ټکنالوژي

سامسنګ ولې د ګلیکسي نوټ ۱۰ او نوټ ۱۰ پلس څخه د «غوږیو» ځای لرې کړی دی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری ۱۳۹۸ل): سامسنګ کمپنۍ د ګلکسي نوټ ۱۰ او نوټ ۱۰ پلس مبایلونو څخه چې تازه بازار ته وړاندې شوي د غوږیو یا هیډفون ځای لرې کړی دی.

د سامسنګ نوټ ۱۰ او نوټ ۱۰ پلس لپاره مشتریان مجبور دي چې یا خو د بلوتوت اسانتیا لرونکي غوږي واخلي یا هم ډونګل په نوم ډیوایس استعمال کړي څو عام غوږي له مبایل سره وصل کړي.

سامسنګ هغه ویديوګانې هم له یوټیوب څخه لرې کړي چېرې یې چې پخوا په آی فون باندې مسخرې کړې وې چې د هیډفون یا د غوږیو ځای نه لري.

خو سامسنګ وايي چې د غوږیو ځای یې ځکه د نوټ ۱۰ او نوټ ۱۰ پلس  څخه لرې کړی دی څو د مبایل بیترۍ ۱۰۰ mAh نوره هم زیاته شي او که هیډفون وای نو د نوټ ۱۰ مبایل بیترۍ به ۳۴۰۰ mAh او نوټ ۱۰ پلس به ۴۲۰۰ وای.

د کمپنۍ په وینا  د هیډفون جیک headphone jack د لرې کولو سره د مبایل د وایبریشن یا اهتزاز سستم هم ښه شوی دی.

سامسنګ نوټ ۱۰ پلس مبایل ۶.۸ انچه سکرین لري، د ۳۰۴۰+۱۰۴۰ OLED سکرین غوره ډیسپلی ورکړل شوې ده، په دې کې د مخې خوا ته د سکرین پرمنځ د ټاکي په شکل سیلفي کامره ورکړل شوې خو شاخوا ته یې څلور کامرې ځای پرځای شوي، چې ۱۶ میګا پېکسله اضافي پراخه زاویې، ۱۲میګا پېکسله د عکس غوره والي او فوکس او دریمه هم ۱۲ میګا پېکسله کامره ورکړل شوې ده. په دې کې د ویدیو هر ډول سمونه او رنګ بدلونه شونې ده، د هر سخت کار او ثقیل ګیم ترسره کولو وړتیا هم لري.

نوټ ۱۰ مبایل بیا ۶.۳ انچه ډیسپلی لري چې ۲۲۸۰+۱۰۸۰ ریزولوشن لري، دغه مبایل هم د تېر په څېر پراسیسر، د سیلفي کامره او درې کامرې شاته لري، د ۸ جي بي ریم لرلو سره د ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي داخلې حافظه لري، په دې مبایل کې ۳۵۰۰ ملي امپیره بیترۍ ورکړل شوې ده.

نوټ ۱۰ مبایل «۹۵۰» امریکایي ډالره چې شاوخوا (۷۴۲۷۸) افغانۍ، او نوټ ۱۰ پلس «۱۱۰۰» امریکایي ډالره چې (۸۶۰۰۶) افغانۍ کیږي- بیه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x