ایران: نړیواله ټولنه باید دبحرین په روان ناورین کي بی طرفه پاتي نه شي

خو له بلي خوا بیا دامریکي دبحرنیو چارو وزیري هیلري کلینتن دایران پرحکومت تورلګولیدي، نوموړي زیاته کړه دایران حکومت هڅه کوي ترڅو په سیمه کي دولس له پاڅونونو څخه غلطه ګټه واخلی، کوښښ کوی دجمهوریت غوښتونکو مظاهره چیانو به منځ کي ځاي پیداکړي ترڅو په سیمه کي دحکومتونو به وړاندي راپورته شوی ولس ګمراه کړي اودخپلو ګټو لپاره یی په کارواچوي،
خو په عین حال کي بیا ایران په سیمه کی په نورو هیوادونو نیوکه کوي وایی چی دبحرین په کورنیو چارو کی لاس وهنه کوی، تیره ورځ دایران دبحر نیو چارو وزیر دسعودي او اماراتو هیوادونو ته اشاره وکړه، نوموړی زیاته کړه دسعودي او اماراتو عسکري مداخله پرځای ددی چي بحرین کي ارامي راولی وضعیت به نور هم خراب کړي نوموړی زیاته کړه دسعودي او اماراتو ومداخلي ته دبحرین ولس دیرغلګرو په سترګه ګوری او هیڅ کله به ونکولای شي ترڅو دبحرین ولسي پاڅون ارامه کړي، دایران دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړه ایران هیڅکله دبحرین په اړه بي طرفه نشي پاته کیدلی، نوموړي وویل دبحرین روان حالات نه یواځي دا چي خلیج کي به حالات ګډ وډ کړی بلکه عواقب به یی نوره نړي هم داندیښني سره مخ کړي، تیره ورخ هم به ایران کی دبحرین دسفارت و مخ ته په بحرین کي دسعودی حکومت دعسکري مداخلی په اړه ایرانیانو مظاهره وکړه دسعودي اوبحرین هیوادونو په خلاف یی شعارونه ورکول، دامریکی اوداسرائیلو بیرغونو ته یی اورونه واچول، خو دبحرین هیواد بیا په هیواد کي روان کړکیچ دایران له جانبه دبحرین د سني مذهبي شاهي کورني به خلاف یو منظم سازش بولی اوبه بحرین کي دروانو ناخوالو ټوله پړه پرایران ور اچوي
بخت الرحمن بخت ……………..نن ټکی اسیا