د طالبانو راتګ د افغانستان سياسي قدرت ته موجوده ننګونې او چېلېنجونه

د،ب ،هيښ

حالات او وضعيت داسې ښيي چې د طالبانو  راتګ   د افغانستان د ادارې او مديريت د پاره حتمې او يو انکار ناپذيره حقيقت دئ  ، چې صورت به ونيسي  او  د افغانستان د ناورين د ختمولو لوی بار او مسؤليت به د دوی په اوږو ور اچول کيږي .

په نظامي ډګر کې د طالبانو کرامو د افسانوي مبارزې ، قربانۍ  او مقاومت شاهدي ټول ورکوي  . که د طالبانو  دوستان دي او که دوښمنان  دا واقعيت مني چې په څومره درايت ، شجاعت ، صداقت،  ايماندارۍ او امانتدارۍ يې د ازادۍ او خپلواکۍ د حاصلولو ديني -ملي -انساني فرض  په نشتو امکاناتو او وسائلو فقط د خپلو ځانونو په فدا کولو ادا کړ او د بشري نړۍ په تاريخ کې يې يو نه هیریدونکی درس او پيغام ثبت کړ  چې :

اولسونه که  هر څومره غريب وي ، فقير وي ، موډرنې وسلې او پيسې و نه لري ، لاکن چې ايمان ولري ، جرائت ولري ، همت ولري ، د ازادۍ او خپلواکۍ جذبه ولري ، د غلامۍ او بردګۍ ضد روحيه ولري  د دنيا ستر نظامي -اقتصادي -تخنيکي-تکنالوژيکي  او مېډيايي قدرت يې د ازادۍ او خپلواکۍ اراده او عزم نه شي ماتولئ ، خپله خپلواکي به په لاس راوړي  او د استعمارګرو -اشغالګرو   ارمانونه به چې د ملتونو غلام کول  او د  دوی د طبيعي خود اراديت حق  نفي کول دي په ګور سپاري .

دا پيغام او درس هم د متجاوزو استعمارګرانو د پاره دي او هم د ازاديغوښتونکو ملتونو د پاره ، چې د ځمکې په مخ د فتنو او شر جوړولو عاملين نور د زور  او ويني تويولو د جنايتونو په قېمت د ملتونو په سرنوشت لوبې او سودا نه شي کولئ  او قرباني شوي ملتونه هم ددې  جرمونو او جنايتونو د دوام حوصله نه لري او د زغم او صبر کاسې يې ډکې شوې دي . بناا په داسې لارو بايد تګ وشي چې د ټولو د خير او سولې هدف په کې حاصل شي  او هغه د ملتونو په روابطو کې د متقابله احترام ، په داخلي امورو کې د نه مداخلې او يو دبل سره د مناسباتو د تعادل په اساس معاملې کول دي .

د امريکايي وحشيانه نظامي تجاوز او اشغال په مقابل کې د طالبانو کارنامې او هېښوونکې مبارزې چې د لکهاوو افغانانو د وينو او ژوند په قیمت  تمامه شوه ، بالاخره رنګ راووړ او متجاوزه امريکا او ائتلافيون يې دې ته مجبور کړل چې دا وطن ترک کړي او افغانان دخپل سرنوشت د ټاکلو حق په لاس راوړي .

افغان اولس خو مخکې خپله پرېکړه کړې وه  او د طالبانو په جانبازۍ او ديني -ملي ارزښتونو ته په تعهد او وفا يې د ازادۍ -خپلواکۍ د مبارزې رهبري او مديريت ورته سپارلی او د همغه باور ،اعتماد او وړتيا په بنا د طالبانو نه د اشغال نه وروسته افغانستان د ادارې او مديريت دښه  رهبري کولو تمه هم  لري او په دې متيقين دي چې لکه په جنګ کې يې چې د خدای (ج)د رضا  او د اولس د ورکړل شوي ماموريت (د اشغالګرو سره مبارزه )  دنده په اعلی توګه او پوره اخلاص مخ ته بوتله د اشغال نه وروسته به هم ددې  ټپي شوي او دردېدلي  اولس د پراخه او ژورو زخمونو  د ملهم ايښودلو او تداوي د پاره تر دوی سم او مناسب څوک نشته ، نو بايد چې طالبان ددې ملت د طوفان وهلې بېړۍ د چلولو او د نجات ساحل  ته د رسولو کيپتاني او مشري وکړي  او دا د اشغال ، شر او فساد په موجونو کې خرابه شوې  بيړۍ د غرقېدو نه خلاصه کړي .

د طالبانو د سابقې او د اولس د توقعاتو په اساس  به طالبان راځي او د ملک د ادارې واګې به په لاس کې نيسي .

دا که طالبان غواړي او يا نه غواړي اوس به  دې  ديني فرض او ملي مسؤليت ته   غاړه اېږدي ، ځکه بل بديل او افشن نشته .

څلويښت کاله افغان اولس ټول سياسي -اجتماعي  سازمانونه ، تنظيمونه او ګوندونه د  افراطي چپې اډيولوژۍ نه نيولي تر افراطي راستو افکارو او د منځنيو نظرياتو لرونکو  نه نيولې تر ملتپاله ، قومپاله او مذهبپاله ډلو ټپلو پورې امتحان کړل ، بې د مصيبت ، شر ، فساد ، جنايت او خيانت نه بله کومه متاع او ثمره يې ځنې و نه ليده . نو ددې اولس د پاره بې له طالبانو بل څوک نشته چې د دوی مشکلات حل او دژوند امیدونو او ضرورتونو  ته يې په پوره کولو او رفع کولو  د عمل جامه ور واغوندي .

دوه لسيزو اشغال زموږ ملک ته سخت مادي  او معنوي زيانونه او تاوانونه ورسول. په دې ملک کې دهيڅ چا زړه روغ نه دئ پاته شوئ ، فقط د ګوتو په شمار خايينان ثروتمندان او د عيش -نوش خاوندان شول ، مطلق اکثريت (۹۹,۹٪) د ټولنې افراد متضرر او در په در  او  خاورې په سر شول  .د انساني تلفاتو ، زخميانو ، معيوبينو ، معلولينو ، کونډو ، يتيمانو ،بورو او بې وروره افغانانو ديوه لوی لښکر نه علاوه د ميليونو معتادينو ، بېکاره او بې سرنوشته  ځوانانو ، تنظيم شويو مجرمينو ،  د سياسي -اخلاقي -اقتصادي فساد عاملينو ، غلو ، غاصبو ، جاسوسانو او اشرارو موجوديت او په  خيراتي ، مصرفي او مافيايي اقتصاد ټولنې روږديتوب  هغه لويې  ننګونې دي   چې زموږ ټولنه او راتلونکي زعامت ورسره مخامخ  او لاس – ګريوان وي  .

د  داسې مصيبت باره او فلاکتباره وضعيت په موجوديت کې د ټولنې اداره کول او د دغو ستونزو حل کولو  او د بې کنتروله حالت د  مهارولو دنده او ورسره مبارزه   چې طالبانو ته ور د غاړې کيږي څه اسانه خبره نه ده او په‌کراتو د نظامي ډګر د دندې او مبارزې  نه ګرانه او ستونزمنه ده .

په دې ډګر کې  يوازې سياسي تقوا ، صداقت ، پاکنفسي ، ايمانداري او فداکاري چې د طالبانو اصليت او ماهيت تشکيلوي کفايت نه کوي ، بلکې د ټولنې د علمي ، اقتصادي ، تخنيکي ، تکنالوژيکي ، تخصصي او مهارتي ماشين د حرکت د پاره په دې برخو کې علمي ، فني مهارتي او تخصصي کدرونو ته اشد ضرورت دئ او په اصطلاح د هر کار د اجرا د پاره  اهل د کار بايد وجود ولري ، تر څو په مربوطه برخو کې کار وکړي او پرتې ستونزې حل او دنويو ستونزو د حل د پاره مناسب اقدامات وکړي .

طالبان په ديني ،  سياسي ، نظامي ، ثقافتي  او مديريتي برخه کی ښه کدرونه لري او په ځان بسيا دي ، خو په ساينسي ، تعليمي ، تخنيکي ، تکنالوژيکي ، اقتصادي ، تجارتي ، توليدي ، پلانګذاري او ددې برخو منجمنټ کې بيا پوره پرسونل د خپل تشکيل په چوکاټ کې نه لري ، ځکه دوه لسيزو جنګ او د اشغال سره د مبارزې اولویت دوی ته دا چانس ميسر نه کړ چې په دې برخه کې کار وکړي ، کدرونه و روزي او تجربی دې حاصلې کړي .

هېڅ اداره بې د تخصصي پرسونل او مسلکي کدرونو نه سم کار نه شي کولائ  او د ستونزو د حل په ځای به نورې ستونزې حتمي زیږوي ، چې دا به د ادارې او زعامت د پاره لويه ناکامي او حتا نابودي  وي .
ددې دپاره چې د طالبانو اداره او مديريت په ښه ، معقول ، مطمئن  او دوامداره  شکل  مخته ولاړ شي  او د موجوده پرابلمونو په حل کولو کې بريالي شي ، بايد د تخصصي کدرونو او ماهرينو تشه ډکه کړي .
ددې تشې د ډکولو د پاره دوه غوراوي شته :
يو د خارجي کدرونو او متخصيصينو  او
دوهم  د داخلي  ظرفيتونو نه استفاده او استخدام .

دخارجي ماهرينو د استخدام وس  او اقتصادي توان طالبان  چې په خيرات او دروېزه ولاړ اقتصاد ورته په ميراث پاته دئ  نه لري ، ځکه دا متخصصين  د محلي  عائد او خرڅ په نرخ قناعت نه لري ، بلکې د خپل کار د پاره لوړ معاشونه او امتيازات غواړي  او که احياناا په کم معاش موافقه وکړي ، حتمي يې شاته د استخباراتي معاملو او کړنو هدف پروت دئ ، چې د فسادي فتنو د جوړولو تجربه يې موږ د شوروي اتحاد د وخت نه د امريکايي نظامي تجاوز او اشغال په راتلو سره لرو . نو دا افشن قابل د استفادې او اجرا نه دئ . نو  د  ملک د  مشکلاتو د حل د پاره يوازي د داخلي کدرونو او ماهرينو نه د استفادې چانس پاته شو . چې جذب ، تشويق او د فعاليت زمينه يې بايد ورته مساعده شي . دهغوی په مسلکي او کاري برخه کې  مداخله ونه شي او د هر مسلک او فن  ساحه د سياسي – مذهبي – اډيولوژيکي او اتنيکي رقابتونو او ټکرونو په ډګر بدله نه شي . دهغوی  علمي او  تحقيقي  فعاليتونه تشويق او تقويت شي ، دنويو ظرفيتونو د منځ ته راوستلو ، روزنې او  د هغوی د کيفيت د لوړولو د پاره ور سره نه يوازې مخلصانه مرسته او همکاري وشي  ،بلکې  د يوه ديني -ملي فرض د ادا کولو  مرتبه او حيثيت يې تثبيت او رسمي بڼه غوره کړي .

زموږ په ټولنه کې الحمد لله داسې تخصصي ظرفيتونه او مجربه خلک شته ، چې  د امکاناتو او شرايطو د  ميسرېدو او مساعد والي په صورت کې ، په مختلفو سياسي -ټولنيزو -اقتصادي – علمي – تعليمي -تخنيکي او فني برخو کې دا تشه ډکولئ شي او د لياقت ، ظرفيت او وړتيا نه يې ګټه اخستل کېدائ شي .
دا کدرونه د همدې وطن دي او د مسلکي پوهې ترڅنګ دټولنې په نبض او خواصو ښه بلد دي . د  مختلفو  ستونزو د حل اولويت ، اوليت او فوقيت او د حل لارې ورته معلومې دي ، چې که ورنه صادقانه استفاده وشي ، ورو ورو به ستونزې حل او د په ځان د بسيا توب په لوري به  ټولنه سوق شي .

نظامي مبارزه او د اشغال سره جهاد چې د لکهاوو افغانانو د وينو او سرونو په قیمت تمام شو د بيا ودانولو ، سولې ، ثبات ، ترقۍ ، رفاه او ټولنيز عدالت په قائمولو سره بايد  د سالمې رهبرۍ او کار اهل د کارته سپارلو  په جهاد بدل شي . تر څو زموږ مظلوم اولس نور د شر ، فساد ، خارجي مداخلو او داخلي فتنو نه د دائم د پاره نجات پيدا کړي . په ټولنه کې به  د تقوا او عملي خدمت په اساس تعاملات صورت ونيسي او هر چا ته به د هغه د ظرفيت په اساس برخه حاصله شي .

ديوه ازاد ، خپلواک او اباد افغانستان په هيله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

يو واری پردی سرکوزی وشړل سی او دا اوسنی نا اهله فساديان له کاره وشړل سی هرڅه به خدای آسانه کړی ، افغانستان الحمدلله ډيرغنی هيواد دی ترڅو چی خپل پوهان او کدرونه مو روزل کيږی بهرنيان به د قراردادو په چوکاټ کی په مزدوری وګمارل شی .

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

د نن ټکی اسیا څخه زما دا هیله ده هغه کسان چی خپلی تبصری او لیکنیی تاسی ته د نشر لپاره رالیږی د دغه کسانو دback ground په باره کی لږ معلومات راکڕی چی دغه کسان پرون څوک وه او نن څوک دی او څه وایی تر څو چی په back ground باندی پوه نه شو نو د تبصری او لیک په قدر یی هم نه پوهیږو. د مثال په توگه، کرزی تر پرونه پوری د امرکیانو یو خاص سڔی وه ولی نن خپل ځان د افغانستان د ملی گټو خاص استاذی گڼی او د امریکی خلاف شعارونه ورکوی. د… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
د،ب،هیش ته.
ښی خبری دلیکلی دی.دوه شیان به زه هم ور ګډ کړم.
اول.طالیب چه څنګه راشی وار د واره د له ولس څخه معافی و غواړی ،د دی خبری چه.
اتلس کاله پخوا یی بن لادن امریکا ته نه سپاره.او القاعده سره یی روابط نه پری کول .او اوس یی القاعده سره اړیکی پری کړی .
دوهم.پاچهی د تور واسکټ په جیبونو کی نه ګرځوی،سر ټمبګی د نه کوی.خپلو مدرسو او جوماتونو ته د بیرته ستانه شی،

pattang
میلمه
pattang

زه لا شل کاله پخواهیښ پيژنم تغیر یې ندی کړی افرین !خو اوس تاته پښتین صاحبه دواړه غوښتنې د بي منطقه غلطې او دفاسدو غلو او cia په ګټه دي ! ۱- ته چې دومره ناخبره یې نو بیا سیاسي بحث مکوه !!! بن لاډن امریکایانو د جهاد په وخت کې راوست اوکلک جهاد یې وکه ، دروسانو له ماتې وروسته عربو ته بیا سوډان ته لاړ او درباني ددولت په وخت کې بیرته افغانستان ته راغی ! د بن لاډن په اقدام ،که یې کړی وي طالبانو هیڅ خبرتیا نلرله !! عاملین یې له جرمني او امریکا څخه وو… نور لوستل »