نظــر

سوله او ولسمشریزې ټاکنې!

عبدالله وردک
انګلستان – آګست – ۲۰۱۹

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

نن سبا، په سیاسي بحثونو او غونډو کې، دا بحث ډېر ګرم جریان لري، چې په سوله او ولسمشریزه ټاکنو کې کوم یو باید لومړیتوب ولري؟

د یادونې وړ ده، چې د ګران افغانستان بشپړه آزادی، باید د ټولو په اسلام او وطن مینو افغانانو، په زړه پورې هدف وي، او دغې هدف ته د رسېدلو په هکله، له هېڅ نوعه قربانۍ څخه درېغه ونشي.
غواړم، پدې هکله خپل نظر، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په لاندې توګه وړاندې کړم.

د افغانستان ځورېدلي او مظلوم ولس ته، باعزته سوله، ډېره ضروری او د اهمیت وړ ده. که سوله نه وي، نو ټاکنې به هم له ډېرو نیمګړتیاوو، څخه خالي نه وي.
ولسمشریزه ټاکنې ‌هم، هغه وخت سمه معنا لري، چې په هغو کې، زیاتره افغانان ګډون وکړي، او خپله راىٔیه، بې له کوم پټ او ښکاره ګواښ څخه، په سمه توګه وکارولی شي.

هېره د نه وي، چې دا باید یو منل شوی حقیقت وي، چې د افغانستان ډېرې برخې د اوسني نظام تر ولکې لاندې ندي.

که د اوسني نظام مخالفین په ریښتیا سره، ددغه سیمو وګړو ته، په ټاکنو کې اجازه ورنکړي، نو بې له شکه، دغه ټاکنې به ډېرې نیمګړتیاوې ولري، او هر هغه ولسمشر چې ددغه شانته ‌انتخاباتو په پایله کې منځ ته راځي، نو هغه به د افغانستان د ټولو وګړو، نماینده ګي ونشي کولی.

بهتره به دا وي، چې اوسنی حکومت، ټول سیاستوال، او مخالفین، ټول د یوې تلپاتې سولې د راوستلو لپاره په ګډه کار وکړي، او باید هېڅوک هم په ښکاره او یا په پټه توګه، ددغه تلپاتې سولې مخنیوی ونکړي.

هر هغه څوک چې د تلپاتې سولې، په راوستلو کې خنډونه پیدا کوي، د هغوی مخنیوی، د ټولو افغانانو مسىٔولیت دی، او د هغو خلکو څېرې باید افغان ولس ته په واضحه توګه، ورپه ګوته شي.

هرکله چې تلپاتې سوله، د ټولو افغانانو په خوښه مابین ته راغله، نو بیا حقیقي، شفافې، او سرتاسري ټاکنې، د یوې قوی موقتي ادارې، تر نظارت لاندې سرته ورسیږي.

د یادولو وړ ده، چې افغانان، ددغه موقتي ادارې د جوړښت په هکله له ډېر احتیاطه کار واخلي. دغه موقتي اداره باید، په ریښتیا سره، له هېڅ ډلو سره په پټه او په ښکاره ډول، هېڅ سیاسی اړیکې ونلري، او داسې ونشي، چې پخپله همدغه موقتي اداره، د خپل ځان د قدرت د غځولو په خاطر، نور جنجالونه منځ ته راوړي.

پدغه ولسمشریزه ټاکنو کې به بیا ټول افغانان، د اوسني نظام د مخالفینو په شمول، پوره برخه واخلي. افغانان به پخپله خوښه راىٔیه وکاروي، او د خپلې خوښې ولسمشر به وټاکي.

د شفافو، او آزادو انتخاباتو په نتیجه کې به یو حقیقی افغانی ولسمشر تعین شي، او نور ټول نوماندان، به هغه د مشروع او قانونی ولسمشر په حیث قبول کړي.

د پام وړ ټکي:

الله(ج) د، د افغانستان د مظلومو وګړو توبه قبوله کړي، او الله(ج) د، په افغانستان کې باعزته تلپاتې سوله راولي، چې ټول افغانان، د ډار نه پرته، په خپل وطن کې د آرامۍ، او سوکالۍ ژوند تر سره کړي.

که فرضاً، انتخاباتو ته لومړیتوب ورکړل شي، نو دغه انتخابات به دغه اوسني مشکلات حل نکړي، او هغه به هنوز زیات کړي. دا پدې خاطر، چې تر نیماىٔي زیات افغانان به د راىٔې، له حق څخه محروم شي.

همدارنګه، په راتلونکو انتخاباتو کې باید د ملک نه بهر، ټولو مهاجرو افغانانو ته، د راىٔې حق ورکړل شي.

په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي.

آمین یارب العالمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

محترم وردک صاحب ! تاسی ښه او ګټور دينی مظامين هم ليکی ، د هغو ټولو لپاره اجرونه درته غواړم . تاسو د موئقتی اداری په هکله ليکلی چی بايد د هغو خلګو له خوا اداره شی چی په کومی سياسی ډلی پوری اړه ونلری خو دا مو ندی ويلی لکه څوک او دا نا پيژانده بيغمباشه خلک به څنګه او کله له آسمانه راولويږی او څنګه به په خلګو ومنل شی . ستاسو په دينی کتابوکی به داسی کوم شی ونه موندل شی چی په هغه کی دی داسی انتخابات وی لکه په ټوله اوسنی نړی کی چی رائج… نور لوستل »

عبدالله وردک

ګرانه او قدرمنه وروره جمیل جانه!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د ستا ته اجرونه درکړي. آمین.
ګرانه وروره!
زه هم د ستا په شان، د حقیقی اسلامی نظام، د قایم کېدلو، ملاتړی یم. ما په ټول عمر کې، د اسلامی نظام د راتلو دپاره، دعاګانې کړېدي. زه پوره یقین لرم، چې که افغان مسلمان ولس ته، د رڼو او عادلانه، انتخاباتو، زمینه برابره شي، نو دوی به هغه چا ته خپله راىٔیه ورکړي، چې هغه د اسلامی نظام غوښتونکي وي. هیله ده، چې افغانانو، اوس خپل دوست او دښمن، پېژندلی وي.
جزاک الله خیراً.
والسلام.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x