مېلر: په عملیاتو کې مو هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د «نیوزویک» په نامه یوې امریکايي مجلي د پنټاګون د چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې امریکایي عسکر نور د طالبانو په وړاندې عملیات نه کوی؛ په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان دا څرګندونې رد کړې او په خبره یې، په عملیاتو کې یې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

سکاټ مېلر د یوې اعلامیې له لارې د طالبانو په ضد د عملیاتو نه کولو ادعاوې «بې بنسټه» بللې او په خبره یې، دا ډول څرګندونې د یو نامعلومې سرچینې په حواله لیکل شوې، چې د افغانستان له موضوع سره هیڅ اړیکه نه لري.

د مېلر په قول، دوی دې تر دې دمه په رسمي ډول د عملیاتو په برخه کې د بدلون هیڅ امر نه دی ترلاسه کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د