ډاکټر غني د ناټو تر چتر لاندې د غوځ ملاتړ ماموریت مرستیال ته د «غازي میر بچه خان» مډال ورکړ. (ارشيف انځور)

چنګیز په افغانۍ بڼه کې!!

نور احمد نور

چنګیز په ظلم کې ډیر مشهور و او ډیر سخت ظلمونه یې وکړل.ویل کیږي چنګیز به خپلو قوماندانو ته د ککریو د منارونه په جوړولو انعام ورکاوه، هر قومندان به چې ډیر خلک وژلي او د ککریو منار به یې لوړ وو نو چنګیز به له هغه زیات خوشحاله کیده ځکه به یې قومندانانو کوشش کاوه تر څو زیات وګړي ووژني او د چنګیز زړه خپل کړي.

د چنګیز لشکرو به چې په کوم ښار ونیو نو د هغه ښار په وګړو به یې قیامت نازل کړ.د ښار ودانۍ، مساجد او مدرسې به یې ټولې له خاورو سره خاورې کولې.

ویل کیږي چنګیز چې کله بخارا ونیوله نو یې په خپل لنډ خطاب کې د بخارا اولس ته وویل: زما لښکر ستړی دی او اسان یې وږي دي نو تاسي د خپلو کورونو دروازې زما د عسکرو په وړاندې خلاصي پرېږدۍ تر څو هغوی دمه پکې وکړي او خپل کښتونه مو د لښکر اسونو ته پریږدۍ تر څو یې وږي نسونه پرې ماړه شي.

چیرته مې ولوستل: چې یوې امریکایي میرمنې په چنګیزخان تحقیق کړی و او چنګیز یې د انسانیت د قاتل پر ځای د انسانیت محسن ګڼلی و، منطق او دلیل یې دا وړاندې کړی و چې د انسانانو شمیر په ډیریدو و که چنګیز د انسانانو عام وژنه نه وای کړې نو په نړۍ کې به د انسانانو ژوند د هغوی د شمېر د ډیرښت له کبله ستونزمن شوی وای.

خو حیران دې ته شوم چې په همدې تحقیق نوموړې ته ستره جائزه ورکول شوې وه.ځکه اصلا د دې تحقیق شالید دا و چې چنګیز مسلمانان وژلي و.کټ مټ همدا پالیسي په افغانستان کې  افغاني چنګیز اشرف غنی هم خپله کړې ده.

له عامه کورنو نیولې بیا تر مقدسو ځایونو لکه مسجد، مدرسه او خانقا په هیڅ هم صرفه نکوي، ړندې بمبارۍ دي چې د اشغالګرو په ملتیا یې سر ته رسوې او تقریبا هره ورځ هیوادوال د غم په ټغر ناست وي.

په قندوز کې یې مدرسه بمبار کړه او په لسهاوو تنکي ماشومان یې په شهادت ورسول.

په فراه کې یې هم ورته عمل تر سره کړ.

د تګاب مدرسه حمیدیه یې لوټي لوټي کړه.

د غزني په نورالمدارس یې چاپه ووهله.

د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په نامه جوړ شوی ښار عمري ښار یې له خاورو سره خاوري کړ.

په هلمند کې یې په څو څو ځله عام اولس بې دریغه بمبار کړ.

د هیوادوالو ناموس ته یې لاس ور واچاوه له زابل او هلمنده یې تور سرې ویوړې.

په قندوز کې یې عسکرو په ښځو تیری وکړ..

درګرده په میدان وردګ کې عام وژنه کوي هره ورځ جنازې وي، ویرونه وي او عامه خلګ د چنګیزیانو ظلمونه په سترګو ویني.

او دا دی د اختر په دا مبارکو او له خوښیو ډکو شپو ورځو کې هم عام اولس خوښۍ ته پرېنشود او د  پکتیا په زرمت کې یې بې دریغه ځوانان او سپین ږیري په وینو ولمبول او یو ځل بیا یې هیوادوال په زړه زخمي او له خوښیو بې برخې کړل.

مطلب د چنګیزي دور هیڅ داسي کردار به پاتي نه وي چې غنی چنګیز دې په هغه کې تر چنګیزیانو پاتې راغلی وي او داسې برېښي چې غني چنګیز به هم د اولس په ځورولو خپلو قومندانو ته انعام ورکوي ځکه خو یې هر یو تر بل اوه برخې بد تر وي.

فیسبوکې اربکیان یې کړنې ستایي او د څېړنو پایلې یې دا دي چې د عامو افغانانو وژل د طالبانو زور ختموي او دا د طالبانو په وړاندې پر ځای عمل ګڼي.

ښایې دوی به هم د څیړنو د جائزو په طمعه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
8 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

الله ج دی دا کافر او بی رحمه چنګیز تباه کړی او هغه غلامان یی په الهی قهر ګرفتاره کړی چی تاید د چنګیز کوی

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تکړه، نور احمد نور ته، هر ظلم چه دولت او امریکایی کوی،عامل یی طالیب ، او د دی اشغال او د امریکایانو راوستلو عامل هم طالیب دی ،ځکه چه، ولی یی بن لادن امریکا باندی برید کولو ته پریښود؟ ولی یی بن لادن امریکا ته نه سپاره؟ ولی یی اتلس کاله مخکی القاعده سره روابط نه شکول؟ ولی اوس القاعده سره راوابط قعطع کوی؟اوس خو یی میلیونونه افغانان په تباه کړل. که چیری یی اتلس کاله مخکی دا کارونه کړی وای ،ولی به امریکا راتلو؟ ولی به خلک تباه کیدل؟ولی به افغانستان دوه سوه کاله شاته پاتی کیده؟ نو… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

نور احمد وروره! په دی کی خو هیڅ شک نسته چی د انګلوساکسون د نظامی او ملکی بچانو پر پلیدو اوږو د غازیانو په اوچت نوم ویاړل سوی مډالونو ځړول په حقیقت کی هغو درنو غازیانو او حتی د ټول افغان وولس رُڼ موجودیت ته ستر توهین ګڼل کیږی، څوک نه پوهیږی چی زموږ واکمنان په کوم ملی جرئت دا د عزت خلاف کړنی تر سره کوی امّا خبره داده چی د یو بی ګناه انسان او افغان ناحق وژنه یوه ستره ګناه ګڼل کیږی هغه که ستا خبره د چنګیز پلاس وی او که د جنګیز، فرق نلری، خدای… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

د غمی پشتین خبری کټ مټ د یو امریکایی اشغلګر خبری دی چه د سپټمبر یوولسمه فاجعه یی افغانستان کی د الهی نظام ویجاړولو او په ځای یی د درغلنی دموکراسی ( لکه ع،غ او مداری کرزی ) یی زمونږ د مظلوم اولس د وژلو د باره به تخت کینول. اسامه رح د سپټمبر فاجعه کی لاس نه درلود پاکستانی غلام محمد میر د امرکیا په دستور او رشوت د اسامه خبری غلطی ترجمه او خپری کړی وی، د امریکا غلام پشتین صاحب صرف ( ۹ / ۱۱ ) کمپیوتر کی ولیکه تر زرو زیاتی مسندی ویدیو ګانی به وګوری… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

بيشکه چی چنګيز ظالم و خو بيشرفه غنی غوندی غلام ، خاين او دومره احمق نه و چی د خپل دين ، هيواد او د خپل ولس سره خيانت وکړی او په پرديو يی خرڅ کړی .

حکیمي
میلمه
حکیمي

زماتبصره هم دې ته ورته وه خو سایټ نده خپره کړې

اجمل
میلمه
اجمل

عمری ښار. وایی چی لکه سینګاپور غوندی ماڼی او تعمیرونه یی درلودل که څنګه؟ غنی که مسجدونو بمبارد وی تاسی په مسجدو کی انتحاری کوی. خړ سپی د لوه ورور دی. تاسی دواړه بیوزله افغانان وژنی او دواړه د پردیو جاسوسان یی.

اجمل
میلمه
اجمل

د طالبانو انتحاری په ښارونو کی، د بیوزلو خلکو ناحقه وژل تاسی ټول له چنګیز نه کم نیاست.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

څه موده مخکی د کابل په شپږم حوزه کی انتحاری حمله وشو چی د چاودنی په ځای کی اوبه هم راوتلی دی چی زیاتره کابل میشتی وایی چی دا حمله د زنبق د څلور لاری او شاه شهید د حملی سره ورته ده چی هغه وخت کی دواړه حملی د کروز توغندی یاد کړی مګر هغه دواړه او دا حمله بیا طالبانو تایید کړ مګر هغو خپلو ملګرو ورنه پوښتنه ونه کړ چی په اسلام کی درواغ ویل حرام دی نو تاسی ولی دروغ وایی