افغانستان

سور صلیب: په روانه جګړه کې باید د ملکي اهدافو احترام او ساتنه وسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د سره صلیب ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کچې د زیاتوب په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې ښکېل اړخونه دي د ملکیانو او ملکي اهدافو احترام او ساتنه وکړي.

نن ټکی اسیا ته په رسیدلي یوه خبرپاڼه کې سره صلیب ویلي چې د سولې د مذاکراتو سربېره په افغانستان کې جګړه شدیده شوې او تاثیر یې پر ملکیانو زیات شوی دی. غوښتنه یې کړې چې د جګړې ښکېل اړخونه دي د ملکيانو ژوند ته پاملرنه زیاته کړي.

د سره صلیب په وینا هوايي بمبار، شپنۍ چاپې، په صحرايي او ښاري سیمو کې بریدونه او جګړې ددې سبب کیږي چې ملکیان، ښځې، ماشومان او نارینوو ته مرګ ژوبله واوړي، همداسي ولسي کورونه، مسجدونه، مکتبونه، مارکیټونه، او روغتیايې مرکزونه په نښه کیږي چې له امله یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي او ملکي تاسیسات لمنځه ځي.

په افغانستان کې د سره صلب ادارې مشر خوان پدرو سکارر ویلي: «ښکېل اړخونه د ملکيانو مرګ ژوبلې ته کمه پاملرنه کوي، د ملکیانو ژوند ته باید احترام او د هغوی ساتنه وشي».

سره صلیب غوښتنه کړې چې د بشري مرستو رسوونکو ته، صحي مراکزو او همداسي د صحت په برخه کې کارکوونکو ته باید احترام وسي، او ملکیانو ته اجازه ورکړل شي چې صحي خدماتو او بشري مرستو ته لاسرسی ولري.

سره صلیب په افغانستان کې د بندیانو پر وضعیت هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې بندیانو ته باید صحي خدمات، پاکې اوبه، پاک لباس، د صحت او پاکي ساتنې لپاره سامان ورکړل سي او هغوی باید د خپلو کورنیو سره د اړیکو اسانتیا ولري.

او زیاته کړې، که څه هم په افغانستان کې بشري خدماتو ته اړتیا زیاته شوې، خو روان امنیتي وضعیت دا سخته کړې چې اړمنو کسانو ته پر وخت کومک ورسیږي، ځکه چې د تیرو کلونو په پرتله د بشري مرسته رسوونکو پر ضد هم عملیات زیات سوي دي.

دغې ادارې زیاته کړې چې ددوی پر فعالیت د بندیزونو وروسته دوی خپل یو شمېر فعالیتونه متوقف کړي دي چې په هغو کې په لیري پرتو سیمو کې د ټپيانو تداوي، صحي مراکزو ته د هغوی انتقال، د جګړې له ډګره د اجسادو انتقال، د بندیانو او کورنیو تر منځ د لیدنې او اړیکو اسانتیا او همداسي د بندیانو د وضعیت څارنه درولې ده.
سره صليب ويلي چې دوی افغانستان ته متعهد دي، د عاجلو بشري مرستو رسونې لپاره لاسرسي ته اړتیا لري او د بشري حقونو د نړیوالو اصولو پر اساس دوی ته باید اجازه ورکړل شي تر څو په بېطرفۍ سره خپل کومکونه ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x