د غلامۍ اعتراف يې پخپله وکړ

 احمد منصور

بعضې وخت د خلکو له خولو هغه څه راوځي چې هغه الفاظ د ده د کم رنګه کولو او د اصلي حيثت يې را برسېره او همدغه خبرې يې ستر ثبوت وګرﺯي دا خو نړى ته عيار او ښکاره ده چې د کابل اداره يوه تپل شوې او د امريکايانو لخوا چليدونکې اداره ده طبيعي ده چې واک به يې هم له هغو سره وي څوک چې ورسره مرسته کوي او اداره کوي يې دا اتلس کاله که افغانانو نړى ته چېغي وهلې چې دغه ادارې چې حکومت ځانونه بولي نه ﺯمونږ نماينده ګي کوي او نه يې په رسميت پېژنو بلکې له مشره ونيسه تر عادي عسکره پورې ټول د امريکايانو په چوپړ کې خدمت کوي او د هغوي د مفادو د خوندي کولو له امله له مونږ سره په جنګ اخته دي خو هغه ﺯمان ﺯمونږ چېغې چا نه اورېدې کېداى شي اوس يې د اشرف غني له روستيو څرګنده ونو درک کړي وي چې په رښتيا هم بلواکه او غلامه اداره ده،

په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو لاس په لاس کېږي چې اشرف غني خپلو پوځي منصوبينو ته په خطاب کې وايې:يې تاسو له برکته ده چې په واشټن باندې حمله نه کېږي، په نيويارک کې بمي چاودنې نه کېږي

د غني له پورتنيو‌ څرګندونو را څرګنديږي چې دخپلې واکمنۍ په دوره کې څومره افغانان شيهدان،اسيران او ټپيان يې کړل ستر لامل يې دا وه چې واشټن او نيويارک خوندي وي او دا يقيني شوه چې غني ته تر ملي او شخصي ګټو د غرب ګټې مهمې دي غني په ښه ډول نړى ته د خپلې غلامۍ ثبوت وړاندې کړ يعنې د خپلې غلامۍ اعتراف يې پخپله وکړ اوس هغو هېوادو ته وايو چې تېروتي وى که تاسو د قرضو معامله له دې امله له دې شړېدلي او بې واکه نظام سره کړې چې دا نظام د افغانانو نماينده ګي کوي ستر بې عقلانه فکر مو کړى اوس تاسو بايد خپل قرضونه له راتلونکې نظام څخه ونه غواړى ځکه طالبان دا اداره په رسميت نه پېژني نو پورونه به يې سنګه درکړي،تاسو مجبور ياست چې خپل پورونه په شخصي ډول له غني وغواړى ځکه هغه پورونه يې د افغانانو په خير ښيګړه نه دي مصرف کړي بلکې د افغانانو په وژلو يې مصرف کړي اوس بايد حقيقت ومنۍ چې اوسنۍ نظام غلام واک او اختيار يې له نورو سره ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

وروره که غوا توره ده شيدې سپينې دي، ټول پوهېږي خو ملت کې توان د خپلواکۍ د گټلو نشته ځکه چې تالبان له يوې خوا د پاکستان دولت ته لومړيتوب ورکړ او له تور لسته يې راووېستل او اشرف غني خو له پخوا د جاسوسې ډلې غړى او غلام و پدې کې شک نشته چې غني او کرزى دواړه بلکې ټول اخته د پخواني او اوسني دولت مامورين چې سياست ته راوتلي د افغانستان د گټې لپاره ندى راوتلي بلکې د شخصي ډلو او د ټولو موخه يوه ده خو په مختلفو نظريو افغانان غولوي او يو نه يو چې… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

د بنګله دیش مجبب الرحمان ( د هندوانو جاسوس ) خبره سمه کوی کونه یی کږوی، تاسی وایاست چه د خپلواکی تر لاسه کولو دپاره څوک نشته ( زه نه پوهیږم چه ستاسی له بدنه وجدان هجرت کړی او تاسی هم د اشغالګرو په دستور دا ګډی وډی لیکی د غلامی اداری توصیف باندی خو مو خولی شرمیږی نو طالبان یعنی د خپلواکی ننګیالی چه امریکایی د ۴۸ هیوادو سره په ګډه په ګونډو کړه ایا دا د پاکستان برکت وو که وی بیا خو باکستان دنړی لوی قدرت دی ، په داسی حال کی چه څومره صدمه طالبانو ته… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د مجاهد ( بیانزی) د ځینو نیښ لرونکو تبصرو او همدارنګه ####! د نوم په لیدو می د مجاهد پر پاکه کلمه زړه وسوځی.
د بیانزی په وړوکی نظر، هر هغه څوک چی د پاکستان د پلید او خائن او نامسلمان او شیطان صفت دولت دښمن وی نو هغه باید! د هندواڼو او غربیانو جاسوس وی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

د هندوانو غلام مجیب الرحمان د ( غلام ) حضرت صاحب بل نوم دی، څومره جالبه !!!!!!

جميل
میلمه
جميل

د محترم منصور صاحب ښی باريکی ته پام شوی . دوی(ع غ) له اوله تر اوسه هر آن خپله غلامی ثابته کړی ، د دوی لکه پر تندی چی غټ او روښانه ليکل شويوی چی دا غلام دی . په ګران افغانستان کی د امريکايانو له خوا بسته کلی به د اوسيدونکو سره د خاورو سره خاوری شول خو د دوی به تندی هم نه ګنجی کيدی مګر د امريکا په يوه شرابخانه کی چی ښځی او نر ګډ نشه نڅيږی ، يو ځوان يوڅو کسه وژنی ، دا خبر په هغه ورځ ع غ ته رسيږی ، ع وغ… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

د ملگرو د تبصیرو پوری می دا دبل نظر او لیکنه کاپی کرل. اسلام یوازي ظاهري شکل نه دی: – ابوجهل به د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په شان جامې اغوستلې او د هغه په شان پټکۍ به یې تړل. – د امیة بن خلف ږېره داسي اوږده وه لکه د عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه ږېره. – د عتبة توره له هغه اوسپنیز معدن څخه وه، له کوم معدن څخه چي د خالد بن الولید رضي الله عنه توره جوړه شوې وه. په داسي حال کي چي دا درې واړه د اسلام سرسخته دښمنان وه. پس! دین… نور لوستل »