ّپه واشنګټن کې د پاکستان سفير اسد مجيد خان

امريکا کې د پاکستان سفير: د کشمير مسئله افغان سوله او د امریکايي پوځيانو د وتلو چارې له خنډ سره مخ کولی شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): په امریکا کې د پاکستان سفير ويلي، د کشمیر کشالې له امله دا امکان شته، چې پاکستان له افغانستان سره په اوږدې پولې خپل زرګونه پوځيان را وغواړي او د کشمير پولې ته يې ولېږي.

د پاکستان سفير اسد مجيد خان له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ټينګار کړی، چې د کشمير کشاله د افغانستان له قضيې سره تړاو نه لري او نه هم بايد تړاو ورکړی شي، خو که له هند سره په ګډه لانجمنه پوله تاوتریخوالی پېښېيږي، پاکستان به اړ وي، چې خپل زرګونه پوځيان له افغانستان سره په پرته پوله راوغواړي او له هند سره په پوله يې ځای پر ځای کړي.

د اسد مجيد خان په باور که داسې وشي، دې سره به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې روانې خبرې او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو چارې له ګواښونو او خنډونو سره مخ شي.

د پاکستان سفير وايي، هېواد يې د افغانستان سولې روانې پروسې ملاتړ کوي، خو په عين حال کې يې هغه تورونه هم رد کړي، چې پاکستان پر خپله خاوره وسله‌ والو ډلو ته ځای ورکړی دی.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هندوستان د جمو کشمير د نيمه خپلواکۍ د لغوه کولو پرېکړه وکړه، هلته يې زرګونه پوځيان ځای پر ځای کړي او له تېرې يوې اونۍ راهيسې د کشمير په سرينګر او نورو ښارونو کې کرفيو لګېدلې، د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ اخ و ډب کې لسګونه کسان ټپيان شوي او د سياسي مشرانو په شمول ګڼ شمير نور کسان د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جلال
میلمه
جلال

چپ شه تیزنه! تاسو حرامی خلک خو هر مسئله باندی خپل مفاد ګوری. صحیح ده چی پاکستان د افغانستان مسلمان ګاوندي ورور دي او د خوارو کشمیري خویندو ورونو په خپګان ډیر خپه یو او ګاوپرست هندوانوته وایوو چی خپل سلامتی وغواره. خو دا په دی معنی نه دی چی دا حرامی بیغیرت پاکستانی سیاستوال، د افغانانو هری ښی ورځی نه خپل تاجایی واخلی. خدای تعالی خو تاسو ته هدایت ورنصیب کی یا خو بیخی له مینځه یوسی. آمین