افغانستان

طالبانو دصدر ابراهیم د وژل کېدو په اړه د ګډ حکومت ادعا  رد کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت چارواکو تېره شپه ادعا کړې وه، چې د طالبانو د نظامي کميسيون مشر صدر محمد ابراهيم د کندهار خاکرېز او شاه ولي کوټ ولسواليو ترمنځ دښته کې له خپلو ملګرو  سره په هوايي برید کې وژل شوی، خو طالبانو دغه ادعا په کله رد کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې د ګډ حکومت ادعا رد کړې ده.

ذبيح الله مجاهد ويلي، په رسنيو کې له خپرو شوو رپوټونو وروسته يې له صدر ابراهيم سره اړيکه نيولې او هغه ورته د خپل ژوند په اړه ډاډ ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x