په زرمت کې شهید شوي محصلین

سبا به اشرف غني هم (شهید) وي او (پاکستان) به وژلی وي

ډاکټر پارسا

د اشرف غني او امر الله صالح عسکرو د اختر په دوهمه شپه په زرمت کې عملیات کړي دي. د زرمت لویدیځ کې د کلالګو لوی کلی پروت دی چې کوچنی بازار هم لري. په بازار کې ډاکټر الفت او ډاکټر قدرت دوه مشهور سپین ږیري ډاکټران دي چې په ټول ژوند یې له طبابت پرته بل کار نه دی کړی. دوی په سیمه کې دوه داسې سپین ږیري دي چې دخیر په کارونو، له بې وسه او مسکینانو سره په مرسته او د علم اړخ ته د ځوانانو په تشویق شهرت لري.

تیره شپه چې د اختر دوهمه شپه راځي د اشرف غني عسکرو په کلالګو کلي او په خاص ډول د همدې دوو سپین ږیرو ډاکټر صاحبانو په کورونه چاپه وهلې. د ډاکټر الفت دوه زامن( استاد شفیع الله د کلالګو لیسه کې د فزیک څانګي استاد او
قاري انعام الله  د مدرسې طالب العلم) او د ډاکټر قدرت یو زلمی زوی(انصارالله د پکتیا پوهنتون تعلیم او تربیې د دوهم کال محصل) یې په شهادت رسولي دي. له دې علاوه یې څو تنه نور معلمین او عام کلیوال هم شهیدان کړي چې نومونه او شهرت یې په دې ډول دی.

حیات الله ولد محمد مختار کابل کې د یوې خصوصي لیسې استاد
راحت الله ولد عبدالله محصل او په غزني ولایت کې دوکاندار

حکمت الله ولد عبدالله د دولت زیو لیسه کې استاد

نصرت الله ولد عبدالله د پوهنتون محصل او په غزني کې دوکاندار
محمد اصف ولد عزیزالله دولت خان عالي لیسه کې مدیر.
فدامحمد ولد محمد یوسف دهقان.
نصرالله ولد دورک دهقان.
فتح الله ولد جمعه ګل دهقان.

دغه یوولس تنه چې ټول یې ځوانان او اکثره یې محصلین او معلمین دي، په نیمه شپه راغلیو چاپه مارانو د اختر په جامو کې ووژل. مګر هیڅوک دا پوښتنه نه ځوابوي چې آخر ولې؟ په کوم جرم؟ ګناه او ملامتیا یې څه وه؟ دوی خو یو هم په اصطلاح دهشتګر نه و؟ دوی خو اکثره د هغو دولتي مکاتبو او پوهنتونونو شاګردان و چې واک یې د اشرف غني له ادارې سره دی. بالاخره د دې قتل عام دلیل او توجیه څه ده؟؟؟

هیڅوک په دې پوښتنه سر نه خوږوي. اشرف غني مختار کل پاچا دی، امرالله صالح یي مرستیال دی او ویل کیږي چې په راتلونکو ټاکنو کې یې بریا هم حتمي ده. د فیسبوک زیاتره کرایي لیکوالان ټول اشرف غني کرایه کړي. درسته ورځ ( د ځار اشرف غني بابا) سندرې وایي. حتی د همدې زرمت ولسوالۍ داسې ځوانان پیژنم چې ټوله شپه د اشرف غني د څرخکو له ډاره په بستره کې ویښ ناست وي. خو په فیسبوک به یې بیا هم د عصر د لوی قاتل ( اشرف غني) انځور لګولی وي او مفت کمپاین به  ورته کوي.

د زرمت د کلالګو بوږنوونکې پیښه لومړی او یا وروستۍ نه ده. هره شپه همداسې مظالم ترسره کیږي. اشرف غنی او پلویان یې فکر کوي چې وژل کیدونکې افغان کلیوال بې څوکه او بې وسه مخلوق دی. بس په نیمه شپه یې ووژنه، کور یې ور تباه کړه او نور تېر په هیر، هیڅ کیسه او بازخواست نلري.

یو وخت د اشرف غني سلف ډاکټر نجیب هم همداسې انګیرلې وه. د خاد په ځواکمنه څوکۍ ناست و. په نیمو شپو یې خلک له کورونو را ایستل او د ده سبز په دښتو کې یې تر خاورو لاندې کول. فکر یې کاوه چې د افغان وینه د چرګ تر وینې هم بې ارزښته ده. په نیمه شپه یې ووژنه، بالا هیڅ کیسه نلري.

خو ورځې تېریدې، یو وخت د زمانې صفحه واوښته. د ډاکټر نجیب لخوا د وژل شویو افغانانو یتیمو زامنو پاڅون وکړ. پاڅون په څپو شو. د طالبانو تحریک وبلل شو، کابل یې ونیو، تر دې چې د شهیدانو د وارثانو لاس د لوی قاتل نجیب تر ستوني ورسید. دکمونیزم ځپلو شهداوو  وارثانو ډاکټر نجیب کټ مټ هماغسې په نیمه شپه را ویوست. هماغسې بېباکه او ناترسه یې په مرمیو غلبیل کړ، وروسته یې د اریانا چوک د ترافیکو په لکړه را ځوړند کړ.

ډاکټر نجیب یوازې د خپل عمل سزا ولیده. خو اوس یې پلویانو اوازه ګډه کړې، وای ډاکټر نجیب شهید دی او پاکستان وژلی دی(!!) دوی داسې فکر کوي لکه نجیب چې سپينه پرښته وه، د افغانانو سره یې هیڅ دوسیه نه درلوده او یوازې د پاکستان د دښمنۍ پور یې په غاړه و. حال دا چې نجیب په ټول عمر یو پاکستانی هم نه و وژلی چې متقابلا یي پاکستان ووژني. بلکې په لکونو افغانان یې شهیدان کړي وو.  چې باید د خپل اعمالو سزا یې لیدلې وای.

اوس اشرف غني هم بې خاره قتل عام جاري ساتلی، هره شپه شل دیرش افغان زلمیان د خپلو میندو په وړاندې وژني. کورونه تباه کوي او حریمونه پایمالوي. دی فکر کوي چې په نن پسې سبا نشته، تل به همدا اشرف خان او همدغه یې سره اوښان وي. خو له دې ناخبره دی چې پښتون چا ته د چرګې پور نه ورپریږدي. سړی خو لا ډیره درنه خبره ده. په والله بالله ثم تالله چې د اشرف غني خاندان به سل کاله بعد هم د دې وینو حساب ورکړي. د پښتون دروازه چې چا په سوک ووهله نو د خپلې دروازې د لګدمالۍ انتظار دې کوي.

په افغانستان کې هر څه پیښیدلای شي، ډیر امکان شته چې امریکایان ووځي او اشرف غني د دې اولس رحم کرم ته پاته شي. ممکن یوه شپه بیا بیا په کابل هماغه تجربه تکرار شي چې د ډاکټر نجیب په وار پیښه شوې وه. ممکن ډاکټر غني د کوم افغان انتقامي ګوزار ته سیخ شي او د جنرال رازق په شان یې له سینې مرمۍ وروباسي. هغه وخت به بیا اوازې ګرځي چې هلئ پاکستان مړ کړ. شهید دی او اتل دی.

د څه شي شهید او د څه شي اتل؟؟ آیا د زرګونو شهیدو ځوانانو په انتقام کې وژل شوی هم شهید بلل کیږي؟؟  آیا د شاشجاع غوندې د اولس د غچ په اور کې لولپه شوی ګوډاګی هم اتل وي؟؟

فانتظروا انا منتظرون

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

ظالم ته دی خدای تعالی سزا ورکی چی هر سوک وی په هر نامه وی. خبره د داکتر نجیب ده زه یی پر شه او بد خبری نه کوم ظلم او عمل یی اوس دلاری مل دی، خو دا باید ومنی جنابه چی هغه تالیب نه بلکی د ای اس ای استخباراتو لمری مر بیا زندی کر، دا هر سه یی د طالب په نامه ورکرل. پر هغه چوک یی وزراوه چی د پاکستان په خلاف یی یو وخت خلک راتول کری ول. پاکستان ته دا مهمه نه ده چی کمونیست دی که مسلمان هغوی ته خپل گتی مهمی دی.… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

عبدالله صاحب ! نه پوهیږم تاسی تل ژویلی خبری لیکی هره عقیده چه لری د نر په شان یی په ډاګه ولیکه. تاسی د نجیب ګاو به اړه لیکی چه زه یی په ښه او بد څه نه لیکم ولی یی نه لیکی هغه شه والی نه درلود او بد یی داسی نه وو چه شراب یی چښل او یا نوری شخصی بدی کړنی یی لرلی هغه د خاد ریس او بیا جمهور ریس شو زما همدومره او به عسکری کی هم سره یوځآی وو ( تعلیمی غوڼد کی ) هبه میلونو افغانان یی په دی جرم وژلی وو چه… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

مجاهد صاحب، که زما اولنی جملی ته متوجه سی واضح می د ظلم اروند سه لیکلی. که ستا هدف زما نظر او عقیده وی نو لاندی می نظر او عقیده درته لیکم. د نجیب په ظلم کی هیخ شبه نشته چی زما دملک خخه پاریس جوروی چی د الله تعالی قوانین نه غواری دا خدمت می یی نه دی په کار، دا که نجیب وی که طالب. مجاهد وروره! زما عقیده: هر سوک چی د الله تعالی ددین تابع وی که افغان وی، روسی وی، امریکایی وی، عرب وی یا عجم زما ورور او قسم په الله تعالی مینه ور… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

ستاسی د دی تبصری ځواب می پورته اصلی تبصری کی لیکلی ویی ولولۍ

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

که دادونه لوی کار(آی،ایس،آی)کړۍ وی دالله رحمت دی پروسی چه دافغانستان سټالن یی مردارکړۍ وی – دلته موضوع پاکستان او افغانستان ندۍ اسلامی اخوت دۍ څونه خدمت چه ضیاءالحق شهید اسلام ته وکۍ ترعبدالرحمن بن عوف کم ندۍ،که ملامحمد عمرکمونسټاپیژند لای اوامام خمینی غوندی ترتیغ تیرکړی وای نن به امریکاپه افغانستان کی نه وای اشرفۍ به یاپه جهنم کی وای یاامریکا کی افغانستان به یوخودکفیله مترقی ملک وای.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پارسا صاحب ! ښکلی لیکنه دی لیکلی وه په حقایقو یی تکیه لرله ،مګر اوله کی چه می د لیکنی عنوان ولوست زړه می وو چه لیکنه ونه لولم ، ما ویل جه د ملحد غنی کوم نمک خور ځه ګډی وډی لیکلی دی . مګر وروسته د لیکنی محتویات په حقایقو تکیه لرله نو ستاینه یی کوم مننه

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

ډاکټره وروره عنوان دی غلت لیکلۍ دۍ ، داسی عنوان ورته پکاردی که سبا دافغانستان سټالن مردارسی خلک یی دپاکستان همت بولی:

مجاهد
میلمه
مجاهد

عبدالله صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! فکر کوم تاسی ښه عقیده لری مګر مونږ او تاسی د نفسی او شیطانی لغزشو سره مخ یو، او کله د نورو د تبلیغاتو شکار کیږو. دا چه تاسی دا ځل د خپلی ښی عقیدی اظهار نظر کړی خوشاله شوم. زه په دی اړه ډیر حریص یم چه د مسلمانانو ورونو توصیو ته هم غوږ ونیسم او که مسلمانو ورونو کی کوم لغزش وینم څه ورته ولیکم ګوندی خلاوی ډکی شی. د طالب مجاهدینو او مشرانو به اړه : دا منم چه طالبان د پیغمبرانو په شان معصومیت نه لری… نور لوستل »