په زرمت کې شهید شوي محصلین

د یوناما تر ګواښ وروسته ګډ حکومت په پکتیا کې ملکي تلفات څېړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): څلور ورځې وړاندې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ پورې اړوند «کلالګو» نومي سیمه کې دولتي ځواکونو په یوه کلي کې د خپلو عملیاتو په مهال «۱۱» تنه ملکي وګړي ووژل، چې له منځه یې شپږ تنه ښوونکي او یا هم د پوهنتونونو محصلین وو؛ په افغانستان کې د ملګري ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» نن ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې پېښې په تړاو خپله خواشیني څرګنده کړه او له ګډ حکومت یې د حساب غوښتلو  هوډ څرګند کړ.

د یوناما له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي « یوناما په پکتیا ولایت کې د عید په موقع د حکومت پلوه ځواکونو له لوري د ۱۱ تنو ملکي وګړو د وژنې په تړاو ژوره اندېښنه لري، حکومت اړ دی په دې برخه کې ځواب ووايي او د ولسي وګړو مرګ ژوبله ودرېږي».

د یوناما له لوري د یادې اعلامیې له خپرېدلو یوازې څو ساعته وروسته د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا د یوې خبرپاڼې له لارې د یادې پېښې د څېړلو خبر ورکوي.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « ملي امنیت شورا د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني په هدایت د هغو عملیاتو په اړه، چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې شوي او د وسله والو طالبانو په ګډون پکې زموږ یو شمېر ملکي هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، د جدي اقداماتو لارښوونه وکړه. په دې لړ کې ملي امنیت عمومي ریاست موظف شو، چې له خپلو ټولو هغو پوځي چارواکو جدي تحقیقات وکړي، چې په دې عملیاتو کې یې ونډه لرله.»

امنیت شورا ددې تر څنګ ژمنه کړې، چې د جرم مرتکبین به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د