د شيخ سلمان عوده زوی: پلار مې په سعودي کې د اصلاحاتو غوښتو له امله له مرګ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د مشهور سعودي عالم او دعوتګر شيخ سلمان العوده زوی عبدالله عوده وايي، پلار يې په خپل هېواد کې د اصلاحاتو غوښتنه کوله، له همدې امله له مرګ سره مخ دی.

عبدالله عوده د برتانيې «ګارډين» ورځپاڼې ته په يوه مقاله کې ويلي، د سعودي عربستان لويې څارنوالۍ د ده پر پلار د اعدام پرېکړه کړې او هغه يې په جعلي قضيو کې پر فساد او حکومت ضد فعاليتونو تورن کړی دی.

د شيخ عوده زوی وايي، پلار يې په سپينه ږيره او مریض ځان له شکنجو سره مخ دی، لاسونه او پښې يې تړل شوي، د خوب او درملو سربېره له هر ډول حقونو محروم ساتل شوی دی.

عبدالله عوده زياتوي، حکومت د دوی د کورنۍ ۱۷ کسان بهر ته له سفره منعه کړي او استخباراتو د ده تره «خالد» هم يوازې له دې امله نيولی، چې د شيخ عوده د بندي کېدو په اړه يې ټويټرپاڼه کې پيغام خپور کړی و.

څو مياشتې مخکې، چې د سلمان عوده کورنۍ هغه ته د ليدو په موخه زندان ته ورغلي وو، د زندان چارواکو د بد چلند په اړه يې ورته شکايت کړی و، چې له خوب، خوراک او دوا يې محروم کړی او پر ده يې داسې تش کاعذونه هم لاسليک کړي، چې دی يې له منځه نه دی خبر.

شيخ سلمان العوده د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر مياشت کې وروسته تر هغه ونيول شو، چې د سعودي او قطر بحران پر مهال يې د مسلمانانو ترمنځ د يووالي او اتفاق دعا کړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

بس همیش همدا دعا کوو چی الله تعالی دی هغوی خراب او ذلیله کری چی د اسلام د مبارک دین دنامه خخه په استفاده پر حق علماوو او بی ګناوو ظلم کوی، موژ همیش دا سر ناخلاصو ته وایو چی د تور پنجاب لشکر، سیسی د مصر او شاهی کورنی دسعودی دا ددین دشمنی کوی، نه ددین دفاع، د هغوی هدایات مه اخلی، دهفودی په امر او اشاره خپل افغان ورونه مه وژنی. د الله پاک او د رسول الله لار خپله کری خو دوی یو تعداد سر ناخلاصه راباندی هسی تهمت وایی. د الله پاک په حضور کی به… نور لوستل »

خالد
میلمه
خالد

بیاهم عولیدلی یی کمه عبد الله پوره پوی لاو س هم نه یی ، دلته درته دا ۴۸ کفارو ملکونو فوځیان بیخی نه ښکاری، د یو بد په بل بد مه بدله وه ، نن اسلامی ریاست او اسلامی فوځ له سره وجود نه لری ، دا غه وړی وړی ټولګی د اسلام دفاع کوونکی ریښتینی مومنان دی ، به دوی تا سی سترګي پټه وی او د شرف غنی فوځ درته مسلمان ښکاری چی په ښکاره وا یی ددوی د قربانی وجه ده چی نیویارک په امن دی ، ته چی په دی نو پوهیږی بیا ولی د الله… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

خالد صاحب، موژ د اشغالگرو سره مقابله نه غندو بلکی ستاینه یی کوو، دا هم واضح حقیقت دی چی توله اسلامی هیوادو کی ددوی او ددوی دغلامانو رهبرانو ظلم روان دی.خو باریکی دلته سته هغه داچی زینی دجهاد دعوه کوونکی غیر مستقیم دیهودو اونصاراوو دگتو او پلانو د تطبیق لپاره کارول کیزی. مثال: داعش د ددین د دفاع اداعا کوی ، په داسی حال کی چی ستر جنایتونه یی وکرل او په اصل کی د امریکا پروژه ده او ستاسو یعنی طالبانو دوشمنه دله ده او داسی نوری دلی هم شته چی داسلام تر نامه لاندی د اسلام دوشمنی کوی… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د آل سعود ( آل یهود ) د واکمنی را وروسته د درباری مُلایانو ټولی دُعاوی ډیپلوماټیکی دُعاوی دی البته ښیراوی ئی هم ډیپلوماټیکی او د ټګی په تبی توری ښیراوی دی، شیخ عوده لکه چی ددی ډیپلوماټیکو دُعاوو قواعد تر پښو لاندی لاندی کړی وه چی دا دی اوس په زندان کی پروت دی.