د اسلامي همکاریو سازمان: د افغانستان د کړکېچ په پای ته رسولو کې رول لوبولو ته تیار یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ اسد ۱۳۹۸ل):د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړی استازی وايي، د اسلامي همکاریو سازمان د یو معتدل ځواک په حیث چمتو دی د افغانستان د کړکېچ په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

حسین عونی بوتسالی چې له «اناتولی» خبري اژانس سره یې خبرې کولې وویل « افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د اسلامي همکاریو د سازمان په بنسټ اېښودلو کې یې مرسته کړې، موږ خپل مقام او دريځ ته په کتو کولای شو د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو په برخه کې مرسته وکړو او د اختلافاتو په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوو».

حسین زیاته کړه « که چېرې د افغانستان کشاله پای ته ونه رسېږي، په دې هیواد کې شته افراطي ډلې چې د اسلام تر بیرغ لاندې جنګېږي، نړیوالو ته په ستر سرخوږي بدلېدای شي؛ نو ځکه د افغانستان سوله او ثبات ددې هیواد د راتلونکې نسل غوښتنه ده».

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال د افغان کشالې په پای ته رسولو کې د مرستې خبر ورکوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات پای ته نږدې ښکاري او تمه کېږي په نږدې راتلونکې کې د نړیوالو تضمین کوونکو هیوادونو او بنسټونو په حضور کې د دواړو لورو تر منځ توافقنامه لاسلیک شي.

طالبان وايي، د نړیوالو تضمین کوونکو په ډله کې د چین او روسیې په هیوادونو سربېره ملګري ملتونه او د اسلامي همکاریو سازمان هم په نظر کې نیول شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د