
کورنیو چارو وزارت: د امنیتي سرتېرو د ازادېدو په تړاو د طالبانو ادعا حقیقت نه لري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو له لوري د «۷۶» تنو امنیتي سرتېرو د ازادېدو ادعا یو تبلیغاتي اعلان وو او هیڅ حقیقت نه لري.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چې له بېلابېلو ولایتونو څخه یې راټول کړي، ښيي چې تر دې دمه د امنیتی سرتېرو له ډلې هیڅ یو تن هم نه دی ازاد شوی».
خبرپاڼه زیاتوي « په تېرو څو ورځو کې هیڅ امنیتي سرتېری د طالبانو له بنده خلاص شوی نه دی، د امنیتي سرتېرو د خلاصون ادعا بېځایه او یوازې تبلیغاتي اړخ لري، که چېرې طالبان رښتیا هم د امنیتي سرتېرو د خلاصولو نیت لري باید د هغوی لست نشر کړي او په دې توګه د افغانستان خلګو ته خپله ادعا ثابته کړي».
د کورنیو چارو وزارت وروسته له هغه د طالبانو له لوري د بندیانو د خلاصون ادعا ردوي، چې د روانې اسد میاشتې په ۱۹ نېټه طالبانو د یوې اعلامیې له لارې خبر ورکړ، د خپل مشر په امر یې ۷۶ تنه دولتي عسکر چې په بېلابېلو وختونو کې د جګړې په مهال نیول شوي وو؛ ازاد کړي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، خلاص کړل شویو عسکرو ته یې د لارې کرایه او نوې جامې هم ورکړي.
76 prisoners were released in various provinces of the country on the occasion of #EidAlAdha in accordance with the decree of #AmirUlMumineen https://t.co/3bulJsv32O
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 10, 2019
د طالبانو دا ګام په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه وستایل شو او له حکومت هم وغوښتل شول؛ څو د طالب بندیانو په خلاصولو سره سولې ته ښه نیت څرګند کړي.
كه دي امارت اسلامي بيان او اعلان حقيقت نه لري دي زرمت وحشيانة فاجعه خوحقيقت لري؟؟؟؟
دا ستاسی نوم څه معنی لری، او ناڅاپه دا نوم له کومه راپیدا شو
اسلامی امارت او دروغ
?????!
هېڅ کله نه
دا ده کابل شرمېدلی بلکه
خدائ ج
شرمولئ اداره نه ده چی ېو ئ ېو څه او بل ئ بل څه وائ
او ېا سهار ېوڅه ماشام بل څه وائ
احمد صاحب ! اشغلګر او د هغوی غلامان ( باطل ) خو د حق هره رشتونی او مخلصانه لاسته راوړنو د پاره ګډی وډی خبری کوی چه په مټ یی عامه ذهنیت ته بدلون ورکړی . د حق او باطل مقایسه یعنی د کفر او اسلامی مقایسه ده ، قران کی ورته د رڼا او تاریکی مثال یاد شوی کفر تاریکی او حق پټونی ته وایی. که طالبان رښتونی نه وایی د امریکا په شان ابرقدرت سره چه ۴۹ نور کفری هیوادونه هم ورسره بدرګه کوی ۱۸ کاله بریالی جنګ ته ادامه نه شوه ورکولای او پنه اویا سلنه خاوره… نور لوستل »