افغانستان

بامیان: دوه لوړ پوړو چارواکو پر یوې ښځې جنسي تیری کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): په بامیان ولایت کې د امنیتي ځواکونو دوه لوړ پوړو چارواکو پر یوې ښځي جنسي تیری کړی او تښتیدلي دي.

د بامیانو سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې د ولایت د امنیه قومندانۍ د پولیسو ټولي قومندان او د جلب او جذب قومندان د اختر په دوهمه ورځ د قومندانۍ په میلمستون کې پر یوې ښځې جنسي تیری کړی دی.

د بامیان امنیه قومندان محمد صادق مرادي رسنیو ته ویلي چې دغه دوه کسان محمد سالم او بصیر بلوچ نومېدل، دوی ددغه جرم تر سره کولو وروسته تښتېدلي او د تلیفون شمیرې يې هم بندي کړي دي.
د نوموړي په وینا دواړو قومندانانو له مخکې هم جرمي دوسیې لرلې.

بلخوا ځینو نورو چارواکو ویلي چې د پيښې قرباني ښځه د پولیسو سره ده، او دغه پيښه د ملي امنیت، بشري حقونو کمیسون، امنیه قومندان او د ولایت مقام له لوري د یوه ګډ هیئت له لوري څیړل کیږي.

باید وویل شي چې د دې تر مخه هم د حکومتي چارواکو او اربکیانو له لوري پر ماشومانو او ښځو باندي جنسي تیریو پيښې ثبت شوي دي خو د مخنیوي لپاره یې د حکومت له لوري د پام وړ ګامونه نه دي پورته شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د افغانستان ټول لوړپوړی او منځبوری غلام چارواکو څخه چه اشغالګرو د غلامی تړون په لاسلیک کولو کی قضای مصونیت هم ترلاسه کړی یعنی د دوی په کورونو کی د اولیت حق لری یعنی اشغالګر د هر څه په کولو کی اولیت حق لری له اشغالګرو وروسته بیا د دوی وار دی او ځینی چه یی ډیری ښکلی میرمنی، لوڼه او خونیدی لری هغوی خو په اونیو بیچاره ګانی د اشغالګرو په بیسو کی ورکی وی . نو دوی بیچاره ګان د هغوی د جبران د پاره د اشغالګرو په مقابل کی ( خو د غلام غنی په ګډون د… نور لوستل »

سیدګل اغابنوری

اوس خوغساد،فحشا،لواطت زنادافغانستان هر دفتر اوهرارګان ته سرایت کړی ؟ خوحکومت ،بیاداسی ښځوته امتیاز ورکوی ،نواوس خو دحکومت په معیار برابره شوه ،نومهربانی وکړئ دکوم وزارت معینه ، یاوکیله ،یائی په ارګ کی مشاوره جوړه کړئ؟ همدا دښځو دحقوقو لاس ته راوړنی دی دوام ورکړئ؟ والسلام .

Gul khan

Da sa waia
Da ba ye pa zoor #### ao ka pa Raza ??

سیدزرغون شاه آغا

د۱۸کلودلاسته راوړنو یوه بله نمونه.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x