د کابل بانک قضيې اصلي تورن خلیل الله فيروزي د اشرف غني په امر له زندانه خوشې شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د کابل بانک پخوانی رئیس او د کابل بانک د قضيې اساسي ونډ وال خلیل الله فيروزي د ګډ حکومت د  مشر اشرف غني په امر له زندانه ازاد شو.

د ولسمشر غني له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي، خلیل الله فيروزي د ناروغۍ له امله له زندانه ازاد شوی دی.

د رپوټونو له مخې اشرف غني د خلیل الله فیروزي د روغتيايي حالت د څېړلو لپاره ځانګړی کميسيون ټاکلی و او دغه کميسيون ولسمشر ته په خپل راپور کې ويلي، د فیروزي وضعیت ترينګلی دی او که په زندان کې هغه ته زيان ورسيږي، حکومت به له سختو نيوکو سره مخ شي.

اشرف غني د څېړونکي پلاوي وړانديزونه قانوني بللي او امر يې کړی، چې فيروزي بايد له زندانه خپل کور ته ولېږدول شي.

خو د اشرف غني مخالفين تور پورې کوي، چې خلیل الله فيروزي د امرالله صالح په غوښتنه او فشار خوشې شوی او غواړي له دې لارې په راتلونکو ټاکنو کې د امرالله صالح د رايو برخه غوښنه کړي.

صالح د ملي امنيت پخواني رئیس و، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني دولت ساز ټيم لومړنی مرستيال دی.

فیروزي د کابل باند د قضيې اصلي ونډه وال و، په ۱۳۹۷ کال کې د مالي فساد او پيسو سپينو په تور په لس کاله بند محکوم شو، هغه بايد ۱۳۷ ميليونه وهل شوي ډالر او ۵۹ ميليونه د هغې جريمه حکومت ته سپارلې وای، چې ټول ټال ۱۹۶ ميليونه ډالر کيږي.

نوموړی د ګډ حکومت په لومړيو کې له زندانه خوشې شوی و، د زيرک ښارګوټي په ابادۍ کې يې پانګونه هم وکړه، خو هغه مهال د خلکو له ډېرو نيوکو وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو.

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل په خپل لومړني غبرګون کې تور لګولی، چې فيروزي د دېرش ميليونه ډالرو رشوت په بدل کې خوشې شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

داسي خو د افغانستان په ډېرو بنديخانو کي د ډېرو سپين ږيرو او نورو بنديانو وضعيت د ډول ډول ناروغيو، د حکومت د نه پاملرني او يا د وهلو او شکنجه له امله خراب او ترينګلی دی. نو د دغو ټولو بنديانو د روغتيايي حالت د څېړلو لپاره هم بايد ځانګړی کميسيون وټاکل سي او هر بندي چي ناروغ وي بايد خوشي سي. او دا موضوع بايد جدي ونيول سي او کومه ادعا چي نبيل کړې ده د ځارنوالۍ له لاري وڅېړل سي. ځيني خلک پر اشرف غني نوري ادعاوي هم کوي او پر بي بي ګلي او د هغې… نور لوستل »