په زرمت کې شهید شوي محصلین

د زرمت ناورین/ چینار ټکور

چینار ټکور

بیا دي په مظلومو پرګنو باندي غوغا ده
پاڅه شاهیکوټه توره وکاږه غزا ده

پاڅه دزرمت دنازولو کړیکي نه اورې؟
پاڅېږه رادرومه دلته جوړه کربلاده

هله، دجګړې دقومندې امیر دي وټاکه
هله ، دغربي لېوانو بیا درته سودا ده

بیا یوځلي کړیکه که ویده غازي راپورته که
بیا دسرو شین سترګو راروان اناکونډا ده

وخته ددې هرڅه حساب غواړو ګوره یاد ساته
وینه مو مباح ولي ده ؟ کومه مو ګنا ده ؟

هیله ده (ټکور) به مي دزړه ژور زخمونه شي
خدای ته مي نیولې زخمي لپو کې دعا ده

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

داخبره سمه نده چنګیز که هرڅومره ظالم وو بیاهم خپلواک ټولواک وو
ولې اشرف غني بې چاره یو مزدور ګوټی ده دکرایې قاتل ده چنګېز دمغولو دامپراطورۍ دوسعت لپاره نور خلک ووژل خو اشرف غني بې غیرته دامریکا دامپراطورۍ لپاره خپل اولس وژني
چنګېز که زموږ لپاره هرڅومره بدنوم ده خو دمغولو لپاره دسترفاتح لوی امپراطو ر اوقهرمان نوم ده
خو داحمدزیو داتورمخی دخپل ملت لپاره دپردیو دجاسوس اوبې ننګه غلام حیثیت لري

چنګېز داشرف په پرتله لوړ شخصیت ده

امپراطور جنګېز له غلام غني سره مه پرتله کوۍ

دچنګېز سپکاوی مه کوۍ