قريشي: د کشمير په کشاله کې يو شمېر مسلمان هېوادونه هم د پاکستان خلاف دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، د کشمير په موضوع د نړيوالو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره به له سره خواري کوي او زياته کړې يې ده، چې يو شمېر مسلمان هېوادونه په دې موضوع کې د پاکستان ملاتړ نه کوي.

قريشي وايي، د اسلامي امت نومونه خو ډېر اخيستل کيږي، خو د مسلمانو هېوادونو ډېری مشرانو او سوداګرو په هند پانګونې کړي او د خپلو ګټو له مخې به د هند په ملاتړ پرېکړې کوي.

د قريشي په وينا د کشمير کشالې ګټلو لپاره په ټولو لارو چارو غور کوي او په عين حال کې يې ټينګار کړی، چې دا خبره له نظامي لارې نشي حل کېدای.

هغه دا هم وويل، د کشمير موضوع د راپورته کولو لپاره د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته هم ولاړ شي، خو اندېښنه لري، چې د امنيت شورا پنځو غړو هېوادونو کې به ځينې د پاکستان د دريځ مخالفت وکړي او دغه هڅه به يې هم ناکامۍ سره مخ شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د افغانستان په کشاله کی ټوله اسلامی هيوادونه د افغانستان خلاف وه .
د اسلامی هيوادو د نجات يوازنی لار پخپل منځو کی کلک اتحاد او د خپل خالق په رسی ځانونه ټينګول دی .
دا به څومره ښه وخت وی چی د اندونيزيا څخه تر مراکيش او د چچن څخه تر هنده او تر نيمی ډيره افريقا ټوله په يوه خوله وی .

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

کله چی په سعودی او اندونیزیا کی د ټولی نړی اسلامی عالمان را ټول شول او د افغانستان د اوسنی ناورین په اړه یی نظر ورکاوو نو پاکستان پدی مجلس کی برخه وانخیسته ددی خبری مطلب څه؟ کله چی د هند او پاکستان ترمینځ د کشمیر په معضله وضعیت ترینګلی شو نو شهباز شریف ولی د هند مشکل د افغان سولی سره تړاو ورکړ آیا پدی جنګ مسلمانان نه وژل کیږی اود کشمیر د جنجالی قضیی سره د افغانستان سوله تړل د یو مسلمان هیواد په حیث څه مطلب لری؟ ملا عبدالسلام ضعیف چی طالبانو په دوران کی په پاکستان… نور لوستل »