه کې په یوه کلي چاپه واچوله او د ښوونکو او محصلینو په ګډون یې ۱۱ تنه چې زیاتره یې د اختر د رخصتۍ تېرولو په نیت خپلو کورونو ته راغلي وو؛ ووژل. د سرچینو له قوله، ګډو ځواکونو د خلګو د کورنو دروازې یې په بمونو والوزلې او ګڼ شمېر نقلیه وسایطو ته یې اور ورته وکړ. د ګډ حکومت د ملي امنیت ریاست بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویاړ کړی، چې زرمت یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې. خو نن ټکی اسیا ته رسېدلی لاندې نوملړ ښيي، چې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي وو.

۱- استاد شفیع الله ولد ولد ډاکتر الفت د کلالګو لیسه کې د فزیک څانګي استاد

۲- قاري انعام الله ولد ډاکتر الفت د مدرسې طالب العلم

۳- انصارالله وقاص ولد ډاکتر قدرت د پکتیا پوهنتون تعلیم او تربیې دوهم کال محصل

۴- حیات الله ولد محمد مختار کابل کې د یوې خصوصي لیسې استاد

۵- راحت الله ولد عبدالله محصل او په غزني ولایت کې دوکاندار

۶- حکمت الله ولد عبدالله دولت زایو لیسه کې استاد

۷ـ نصرت الله ولد عبدالله محصل او په غزني کې دوکاندار

۸- محمد اصف ولد عزیزالله دولت خان عالي لیسه کې مدیر

۹- فدامحمد ولد محمد یوسف دهقان

۱۰- نصرالله ولد دورک دهقان

۱۱ـ فتح الله ولد جمعه ګل دهقان

حکومت او امریکا داسې مهال د افغانانو وژلو ته کار ویلی، چې طالبانو د اختر په مناسبت د جګړې په ډګر کې نیول شوي حکومتي ځواکونه د لارې له مصرف سره یو ځای کورونو ته لېږلي او د اختر له پیل تر دې دمه یې هیڅ برید نه دی ترسره کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
HAJI KHAN

الله د رحم وکی

Ahmed

ېا الله
له دئ ظالېمانو سره حساب وکړه
ته ئ په خپل قدرت سره نابود کړه
امېن ېا رب

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x