ځانګړي راپورونه

ايا طالبان او امریکا هوکړې ته نږدې شوي؟ ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): په هغه ورځ، چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل، نيوزويک مجلې د امریکا دفاع وزارت د چارواکو له قوله ليکلي و، چې تر دې وروسته به د طالبانو پر ضد عمليات محدود او يا بيخي ودرول شي.

امریکا هڅه کوي، چې په خپل تاريخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه له طالبانو سره د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

د امریکايي رسنيو د راپورونو له مخې د اتم پړاو خبرو له پای ته رسېدو سره امریکا له افغانستانه د زرګونو پوځيانو د ويستلو لپاره تیاری نيولی دی.

سره له دې، چې د اتم پړاو خبرو کې دواړه غاړې وروستۍ هوکړې ته ونه رسېدې، خو د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد دغه خبرې مثبتې او له لاسته راوړنو ډکې بللې وې او زياته کړې يې وه، چې د ورستيو سلامشورو لپاره واشنګټن ته روان شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي و: «د اتم پړاو خبرې ستړې کوونکې، فعالې او ګټورې وې او دواړو غاړو له خپلو مشرانو سره مشورې پيل کړي دي.»

نيوزويک د پنټاګون د يوه لوړپوړي چارواکي له قوله ليکلي، متحده ايالات له طالبانو سره له کمزورې نقطې مذاکرات کوي.

سره له دې، چې امریکايي رسنيو د پنټاګون چارواکو له قوله د طالبانو پر ضد د عملياتو بندولو راپورونه خپاره کړي، خو د ګډ حکوت چارواکو او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو مشر قومندان جنرال سکاټ ميلر ويلي، د طالبانو پر ضد عملياتو کې کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم په دې اړه ورته کوم فرمان رسېدلی.

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې او نورو رسنيو ليکلي، دواړه غاړې هوکړې ته رسېدلي او راتلونکي اونۍ به دغه هوکړه د نړيوالو ضمانت کوونکو او شاهدانو په حضور کې لاسليک شي.

له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو هوکړه

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره اونۍ د امریکايي چارواکو له قوله ليکلي و، د طالبانو او امريکا د هوکړې په لومړۍ برخه کې به اته يا نهه زره امریکايي پوځيان له افغانستانه وتل پيل کړي.

د رسمي شمېرو له مخې څوارلس زره امریکايي او درې زره ناټو ځواکونه په افغانستان کې پراته دي او طالبان ټينګار کوي، چې د افغانستان سولې لپاره د ټولو بهرنيو پوځيانو، سلاکارانو او د افغان عسکرو ټولو روزونکو وتل اړين دي.

په مقابل کې به يې طالبان امریکا ته ضمانت ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا او ايتلافيانو پر ضد نه کارول کيږي.

د ګډ حکومت دريځ:

د ګډ حکومت مشر اشرف غني ويلي، حکومت سوله غواړي، خو د طالبانو او امریکا ترمنځ ممکنه هوکړې په اړه يې د شک اظهار کړی دی.

غني تېره ورځ د دفاع وزارت په تالار کې د عسکرو يوې غونډې ته وويل، چې بهرنيان هېڅکله پر افغان سوله پرېکړه نشي کولی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو پر مهال ګډ حکومت منزوي ساتل شوی او ډېر وخت د سولې روانې پروسې پر خلاف څرګندونې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

خداي دی وکړی چې طالبان د امريکايانو د وتلو وروسته پنجابيانو ته د دين په نامه د راتلو لاره برابره نه کړي.

گل محمد نوری

ترڅو چی نوم د پنجاب، انګریزان او امریکا د نړی په نقشه وی افغانان او دنړی مسلمانان به ترینه ښه ورځ ونه لری زموږ اکثره افغانان به دا فکر کوی چی سوله به وشی او هیواد کی به آبادی شروع شی زما په نظر دا یو خیال ده ځکه همدا اوس نړیواله ټولنه د طالبانو لپاره کچیری سوله ورسره کیږی ۲۰ میلیارده دالرو د مرستی ټټر ډبولی. مګر پنجاب چی امریکا ته لاړل د داعش ډلی پیاوړتیا لپاره چی د ایران او افغانانو لپاره یی د امریکا په ګټه استعمال کړی ۱۲۵ میلیونه ډالره آډوانس واخیستل.

ارشاد

دابه له صلح نه وروسته روښانه شی، چی پنجاب له امریکاسره جنګ کوۍ· یاله افغانستانه سره. نوله دی وروسته به په افغانستان کی روڼا راشی نومعلومه به شی.

مجاهد

زه حیران یم ، که بنجاب نه وو بیا به یی هند او ایران یاد ولو ، شرم نه کوی د یوی فاحشی په شان د نړی ۴۹ لوڼډانو حتی قضایی مصونیت یی هم ترلاسه کړی وو یعنی د دوی د کورونو د ساتنی وخت کی یی چه څه خوښه وه هغه یی ترسره کوله، دوی د مقاومت څه چه د شکایت حق هم نه درلود او باید مننه یی تری کولی . تر دی حالت بی حیثیته او بی هویته غلامان دغه غلامی هیره کړی د هغه پاکستان خبره کوی چه هغه هم د کابل د غلامی اداری بادار… نور لوستل »

مولوی احمد

ٹرین صاحب ڈیرہ اھمہ نکتی تہ دی اشارہ وکڑہ طالب استقلال نلری دپنجاب پہ جال کی گیر دی اللہ دی ورتہ ھمت او توفیق ورکی چہ زان خلاص کی خو ڈیرہ مشکلہ خکارے

مجاهد

زه پوهیږم چه تاسی څوک یاست د احمد په نوم بل ښه سړی خبلی تبصری لیکی او تاسی بیا د مولوی نوم هم له ځان سره یو کړی همدا دواړه شکلی او سپیڅلی نومونه او ستاسی په شان څو مخی سره ښه نه بریښی

غمی.پښتین

جوړ تازه،تکړه په خیر،
بیلکل طالیبان خپل مطلب ته ## رسیدونکی دی.
امریکا چه د خپلوخلکو او خاوری د تروریزم څخه حفاظت. مرام وه رسیدونکی دی،
خو افغان ولس په اندیښنو کی غرق ډوب دی او وایی چه ،
هسی نه چه د ۱۹۹۲ کال د مجاهدینو په شان ،طالیبان هم کابل په سره اور کی لوخړه،او ۶۲ زره ولسی خلک تر تیغ تیر کړی،
امریکا خپل ځان لپاره ضمانت غواړی.
طالیب د چوکی او قدرت زر تر زره لاس ته کول غواړی،
ولسی خلک،د خپل ځان ،او ناموس ،عزت ساتل له الله ج څخه غواړی،

گل محمد نوری

##########

مجاهد

د دجال کالی څټو سره هماغه یو ډول او یو سورنی تل غږوی ، دجال ورته د جنتو یو څه برخه ورکړی ، چه الله ج به هغه ورته په جهنم عوض کوی ، پشتین صاحب مخکی له دی چه مرګ دی نزدی شی الله ج ته رشتونی او اخری توبه وباسه او تجدید نظر وکړه . ګوری چه دا هیواد د نړیوال کفر له خوا اشغال شوی په هر اشغال شوی هیواد کی وی څوک خبلواکی غوښتونکی وی مقاومت پیلوی که هغه له طالبانو غیر بله ډله او تر طالبانو رشتونی وی ما به هم د طالبانو په ځای… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x