هره ورځ څومره غوښه خوړل په کار دي؟ د روغتیا نړیوال سازمان یې ځواب وايي!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): غوښه خوړل په عموم کې د انسان پر روغتیا ژور اغیز کوي او ګڼ شمېر ګټې لري، بل خوا سره غوښه «سورخي» خوړل انسان کې د یو شمېر ګټو ترڅنګ د ځان وژونکو ناروغیو امکانات هم کموي.

مګر له اندازې زیاته غوښه خوړل د ګټې پرځای کله نا کله پر روغتیا ستونزمن ثابت شي، خو په یوه ورځ کې د انسان لپاره څومره غوښه خوړل په کار دي په اړه یې دلته ولولئ!

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د راپور سره سم هغه کسان چې غوښه خوري هغوی کې د سرطان په څېر د هلاکوونکو ناروغیو اثرات کم موندل کیږي او د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.

خو غوښه هغه مهال بدن ته ګټوره ثابتیدای شي چې په ټاکلې اندازې او ځانګړې ډول سره وخوړل شي.

د پوهانو په وینا د یوه بالغ کس لپاره په ورځ کې ۷۰ ګرامه یعنې په اوونۍ کې ۵۰۰ ګرامه یا نیمه کیلو غوښه خوړل په کار دي.

پوهان زیاتوي چې په یاده اندازه کې له سرې غوښې خوړلو پرته باید هډوکي لرونکي غوښه له هغې هم کمه وخوړل شي، که نه نو روغتیا ته به مو ستونزې پېښې شي.

د پوهانو په وینا که چیرې انسان یوازې سره غوښه چې هډوکی ونه لري خوري، نو باید یو بالغ کس چې عمر یې له ۱۸ کلنۍ زیات وي له ۶۰ ګرامه زیاته ونه خوري.

همدا ډول که چیرې غوښه د سیرلي یا د پسه وي نو یو بالغ کس باید له ۷۰ ګرامو څخه زیاته غوښه ونه خوري، خو عامه غوښه چې په سبزي یا رومیانو کې ګډه شوې وي هماغه ۶۰ ګرامه خوړل په کار دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور سره سم باید یو بالغ کس اوونۍ کې دوه واره غوښه وخوري، خو که چیرې هره ورځ غوښه خوري نو باید اوونۍ کې له نیم کیلو اندازې څخه زیاته نه وي.

راپور زیاتوي چې سره غوښه کې پروټين او بېلا بېل ويټامینونه په پراخه کچه موندل کیږي چې له امله یې انسان د ښې روغتیا خاوند کیږي، خو باید ددې اندازه په جدي ډول په پام کې ونیول شي تر څو له هاضمې او د خیټې نورو ستونزو څخه انسان وژغورل شي.

د لوی اختر پرمهال ستونزه دا رامنځته کیږي چې څوک د غوښې اندازه په پام کې نه نیسي بلکې د ۶۰ یا ۷۰ ګرامه غوښې پرځای چې ورځنۍ ټاکلې اندازه ده- په ورځ کې ۳۰۰ ګرامه، نیمه کیلو او یا هم یوه کیلو غوښه خوري چې په انسان کې د سختو ناروغیو لامل کیدلای شي.

په اضافي غوښه خوړلو سره انسان کې د خیټې درد ترڅنګ د قبضیت یا اسهال ناروغۍ هم رامنځته کیږي، په نابالغه کسانو کې د غوښې زیاته اندازه خوراک یو شمېر نورې ناروغۍ هم رامنځته کولای شي.

د هر انسان لپاره په کار دي چې د روغتیا نړیوال سازمان د وړاندې شویو لارو سره سم په ټاکلې اندازې د غوښې خوراک وکړي تر څو د روغتیایي ګټو پرځای له ناروغۍ څخه وژغورل شي.

د لوی اختر ورځ ته د قربانۍ اختر ورځ هم ویل کیږي چې په دې ورځ هغه مسلمان، مالداره یا ټاکلی نصاب لرونکی کس باید د قربانۍ څاروی لکه پسه، سیرلی، غوایي او داسې نور چې شریعت روا کړي وي قرباني کړي.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د