ورزش

په بیګ باش لیګ کې به نور د عام توپ پرځای د «ځيرک توپ» استعمال کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۸ل): په نړیوال کورني لیګونو کې د استرالیا «بیګ باش» یوازینی لیګ دی چې هر وار په کرېکټ کې د اسانتیاو لپاره نوي اصول او لارې وړاندې کوي.

د استرالیا کرېکټ بورډ او د بیګ باش لیګ چارواکو پریکړه کړې چې په راتلونکي بیګ باش لیګ سیالیو کې به د عام توپ پرځای نور د ځیرک توپ استعمال وکړي.

دغه توپ چې د کوکابرا لخوا چمتو شوی او تر ازموینې لاندې دی د کرېکټ پرمهال د توپ اړوند یو شمېر ستونزې حلولای شي، په دې توپ کې یو «ماکروچپ» نصب شوی وي.

په دې ځیرک توپ سره به د سخت کیچ نېولو ستونزه چې ایا توپ مستقیما د لوبغاړي لاس ته ورغلی، ګوتې یې له توپ لاندې دي که لومړی له ځمکې سره لګېدلی- هم حل شي، دغه راز په دې توپ سره به د کیپر ستونزمن کیچ نېولو پریکړه نوره هم اسانه کړل شي.

دغه ځیرک توپ به د ځیرک مبایل، تابلیت یا ځيرک ساعت سره د یوه اپلیکیشن له لارې وصل وي او هر هغه څه چې د توپ اړوند پېښیږي په دغه اپلیکیشن کې څرګندیږي.

تر دې دمه په کرېکټ کې د رادار سیستم یوازې د توپ چټکتیا هغه مهال معلومولای شي چې په بشپړ ډول توپ ترسره شي، خو په دې ځيرک توپ سره به دغه معلومات نور هم ښکاره او پراخه شي او د هرې شیبې چټکتیا ښودل به ممکن شي.

د اوس لپاره دغه توپ د ازموینې لاندې دی او که ازموینه یې په بریالۍ توګه ترسره شوه نو په عملي ډول به د راتلونکي بیګ باش لیګ سیالیو ته وړاندې شي، او له هغې وروسته به په نورو کورني لیګونو کې هم استعمال شي.

د یادونې ده چې په تېر ۲۰۱۸-۱۹ بیګ باش لیګ کې چارواکو د پچې ویشتلو پرمهال د کوینز پرځای د بیټ ویشتلو پریکړه کړې وه.

د استرالیا بیګ باش لیګ راتلونکی پړاو به د ۲۰۱۹م کال په دیسمبر میاشت کې پېل شي چې د ۲۰۲۰م کال تر فروري میاشتې به دوام وکړي، په یاد لیګ کې یو شمېر افغان لوبغاړي هم لوبیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close