تصویر؛ شپږ تنه عسکر څو ورځې وړاندې هم د بادغیس په بالا مرغاب کې طالبانو ژوندي ونیول

طالبانو ۴۳ تنه عسکر له بنده خلاص کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): که څه هم د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري د «۷۶» تنه بندیانو د خلاصون ادعاوې بې بنسټه وبللې، طالبانو د یوې اعلامیې له لارې د۴۳ تنو نورو امنیتي عسکرو او اربکیانو د خلاصېدو خبر ورکړی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « نن د کندز ولایت په خان اباد، دشت آرچي، امام صاحب او چار درې ولسوالیو کې د لوی اختر په مناسبت د امیرالمؤمنین( حفظه الله)  دامر له مخې د دښمن هغه ۴۳ تنه عسکر، پولیس او اربکیان چې په مخامخ جنګونو کې نیول شوي وو د انساني همدردۍ له مخې خوشي او خپلو کورونو ته ولېږل شول.»

له دې سره، سره طالبانو ازاد کړل شویو عسکرو ته د لارې مصرف او نوې جامې هم ورکړې.

یاده دې وي، چې ترلوی اختر یوازې دوې ورځې وړاندې هم طالبانو  «۷۶» تنه دولتي عسکر له بنده خلاص کړل؛ خو د کورنیو چارو وزارت د عسکرو تر خلاصون درې ورځې وروسته د عسکرو د خلاصون ادعاوې بېځایه وبللې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د