پارلمان: امریکا د سولې په راوستلو کې ناکامه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې یو شمېر غړو د امریکا متحده ایالات افغانستان ته د سولې راوستلو په برخه کې ناکام بللي او له کابل حکومت سره یې د یاد هیواد د وعدو له نه عملي کېدو شکایت کړی.

د ولسي جرګې غړو له دې سره، سره امریکا تورنه کړې چې امنیتي ځواکونه یې په وسلو سم نه دي سمبال کړي، د امنیتي تړون وعدې یې نه دي عملي کړي او نه یې هم د افراطیانو په وړاندې بریالۍ جګړه کړې.

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلګو استازې «حلیمه صدف کریمي» وایي « د سولې د راوستلو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د پرېکنده ارادې نشتون ددې لامل شوی چې د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې خراب او د سولې خبرې له خنډونو سره مخ شي».

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د هرات د خلګو استازی «محمد عظیم کبرزی» بیا امریکا تورنوي، چې پاکستان ته لومړیتوب ورکوي او د افغانستان وضعیت ته هیڅ جدي پاملرنه نه کوي.

د نوموړي په خبره، افغانستان ته د سولې د راوستلو په برخه کې د امریکا ماموریت هم ناکام وو.

پارلمان داسې مهال د افغان سولې په برخه کې د امریکا هڅې نابریالۍ بولي، چې ددې هیواد او طالبانو تر منځ اتم پړاو خبرې تازه پای ته رسېدلي او دواړه لوري پکې د «رغنده» پرمختګ خبر ورکوي.

په ورته وخت کې یو شمېر رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله خبر ورکوي، چې پنټاګون خپلو عسکرو ته امر کړی څو په افغانستان کې د دولتي عسکرو روزنه ودروي او د طالبانو په ضد عملیات محدود کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د غلامی اداری غلام او درغلن پارلمان ، د دی په ځای چه ووایی اشغالګرو مونږ طالبانو ته یواځی مه بریږدی څرمن به مو وباسی ، برخلاف د سولی خبره کوی چه امریکا په سوله کی ناکامه ده په داسی حال کی چه امریکا د طالب مشرانو سره نهای هوکړو ته رسیدلی نن صبا کی به د ملګرو ملتو او اسلامی هیوادو په منځګړیتوب لاسلیک کیږی د بلواک په ځای به خپلواک حکومت جوړییږی او دکابل دغلامی اداری غلامان به څه په هیواد کی دننه او څه به امریکا او اروپا کی محاکمه کیږی هم یی د مظلوم اولس او… نور لوستل »