افغانستان

نیویارک ټایمز: د امریکايي پوځونو وتلو سره افغان ځواکونه تر ټولو په بد حالت کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری ۱۳۹۸ل): امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغان نظامي او ملکي چارواکو له قوله لیکلي چې د افغانستان امنيتي ځواکونه اوسمهال د تېرو کلونو پر پرتله تر ټولو په خراب او دفاعي حالت کې دي.

نیویارک ټایمز وايي چې تېرکال افغان قومندانانو ویلي وو چې تر دې وروسته به خپل ټول عملیات هجومي وي او نور به د امنیتي پوستو په جګړو کې نه ښکېل کیږي. خو د جګړې په میدانونو کې بیا افغان ځواکونه لا هم له خپلو قرارګاو جنګیږي.

د راپور پر اساس هجومي عملیات یو کم شمیر افغان او امریکايي ځانګړو عملیاتو ځواکونو ته پاتې دي چې د دواړو هیوادونو هوايي ځواک هم یې تر شا وي.

د افغانستان د ملي اردو خراب وضعیت طالبانو ته د امریکا سره په مذاکراتو کې چې تر اوسه یې اته پړاوونه تېر شوي دي او اټکل کیږي چې نور به نهايي شي نور ارزښت ورکړی دی.

نیویارک ټایمز وايي چې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېرې چې دوی راټولې کړي دي ښيي چې د روان کال د جنوري څخه تر جولایي میاشتو پورې ۲۳۰۰ افغان ځواکونه وژل شوي چې ۸۷ سلنه يې د طالبانو په هغه بریدونو کې وژل شوي چې پر بیسونو، امنیتي پوستو یا مرکزونو کړي دي.

د راپور پر اساس طالبانو په دغه ۷ میاشتو موده کې ۲۸۰ بریدونه کړي دي چې په اوسط ډول هر ورځ تر یو زیات برید راځي.
د بادغیس ولایت یو چارواکی عبدالعزیز نیویارک ټایمز ته ویلي چې پولیس او اردو په بیسونو کې بند وي او طالبان ډیر په اسانۍ سره دوی وژني خو هيڅوک ورته پاملرنه نه کوي.

ځايي حکومتي چارواکي وايي چې د طالبانو خلاف ځمکني عملیات یواځې د افغان ځانګړو هوايي ځواکونو له خوا ترسره کیږي چې امریکايي مستقیم ملاتړ ورسره دی.

د فاریاب ولایت یو ولسوال رحمت الله قیصاري نیویارک ټایمز ته ویلي چې «دوی [سپیشل فورس] راشي، ځینې خلک و وژني، ځیني نور ونیسي او بس. کله چې لاړ شي طالبان بیا برید وکړي» او عام امنیتي ځواکونه په خپلو مرکزونو کې و وژني.

د هرات یو قومي مشر بیا د افغان چارواکو له خوا د عملیاتو اعلانول ځان ښودنه ښودلې. «امنیتي مسوولین د دې لپاره چې خلک خوشحاله کړي عملیات اعلان کړي. دغه عملیات یو ډول ځان ښودنه ده چې هېڅ مؤثریت نه لري».

یو امریکايي نظامي مسوول هم منلې چې د طالبانو خلاف بریدون کې اوس ټوله تکیه په ایلیټ افغان ځواکونه ده لکه کمانډو یا د پولیسو ځانګړي ځواکونه. هغه ویلي چې عام امنیتي ځواکونو ته چې په بیسونو او امنیتي پوستو کې دي تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

سروهي سنګر نیسي
هلته به دې حال ګورم چي په لنډوورځوکې دې دبادار لاس هم لنډ شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x