نړۍ

امریکه: سي آی ای پرآی ایس آی باور نه لری، ډرون بریدونه دپاکستان غوښتنه ده

drone_attacks_in_wazeristan(نیویارک مانیټرینګ سیل، این این آی) امریکني ورځپاڼی وال سټریټ دعوه کړی ده چی داصف علی زرداری حکومت دډرون بریدونو دزیاتوالي اجازه ورکړیده، دپاکستان حکومت له یوه لوری امریکایانو ته د ډرون بریدونو اجازه ورکوي اوله بله لوري له ولس څخه حقیقت پوټوی اوهمیشه به سیمه کی دوه مخي سیاست لوبوي، ورځپاڼي لیکلي دي چي ریمنډ ډیوس په پاکستان کي دلشکرطیبه په اړه مالومات راټولول اوپه افغانستان کی یی ددوي دعسکري فعالیتونو تحقیقات کول.

 نو ځکه پاکستاني څارګره اداره اوفوځ په قهرشوی وو، ورځپاڼي زیاته کړیده چي نن هم ۹/۱۱ رنګه وخت راغلی دي چی پاکستان حکومت باید واضح دریځ غوره کړی چي له چاسره دریږي، سي آی ای پرآي ایس آی باندي باور له لاسه ورکړیدي، دامریکي اوپاکستان اړیکی له نازک دور څخه تیریږي، پاکستانئ څارګره اداره له لشکر طیبه اوحقاني ګروپ سره نژدي اړیکی لری، راپور کي راغلی دي چي پاکستاني چارواکو له امریکایانو څخه غوښتنه کړیده چی امریکا دی په پاکستان کی په سلګونو امریکایی روزونکو عسکرو پر ایستلو باندي غور وکړی او په وزیرستان کی دی ډرون بریدونه بند کړي، له بله لوري دامریکي ولسمشر بارک اباما په اسلام اباد کي خپلو ملګروته په ډاګه ویلی دي که پاکستان زمونږ ملګرتیا کوي اوکه یی نکوی، مونږ به دترهګري په خلاف جنګ کي دخپلو دښمنانو تعاقب کوو هغه که هر چیری او په هره سیمه کي وي مونږ به یی په نښه کوو.

سیاسي شنونکی وایی دامریکي اوپاکستان اړیکی له پخوا څخه پریوه حال ندي پاته شوی، دباکستان پر ادارو باندي نیوکي کول دامریکی دکانګریس عادت جوړشویدي، تیروتني یو جانبه ندي پاکستان هم هغه څه ندي کړي کوم چي امریکه یی غوښتنه کوي، مثلا په کوټه کي دافغاني طالبانو دشوراي په اړه چي دطالبانو دمشر ملامحمد عمر دعملیاتو مرکزي نقطه ده هیڅ ډول اقدام ندي کړی، اوپه خپله دپاکستانی حکومت رویه هم منافقانه ده له یوه لوري له امریکي سره پټ تړونونو کوی خو له بلي خوا بیا درسنیو له لوری دکړو تړونونو غندنه کوي ترڅو په داډول کړنو سره پاکستاني ولس ته ځان نژدي کړي، شنونکي وایی چي دا رنګه کړني د سیاست ترټولو مردار شکل دی چي له یوه لوري له امریکي سره پټی لوزنامي امضا کوي اوله بلي خوا دولس دغولولپاره دهغو غندنه کوی، ورځپاڼي زیاته کړیده چي له بله لوري پاکستاني فوځ هم دډرون بریدونو په اړه کوم څرګنده دریځ نه لري، کله دډرون بریدنوستاینه کوی وایی چی ډرون بریدونه په سیمه کي یواځی اویواځي کورني اوبهرني ترهګر په نښه کوی خوکله بیا چي ډرون بریدونه په سیمه کی افغاني طالبان ترهدف لاندی راولي نوبیا اواز پورته کوی اودامریکی له لوري ډرون بریدونه  دلازیاتو ښورښتونو دراپورته کوله سبب ګڼي.له بله لوري پاکستاني فوځ دي خبري هم به قهرکړیدي کوم چی سي آی ای ویلي وو له پاکستانی څارګري اداری سره به مالومات نه شریکوي

امریکني ورځپا ڼه وال سټریټ: ژباړه  بخت الرحمن بخت…………………….نن ټکی اسیا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x