افغانستان

سرور دانش: د طالبانو او امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي، بین الافغاني مذاکرات به له ټاکنو وروسته پیلېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر دوهم مرستیال «سرور دانش» د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی او تر څنګ یې یاده کړې، چې بین الافغاني مذاکرات به له ټاکنو وروسته پیلېږي.

سرور دانش تېره ورځ په کابل کې د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په لیدنه کې وویل « د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات نور پای ته رسېدلي، ټاکنې اړیني دي او بین الافغاني مذاکرات به له ټاکنو وروسته پیلېږي».

دانش زیاته کړه « د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکراتو کې د افغانستان په سیاسي نظام او اساسي قانون هیڅ بحث ندی شوی او یوازې د سولې اړوند په دواړو لورو پورې تړلي موضوعات بحث شوي».

د دانش په خبره، د افغانستان خلګ د یوې داسې باعزته سولې غوښتونکي دي، چې افغانستان ته امنیت او ثبات راوړي او په تېرو اتلسو کلونو کې لاسته راغلې ازادۍ وساتلای شي.

دانش داسې مهال تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د ټاکنو خبر ورکوي، چې د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ مذاکرات پای ته په رسېدو ښکاري او تمه ده په نږدې راتلونکي کې دواړه لوري د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د سولې توافقنامه لاسلیک کړي.

طالبانو په بیا، بیا څرګنده کړې، چې له امریکايي لوري سره د مذاکراتو تر پای ته رسېدلو وروسته د کابل حکومت په ګډون له ټولو سیاسي جهتونو سره مذاکرات پیلوي.

په ورته وخت کې، د ګډ حکومت چارواکي داسې مهال تر سولې وړاندې د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي، چې طالبان ټاکنې د سولې د «سبوتاژ هڅه» ګڼلې او په خپلو جنګیالیو یې غږ کړی څو په بشپړ توان د ټاکنو په وړاندې ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

اشرف غني او د ده د دار ودستې دغه فرد په دې پلمو ښه او په څرګنده توګه جوته کړه چي په ګران او خواږه هيواد افغانستان کي د سولي او آرامۍ له راتلو څخه سخت په وېره کي دي، په هيڅ ګون يې نه غواړي او په هره پلمه او دسيسه چي د سولي د راتلو مخه ډب کيږي سرپه نه پر کوي. ځکه نو دغه د سولي ضد هسته بايد په هر ډول چي کيږي ليري سي او ولس او د ولس پوهان، سياسيون او مخور يې پر ضد را وپاڅيږي .

اجمل

تر هغو پوری به د افغانانو وژنه همداسی روانه وی ځکه چی ټاکنه ډیره ضروری ده نسبت و سولی ته.

گل محمد نوری

عجیبه لیکنه مو لیکلی : ؛طالبانو په بیا، بیا څرګنده کړې، چې له امریکايي لوري سره د مذاکراتو تر پای ته رسېدلو وروسته د کابل حکومت په ګډون له ټولو سیاسي جهتونو سره مذاکرات پیلوي.؛ تر پرونه یی ویل چی طالبان د افغان حکومت سره خبرو کولو ته حاضر ندی اوس وایی چی خبری ورسره کوی یاد یی ساتی چی امریکا مخکی له مخکی پاکستان ته ۱۲۵ میلیونه ډالره یا زیات یی د داعش د پیاوړتیا لپاره ورکړی هغه پاکستان چی پدی ۱۸ یا ۱۹ کالو په دوران کی یی طالبانو سره نظامی او تربیتی او همدا اوس سیاسی همکاری… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x