شعـــــرونه

د زرمت غمیزه/ قاري سعید

قاري سعید

سور د خپلو وینو په خوناب لکه ناسور زرمت

بیا شهید شهید دی، لکه (سیف) لکه (منصور) زرمت

څه یې ده ګناه، څه یې خطا یو څه خو ووایئ!

ولې قتلوئ په کوم کتاب، په کوم دستور زرمت

سپین ګلورین ژڼي یې لوګی د سپیلنو په شان

عصر د نمرود خپلو بچو ته کړ تنور زرمت

هلته یې ملا ویشتلی، دلته محصل شهید

وینې څښي په شانې د شرابو له انګور زرمت

هېر به شي هر څه، خو وخته دا به په زړه پاته وي

وار ته د بې ننګو، تش لاسي زما د غیور زرمت

دا که په رښتیا وه د ایمان او د غیرت خاوره

غواړي به حساب د خپلو سرو وینو ضرور زرمت

وپوښته ( سعیده) له درو د شاهیکوټ څخه

څه کړي؟ د کوم جرم ګناه کې دی محصور زرمت؟

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close