ګلوبل فایر پاور: د افغانستان نظامي ځواک مخ پر ځوړ روان دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری ۱۳۹۸ل): د «ګلوبال فایر پاور» له خوا تازه خپاره شوي راپورونه وايي چې د افغانستان نظامي ځواک مخ پر ځوړ روان دی او اوس د ۱۳۷ هیوادونو پوځونو له منځه په ۷۴ نمبر کې قرار لري.

افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د دغه بنسټ په ۷۱ نمبر کې قرار لرلو او په همدې حساب ۴ درجې ښکته راغلی دی.

راپور زیاته کړې چې سره له دې چې د افغانستان په نظامي پوځ جوړولو باندې میلیاردونه ډالر مصرف شول خو لا هم دوی نه دي توانیدلي چې خپل دښمن ته شکست ورکړي.

د راپور له مخې د افغانستان ملي اردو ۱۷۵،۰۰۰ تخمین شوې ده. همدا راز ۲۲۰ جنګي الوتکې او ۹۸ هلیکوپترې لري.
د افغانستان اردو په داسې حال کې د نظامي قدرتونو په نړیواله درجه بندۍ کې مخ پر شا روانه ده چې تېر کال ولسمشرغني د ۲۰۱۵ز کال راهیسې د ۲۸زره ۵۲۹ امنیتي ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړی و چې اکثریت قربانیان يې د ملي اردو و.

د ګلوبل فایر پاور د راپور پر اساس امریکا، روسیه او چین په ۲۰۱۹ز کال کې د نړۍ تر ټولو ځواکمن نظامي قدرتونه دي.

همدا راز هند، فرانسه، جاپان، جنوبي کوریا، بریتانیا، ترکیه او المان په ترتیب سره څلورم تر لسم نظامي قدرتونه دي.

د افغانستان په ګاونډیانو کې ایران ۱۴م، پاکستان ۱۵م، ازبکیستان ۴۸م، ترکمنستان ۷۵م او تاجکستان ۷۴م نمبر نظامي قوتونه دي.

په دغه لست کې بوتان تر ټولو کمزوری نظامي قدرت بلل شوی او په ۱۳۷ نمبر دی.

د دغه لست د جوړولو لپاره ګلوبل فایر پاور د سلاح، الوتکو، کښتیو، نظامي ابزار، د سلاح کیفیت او داسې نور نظامي الات بررسي کړي او همدا راز جغرافیايي، نفوس او اقتصادي عوامل هم د دغه فهرست په جوړولو کې مؤثر ګڼل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د