ارګ: د طالبانو په وړاندې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو درولو راپورونه حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت  د مشر ویاند هغه راپورونه رد کړل، چې د طالبانو په وړاندې د امریکايي ځواکونو  د عملیاتو د درولو یا هم محدودولو ادعا پکې شوې وه.

کابل نیوز د «صدیق صدیقي» له قوله لیکي « د طالبانو  خلاف د امریکایي ځواکونو د عملیاتو محدودول واقعیت نه لري».

یاده دې وي، چې نن یوې امریکايي ورځپاڼې د پنټاګون د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړ، چې متحده ایالاتو په افغانستان کې خپلو عسکرو ته امر کړی څو د طالبانو په وړاندې عملیات محدود او یا هم صفر ته راکښته کړي.

د سرچینې په خبره، امریکا له دې سره سره خپل ځواکونه مامور کړي چې د دولتي عسکرو روزنه او د هغوی لارښوونه دې هم ودروي.

امریکايي چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو خلاف د عملیاتو د محدودولو خبر ورکوي، چې تازه د دواړو لورو تر منځ اتم پړاو مذاکرات پای ته رسېدلي او دواړه لوري یې په تړاو د «رغنده» پرمختګ خبر ورکوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د اشغالګرو د عملیاتو دریدنه ( پرله پسی شپنیز وحشت ، ړندی بمباری او داسی نور ) هغه څه دی چه د کابل غلامه اداره تر اوسه دوام لری که اشغلګر عملیات بند او له هیواده پښی سپپکی کړی د صدیق صدیقی، چخانسوری ، ع او غ په شان ایجړا ګان به یوه ورځ هم باتی نه شی . د کابل غلامه اداره هغه هوایی ودانی ته ورته چه دامریکا په اوږو سپره ده که امریکا اوږه لیری کړی به زمکه به پرته وی او هغوی جبرا تښتی د طالب مجاهدینو په مقابل کی د مقاومت توان یی له لاسه… نور لوستل »

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

دوی چي هر څه وايي وايي دې. موږ جي پوهيږو د دوی د کثيف ژوند وروستۍ شېبې پر را رسېدو دي. ځکه ټرامپ خپلي ګټي تر دوی نه سي قربانولای، هغه بايد د امريکې تر راروانو انتخاباتو خپله هغه ژمنه چي د خپلو خلکو سره يې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ايستلو په هکله کړې وه عملي کړي، که نه د خپلو خلکو له رايو څخه بې برخي کيږي او دوهم ځل په انتخاباتو کي نه سي بريالی کېدلای. بل خپله ټرامپ ويلي دي چي نور امريکايان په افغانستان کي د پوليسو ، يعنی د اشرف غني او… نور لوستل »