نيوزويک: پنټاګون د طالبانو پر ضد د عملياتو درولو يا محدودولو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): امریکايي رسنۍ وايي، د دفاع وزارت «پنټاګون» په افغانستان کې خپلو قومندانانو ته امر کړی، چې د طالبانو پر ضد عمليات په بشپړه توګه ودرولي او يا يې هم محدود کړي.

نيوزويک مجلې د پنټاګون چارواکو له قوله ليکلي، دفاع وزارت په افغانستان کې امریکايي جنرالانو ته امر کړی، د طالبانو پر ضد تهاجمي بریدونه محدود او يا هم په بشپړ ډول ودروي او همدارنګه د افغان عسکرو روزنه هم بنده کړي.

نيوزويک د طالبانو پر ضد د عملياتو درولو او يا محدودولو پرېکړې په اړه رپوټ په داسې حال کې خپور کړی، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اتم پړاو تازه پای ته رسېدلی دی.

طالبانو او امریکا د اتم پړاو خبرې له لاسته راوړنو او پرمختګونو ډکې بللي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له خپل مرکچي ټيم سره د اتم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته امریکا ته تللی دی.

زلمي خليزاد د قطر وروستۍ خبرې ګټورې بللي دي.

هغه په خپله ټويټرپاڼه کې هيله څرګنده کړې، چې دغه اختر دې د افغانستان جګړې وروستی اختر شي.

طالبانو هم دغه خبرې ګټورې بللي دي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د سولې خبرې اوږدې او ګټورې وې او له مسلسلو بحثونو او کار وروسته دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې د خبرو او مسودې وروستي جزئيات له خپلو مشرانو سره شريک کړي.

ویل کيږي، چې امریکا او طالبان د ټولو بهرنيو پوځيانو په وتلو او له افغانستانه امریکا او ايتلافیانو ته يې د ګواښ نه پېښدو په اړه موافقې ته رسېدلي او کېدای شي په لنډ وخت کې د هوکړې لاسلیکولو لپاره سره جرګه شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

الحمد لله الحمد لله ثم الحمد لله — د الله جل جلاله څونده لوی طاقت دی په خپل فضل ؤ کرم سره یي د ډیر کمزورو انسانانو بي اسبابو انسانانو پر مټ د جهان لوی طاغوت راوپرزاوه ، پر ګوندو یی کې — ټولو مؤمنانو ته دي مبارک وي خصوصا هغو کسانوته چې د جهاد په لار کې یی بی ساری قربانۍ ورکړی دي — د الله رب العزة څخه د نورو بریاؤ غوښتنه کوم — اللهم انصر من نصر الاسلام والمسلمین واخذل من خذل الاسلام والمسلمین

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

حکومتونه لکه واوری داسی دی ملتونه لکه غرونه داسی دی ډیری واوری به ویلی سی لاکن غرونه به پرخپل ځای ولاړپاته سی

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

يوې بلي رسنۍ بيا په دې اړه نسبتاً مفصل خبر په دې ډول خپور کړی دی: امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد عملیات ودرول امریکايي رسنۍ وايي چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د اتم پړاو خبرو له پای ته رسېدو سره په یو وخت په افغانستان کې امریکايی پوځیانو د طالبانو پر ضد عملیات درولي دي. نیوزویک مجلې تېره شپه ناوخته راپور ورکړ، سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ نهايي موافقه لا لاسلیک شوې نه ده خو د پینتاګون (د امریکا دفاع وزارت) جګپوړو چارواکو ورته ویلي چې په افغانستان کې… نور لوستل »